د سولې د کمیسیون اوسنی وضعیت

د لراوبر اداره | دسمبر 3rd, 2015


لیکوال :فریدالله ځاځی د نړیوالو اړیکو پوهنځی محصل


که تیر وخت ته په نظر شو نو د څو لسیزو راهیسې افغانستان په خپل منځي جنګ او جګړو کې سوځي او د ډيرو سړو تودو ګاللو له امله پخیږي. د مجاهدینو له لورې د کمونستانو حکومت له نسکورولو وروسته ځینې کسانو پرته له دې چې د جهاد سپیڅلتیا او قربانیو ته نظر وکړي، د قدرت او چوکیو نیولو سره په کشمکش اخته شول چې په پایله کې یې د جګړې اور نور هم ګرم او بدبختیو لړۍ نوره هم وغځیده. هغه مهال چې د خپلمنځي جګړو د ختمولو او د ټولمنلي حکومت جوړولو لپاره د کمیسون جوړولو کومه هڅه وشوه او چې د کمیسون اصلي لاسته راوړنې او تاریخ څنګه و، په هغه نه غږیږم. راځم د اوسني کمیسون وضعیت ته، افغان دولت ته په کار دي چې د اوسني کمیسیون جوړښت په داسې شکل برابر کړي چې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې ځای ولري او ددې لامل نشي چې تیر وضعیت ته مو ستون کړي. د سولې کمیسون باید په داسې شکل جوړ شي چې ټولو خواو ته د منلو او احترام وړ وي. د اصل له مخې باید د سولې کمیسون د دریم ګړیو کسانو په لاس کې ورکړل شي تر څو د هر ډول سیاسي، قومي او سمتي فشارونو څخه لیرې او مستقل کار تر سره کړي.
اوسمهال د کمیسون داخلي جوړښت یو نا متوازن شکل غوره کړی دی، د کمیسون له لورې هغه اخبرې کیدل کیږي چې ډیری یې د حکومت له ادرسه راوځي. بله مهمه مسله د کمیسیون د کړنو په اړه د حکومتي چارواکو د نظر د اختلاف ده ــ په حکومت کې دننه یو شمیر کسان په دې نظر دي چې د کمیسیون ډيری غړي د ګاونډیو هیوادونو د څارګرو سره لاس لري او باید له منځه یوړل شي، دوی دا هم وایې چې د سولې د کمیسون هڅې ټولې بیځایه دي ځکه چې طالبان د سولې اراده نه لري.
بل لوری بیا په دې نظر دی چې باید د طالبانو په ځای د حکومت سره خبرې وشي. که د کمیسون مالي وضعیت ته وګورو نو دومره بد نه دی مګر پرته له دې چې د میاشتې په پای کې د یوې غونډې له د مطبوعاتو په مرسته خلکو ته خپل موجودیت څرګند کړي، نور هیڅ ګټه نلري. د سولې کمیسون په حقیقت کې د پایداره سولې لپاره رامنځته شوی دی مګر په داسې حال کې په موجودیت یې سل سوالونه راپورته کدیای شي، نو موثریت به یې خامخا تر سوال لاندې راځي.
همداراز د دولت له لورې هم په کمیسون باندې پوره اعتبار نشته په حکومت کې دننه د نظر نه یواوالی هغه لوی لامل دی چې د کمیسون موثریت او قانونیت یې د سوال لاندې راوستی دی. په ځانګړي ډول هغه کړۍ چې په حکومت کې یې تشکیل شوی خو تر اوسه د سمت او ژبې په بنیا باندې سیاست کوي، د سولې په راوستلو کې هیڅ کوم ګټور پورته کول نه غواړي.
کوم کسان چې په رښتیا سره غواړي چې سوله راشي، دومره صلاحیت نلري چې د خپل دریځ له لارې د سولې راوسلتو لپاره هڅې وکړي ځکه دا ډول کسان د ګوتو په شمار دي او تل د یو شمیر خلکو له لورې په مختلفو نومونو یادیږي.
د سولي کمیسون تر اوسه پورې داسې کوم کار نه دی کړی چې سړی پرې خوښ شي ـ- تر اوسه یې نه کوم طالب له بنده راخلاص کړ او نه یې د طالبانو د مشکلاتو او ستونزو د اوریدلو جرات وکړ او نه یې ځینې طالب مشرانو ته قناعت ورکړ. ځینې کسان په محدود انداز کې واقعا غواړي چې سوله راشي دا ډول خلک نه د سمت او نه د قوم پورې تړلې دي دوی په دې اند دي چې جګړه د حلا لار نه ده او باید ستونزه د خبرو له لارې حل شي مګر دې ډول خلکو ته هم خلک د شک په سترګه ګوري.
که افغان حکومت او بعضې سیاسي ګوندونه تر نن ورځې پورې قانون تر پښو لاندې کوي او بیا نورو ته ګوته نیسي نو دا هم نا انصافي ده. د طالبانو او دولت چارواکي دواړه د یو افغانستان اتباع دي او نور باید ددې دردیدلي ولس د غم او ویر سلسله رانډه کړې او یاید د یوالي او وحدت په اړه سوچ وکړي.
الله په قران کې فرمایي: انما المومنون اخوه او همداراز رسول الله هم فرمایلي دي چې المسلم احو المسلم لا یظلمه ولا یسلمه. مسلمانان سره ورونه دي او او په حدیث راغلي چې مسلمانان د یو بدن غړي دي کله چې په یو درد راشي نو بل یې باید هم محسوس کړي.
د یو موټي افغانستان په هیله

Copyright Larawbar 2007-2024