کور / اقتصادي / د افغانستان – پاکستان د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون لسمه ناسته په اسلام آباد کې جوړه شوه

د افغانستان – پاکستان د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون لسمه ناسته په اسلام آباد کې جوړه شوه

۳ قوس ۱۳۹۴: د افغانستان – پاکستان د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون لسمه ناسته د روان کال د لیندۍ د میاشتې په ۲ مه د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې جوړه شوه. ددې ناستې مشري د افغانستان له خوا د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د پاکستان د مالیې وزیر ښاغلي محمد اسحاق ډار کوله.

  • image
    د افغانستان او پاکستان د ګډو اقتصادي همکاریو په لسمه ناسته کې په مهمو مسایلو لکه تجارت، صنعت، انرژي، پراختیایي پروژ، ترانزیټ، تخنیکي مرستو، سړکونو، ریل پټلۍ او افغان محصلینو د پاکستان په بورسونو باندې خبرې وشوې.
    د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي دغه ناسته د افغانستان او پاکستان دواړو له پاره مهمه وبلله او ویې ویل: ” دغه ناسته کولی شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي. د اقتصادي همکاریو پياوړتیا کولای شي چې د افغانستان او پاکستان د دواړو ملتونو د ثبات او هوساینې لامل وګرځي.’’
    د ناستې په پای کې د دواړو هیوادونو د مالیې وزیرانو له خوا د یاد کنفرانس پایلې له رسنیو سره شریکې شوې.
    د یادونې وړ ده چې د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لسمې ګډې اقتصادي ناستې په څنډه کې د یاد هیواد د لومړې وزیر ښاغلي نواز شریف سره هم لیدنه وکړه.
    په یاده لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په اقتصادي، تجارتي اړیکو، زیربناؤ، انرژۍ، سړکونو او ریل پټلۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
    د افغانستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون په لسمه ناسته کې د مالیې وزیر تر څنګ د ولسمشر اقتصادي سلاکار ډاکټر قیومي، د تجارت، ترانسپورټ، فواید عامې چارواکو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وو.