کور / علمي / مفت پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره

مفت پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره

Ahmad_Wali_Achakzai_Ajmal_Hamza_Qasmosona_Android_App_01

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي د اندرويد موبايل سيسټم له پاره خپل لومړی اېپ خپور کړ. دغه پروګرام د ځوان او تکړه افغان پروګرامر اجمل حمزه له خوا طرحه سوی او پروګرام کړل سوی دی. اجمل حمزه هغه ځوان دی چي د قاموسونه ټکی کام سره د همکارۍ په ترڅ کي يې د کمپيوتر له پاره د انګليسي پښتو لومړی قاموس هم جوړ کړی ؤ.

د قاموسونه ټکی کام له خوا خپور سوی دغه اېپ د دغې پروژې ټولو قاموسونو ته لاس رسی لري، او د موبايل له لاري د دغو قاموسونو کارول ډېر آسانه کوي. البته د دغه اېپ څخه د کار اخيستلو له پاره انټرنټ ته لاس رسی حمتي دی. يعني په هغه صورت کي څوک د دغه اېپ څخه کار اخيستلای سي چي موبايل يې آنلاين وي. د چاپ د حقونو، پاليسۍ او نورو دلايلو پر اساس لا تر اوسه د دغې پروژې له پاره د آفلاين قاموسونو خپرول ممکنه نه دي.

د دغه اېپ دننه کارونکي کولای سي چي د انګليسي لغتونو تلفظ هم په ږغ کي واوروي. دا هغه آسانتيا ده چي تر اوسه په قاموسونه ټکی کام پاڼه کي لا نه وه موجوده. خو په دغه اېپ کي ورته ځای ورکول سوی دی.

قاموسونه ټکی کام په پام کي لري چي انشالله په آينده کي د اېپل مصنوعاتو لکه آی فون او آی پېډ له پاره هم ورته يو اېپ جوړ کړي.

هيله ده چي د دغه نوي اندرويد جوړونکي اجمل حمزه او ما ناچيز احمدولي اڅکزي ته د خير دُعا وکړئ او د قاموسونو پروژې او دغه اېپ په تړاو نورو دوستانو ته هم معلومات ورکړی. دا دې له پاره چي د دغه پروژې د وړيا خدماتو څخه نور خلک هم خبر او هم مستفيد سي.

د اندرويد دغه اېپ پر دغه جمله په کلیک کولو سره ترلاسه کولای سئ.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه.

Ahmad_Wali_Achakzai_Ajmal_Hamza_Qasmosona_Android_App_06