کور / سياسي / پر کور ناست چارواکي او اوسنی حکومت

پر کور ناست چارواکي او اوسنی حکومت

په ټوله نړۍ کې دا معمول دی چې حکومتونو کې په سالمه توګه بدلونونه راځي. کله چې يو ګوند يا يوه ډله په هېواد کې واک ته ورسيږي، نو مقابله ډله يې د يو سالم اپوزيسيون په توګه کار کوي.
يانې هغه نيمګړتياوې چې منځته راځي دوی يې ورته په ګوته کوي او مشورې ورکوي، زموږ په هېواد کې بيا څنګه حالات دی، هر څه سرچپه دي، پر ځای د دې چې مشورې ورکړي او لار وښيي، نو تخريب يې کوي، د حکومت په وړاندې د خلکو فکرونه او اذهان ګډوډوي او خلکو ته منفي مفکوره ورکوي.
دلته يوه خبره کول غواړم، هغه دا چې، په دې هېواد کې لويه ستونزه دا ده چې دلته نه ملي ګټې تعريف سوې، نه اپوزيسيون تعريف سو، په هر څه کې افراط کېږي او مخه يې هم نه نيول کيږي.
دلته د ولسواکۍ او ډيموکراسۍ په نامه چې هر څومره ملي ګټې تخريبولی سي کوي يې، داسې څوک په دې وطن کې نه سته چې دا ولې؟
زموږ په هېواد کې د اپوزيسيون په نامه يا د قدرت مقابل خلک چې وس يې ورسيږي هومره تخريب کوي او چې کله بيا واک ته ورسيږي بيا هر څه پاتې وي، يانې بيا هم هېواد په ښه حالت کې وي، هم حکومتولۍ ښه وي، هر څه پر خپل ځای سم وي.
زه د يو افغان په توګه په واقيعت له دې حالاتو څخه رنځېږم او يو خبره هم په ډېره جرأت سره کووم، په دې وطن کې چې پرديو هر غوبل شروع کړی دی، دا واقيعت دی خو يوه خبره دا هم ده چې، موږ په حيث د افغانانو له دې وطن سره تر ټولو لويه جفا او ظلم کړی دی، چې د افغان ظلم او جفا تر بهرنيانو خطرناکه ده، يانې هغه څوک چې د خپل کور ورانولو نيت وکړي، تر پرديو يې ډېر ښه او په اسانه ورانولی سي، نو ځکه افغانانو پر خپلو لاسونو خپل کور ته تاوان ورساوه او په دې موږ تاسو ټول خبر يو.
زه د ملي وحدت د حکومت ننګه نه کووم. په رسنيو او په ډېرو مجلسونو کې د ملي يووالي د حکومت په مشرانو ډېر انتقادونه کووم او کړي مې دي. خو دا هر څه د هېواد راتلونکی او د ښه پياوړتيا په خاطر، زموږ نقد بايد د دې هېواد ملي ګټې تخريب نه کړي. زه د پخواني جمهور رئيس ښاغلي کرزي د وخت ډېر وزيران، واليان او نور لوړ پوړي چارواکي چې اوس پر کور ناست دي، وينم چې ټوله ورځ په رسنيو، مجلسونو او شخصي غونډو کې د افغانستان تخريب کوي او په اوسني حکومت پسې له حده اوښتي منفي تبليغات کوي چې افغانستان سقوط کوي، پر اداراتو نيوکې کوي، خو کله چې دغه پر کور ناست چارواکي ته څوکۍ ورسېږي او د واک پر ګدۍ يې کښېنوې، نو بيا نه تخريب کوي، نه منفي تبليغات کوي او نه پر حکومت نيوکې کوي، بس خيرو خيريت وي.
همدې چارواکو ته وايم چې، تاسو خو ازمايل سوي خلک ياست، تاسو هم ولس ته امتحان کې بريالي نه سوئ، په ټوله نړۍ کې مو د يو فاسد حکومت نوم او يوه فاسده اداره راپرېښوده، ستاسو پر خبرو ولس عجبه ښه پوهېږي او ډېر دقيق يې پېژندلي ياست.
زه د سالم اپوزيسيون مخالف نه يم او نه د نقد مخالفت کووم، خو که په رښتيني ډول وي، وطندوستي پکې وي او هغه کسان که نيوکه وکړي چې په تېر کې يې دندې نه وي اجرا کړي، ښه مخينه ولري او يا په اوس وخت کې د څوکۍ تمه ونه لري نو دا ډول نيوکې ويجاړوونکی هم نه وي او حکومت لپاره يوه اصلاحي بڼه لري.
دغه پخواني چارواکي چې پر کور ناست دي، ډېری يې وچ کلک تخريب کوي، او لکه مخکې چې مو وويل، موخه يې د دولت په وړاندې د خلکو نفرت وي، اصلاً نقد او نيوکه بايد داسې بڼه ولري چې يوه مشوره هم پکې نغښتې وي. که موږ د حکومت پر يوه منفي کړنه نيوکه کوو نو ترڅنګ يې بايد موږ سره هغه لار هم راسره وي چې دا کار بايد داسې سوی وای، له يوې خوا به حکومت او ادارې خپلو نيمګړتياو ته پام وکړي او بل پلو به له هغه مثبتو لارو چارو هم ګټه واخلي چې د سياسينو، نقد کوونکو لخوا ورته ښودل کېږي.
د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو سره پخواني چارواکي بايد پر ځای د دې چې تخريب وکړي، نو کار دې وکړي، د دې هېواده سېواد لرونکي او لوستي ځوانان له هېواده په وتلو دي، د دوی لپاره دې کار وکړي، شخصي ادارې دې رامنځته کړي، فابريکې دې جوړې کړي او اقتصاد دې پر پښو ودروي، ترڅو هېواد وژغورل سي د هېواد ژغورنې لار د اوسني دولت تخريب نه دی، بلکې مشورې بايد ورکړل سي.
د هغه مېندو، خويندو، ماشومانو او سپين ږيرو حالات در په زړه کړئ چې در په در ګرځي، ښارونو کې يوه اوبل ته لاس غځوي او خپل افغاني غرور يې له مجبوريته تر پښو لاندې کړی.
زما په اند، پر ځای نيوکه بايد وسي، او ترڅنګ يې دولت او هغه ادارو ته چې ستونزې پکې دي مشورې هم ورکول سي، په دې سره به مو خپل هېواد هم ژغورلی وي او دولت ته به مو سمه لارښوونه هم کړي وي.