مور د خیال نیمګړی نړۍ!
د غم ټغر مې کټ مټ تیر کال، تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ژوند تل پاتی ملګرتیا شوه! خیالي نړۍ مې جوړه وه هر څه را ته ګلونه ښکاریدل د نړۍ د هیڅ څه پروا نه راتله ځکه ما داسی ځان محسوس کوه چې ته هرڅه یې ـ هر څه کولی شی – د هیڅ څه څخه مې ویره نه لرله ځکه زما رب ماته د ژوند زغر او ځاله راکړی وه چې د هرڅه په وړاندې يې سپر ودرولې وم. د ډیرو خلکو دپاره د امن، سوکالې، سوبتیا او خوښي وي! ولی زما د دپاره قلبه او سجده دواړه وه ، زما دپاره د ژوند قانون او قاعده وه ، د ژوند خوښي وه ، د ژوند خواږه او آرامښت وه او آن زما د ژوند د لیک لوست فلسفه او سکون وه. داسې په یو ځل یې ددې نړۍ زبښتناکو دردونو ته یې جلا پریښودم – جلاوالې یې دا وه چې زه ددې خبرو د هرڅه په وړاندې نیغ ودرولی وم ما ته یې د هرڅه لوست راکړی وه چې څرنګه د هرڅه په وړاندې ودریږم او مبارز واوسم ….زما د رب پریکړه دا وه چې ته نور ددې ستری هستۍ څخه محروم یې ته باید ځانته ژوند اختیار کړئ ته باید کلک او هوډمن واوسئ د هر څه په وړاندې سپر شه د ویلو لوستونو څخه د ژوند تیرولو قاعده خپله کړه ـ هر څه په ورین تندې مې ومنل خو ډیر راته حیرانوونکې پریکړه ښکاري ـ اوسه پوری د خولی خوند می خراب او نه پوهیږم چې کوم لوری ته راون یم یا ژوند مې ځي – ورځی شپې تیریږي ټول د تیر ژوند په خیال او فکر – خیال او فکر می یواځې د ستری هستۍ سیوری غواړي – د زړه تپوس خو هیڅ مکړه چې هغه پاچا څه وايې – اوس نه پوهیږم چې زه منځ کې څه او چیرته لاړم او که دی غمونو په څو برخو وویشلم – ژوند عجیبه او عجیبه غوندی دی – داسې پیکه او عیجبه غوندې – منم اوس او مخکی مې هر څه منلی وه خو نه پوهیږم د نړۍ هیڅ برخه راته پرسکونه نه بریښي چې ولاړ شم او هلته ارام پاتی شم ځکه ما د زهرو ډک جام ګوټلی دی بس دا به می د ژوند برخلیک وه باید چې یې ومنم او منلی مې دی.
د ماسپیښین ۳ بجې د ژمي مازدیګر وه، د ډیرو خواږو ملګرو سره په چکر وتلی وم، خبری اتری د ژوند تیرو ګډو پراوونو او وختونو باندې خبری خورا خوندوری وی د تیر ژوند کره والی او د اوسنی سره یي پرتله عجیبه غوندی بدلون ښکاریده او آن دا چې تصور یې هم نه کیده ولی ددی سره سره بیا هم ښې خوښی شیبی وی چې نا ببره یو نږدی ملګرې مې راته په تلیفون زنګ ووهه وایي: ګودره چیرته یې پدې ورځو کې نه ترسترګو کیږی خیر خو به وي! ما ورته په ځواب کی وویل چې : هو ملګریه خیر دی خو د ژوند لږه بوختیا ډیره شوی ځکه نه یم – ښه په هر صورت غوښتل مې چې پوښتنه او د پوښتنې ترڅنګ ستا د مورکۍ احوال می د ستا د قبله ګار صاحب څخه اخیسته ولې هغه بوخت ښکاریده ویلی چې ستاسی مور ډیره سخته ناجوړه ده او په روغتون کی وه بیا زه هم ولاړم او ورسره اوس ولاړ یم – خو که چیری تاسی راشې ښه به وي هر څه به خپله کنټرول کړئ او که چیری کوزی پښتونخوا ته تګ هم وي چې سره په ګډه لاړ شوـ ماته خو ډیره نادره وه چې د هغی صحت خو ښه وه او ددې ورځې په پیل کې مو سره خبری وکړی – ولئ داسی یوځل یې صحت خراب شوه!، رنګ رنګ خبرې او ذهنیتونه مې فکر او خیال کې ګرځیدل – زما په خیال او فکر کې خو بیخي دا خبره هم نه ګرځیده په ذهن مې د دردونو او خیالونو سیلۍ راوالوته او د خندا فضا او چاپیریال یې زما په چوپتیا بدل کړ ملګرو سره پریکړه وکړه چې ځو نو بیا ګډ ځو یواځې تګ پدې ناوخته کې بیخی درست نه دی ټول سره روان شوه او څه ملګري وروسته شوه سره په تلیفونو بوخت شوه او څه زما سره روان وه. څو پوره شیبې د بس تم ځای ته ورسیدو او حرکت مو وکړ ولی پوره وخت مو د شهید عبدالحق څلور لاره کې تیر شوه – رښتیا هم د غم شیبی اوږدی او اوږدی وي بیا ددې په پرتله د خوښۍ ډیری لنډی او ژر تیریدونکی وي په هر صورت د کلي په لور تګ مو پيل د لارو اوږدو کې بیا د شیطان وسواس وه رنګ رنګ فکرونه راتله ملګرو ویل چې هیڅ خبره نشته ټول مونږ یو کنه که څه خبره وي نو حل به یې کړو کنه ته ولی اندښنه کوی – د شپی ناوخت ورسیدلو –
پوه د حالتو د تصویر څخه شوم
سم د تقدیر ددې دستور څخه شوم
ناګاه په خیال کې مې هرڅه ګډوډ شوه
بابره ترخه او هم خواږه ګډوډ شوه
د کور مخی ته ډیر خپل خپلوان او ملګري مې راغونډ وه – هر چا راڅخه د غم پټولو کوښښ کوه خو زما په نصیب د غم ډکې شیبی وی او غم مې هر شیبه ځان ته راښکلم تر څو د کور په وره می پښه ولیګده او د ژړاګانو غږونه مې ترغوږونو او سترګو شوه او د کور په هال کې مې د ټولو خپلو په منځ کې د ژوند بې ساری ارزښت درد ……د کټ چاپیر ذهن ته انځور – نور مې هرڅه تصویر کړل او په ځان پوه نه شوم چې ته څوک او چیرته یې…. دا شپه هم تر سهاره تیره شوه په لمدو سبا شوه د کلې د هدیرې په لور روان شو – ورونه هم مسافر وه د ستونزو او انديښنو له کبله زه چپه خوله پاتی شوم …فکر مې کړه چې زه دلته یم هغوی ولی د ستړی لاری او غرونو پناه خبر کړم – څه پوهیدم چې د خدای خدمتګاره بندګان هم زیات دي د خاوری سپارښتنې مخکې یې ټول ورونه یې خبر کړي وه – د غم اظهار تاب نه درلودلو څرګنداوی په خاطر زنګ هم سره تبادله نه کړ…د بیا ستړی مازدیګر وه او د هدیری سپری خاوری ماته د سرو زرو په څیر ښکاریدی او ما د خپله هستۍ سره د تلپاتي ژوند په لور مخه ښه وکړه «روح یې ښاد او سفر یې بختور شهِ».
موری ستا یادونه زور ور دي
موری ستا وختونه سم سره زر دي
هر یو یاد د زرو پندو بند دی
د مجنون ګودر د زړه مرحم دی
زما خوږې موری منم ستا ډیر ارمانونه وه – ستا هم ځانګړې نړۍ وه ته هم د ټولو میندو غوندې د اولادونو خوښۍ سترګې په لار وی تا هم ددې هېواد تل پاتی سولې دپاره لاسونه څښتن تعالی ته لپه کړي وه – زه یواځی دا وایم چې ته او ټولو میندو ته دې الله تعالی جنت الفردوس نصیب کړي اولادونو مو الله پاک په خپل آمن او کړیو دعاګانو په لمن کې وساته.
زما کور په تا جنت دی
زما دپاره فرښته یې
×××
ژوند له تانه عبارت دی
ته د ژوند د غره چینه یې
د نیمګړي آرمان یادونه!!!
په درنښت
الهام الله بابر «سمون ګودر»