کور / ترخې خبري / متفکر د کډوالو په زخمونو مالګې اچوي

متفکر د کډوالو په زخمونو مالګې اچوي

د ګډ حکومت مشر؛ غني اروپا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې یوې بهرنۍ رسنۍ سره؛ اروپا ته د افغان کډوالو د تلونکې څپې اړوند مرکه کړې ده. په یاده مرکه که غني یو ځل بيا په اروپا کې د افغان کډوالو په زخمونو د مرهم پټۍ پر ځای مالګې دوړولي دي. غني په دې مرکه کې ويلي : دا چې افغانان په خپل «هیواد کې وساتل شي، دريو شیانو ته اړتیا ده: لومړی دا چې هغوی کار ته اړتیا لري. دوهمه دا چې هغوی مسلکي زده کړو ته اړتیا لري، څو دندې ولري او دریم هغوی استوگنځایونو ته اړتیا لري.» د ولسمشر غني په خبره آلمان په دغو ټولو برخو کې مرسته کولای شي او زياتوي چې «د آلمان مرستې ۳۰ میلیونه خلکو ته متوجې دي، نه ۳۰ زرو ته.»
په دغه مرکه کې د اشرف غني له خبرو داسې ښکاري چې غني په المان کې د افغان کډوالو سره د ځايي چارواکو د سمې رويي د غوښتلو او هلته د هغوی د ځای پر ځای کولو پر ځای له الماني حکومته غواړي چې له افغان حکومت سره مرسته وکړي څو دلته ځوانان په کار شي او له هيواده ونه وځي. که څه هم له الماني حکومته د غني د مرستې غوښتنه او دلته په هيواد کې د ځوانانو د اشتغال خبره سمه ده خو داسې هم بايد ونه شي چې اروپا ته د تللو کډوالو په سرنوشت لوبې وشي. په کار نه ده د هغه کډوالو چې دلته يي خپل مال، حال، جايداد او کورونه پلورلي او دلته په خپل راتلونکې بې باوره شوي؛ بيرته له اروپا څخه راوشړل شي. په دغه مرکه کې ولسمشر غني د ژورناليست د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې دلته (اروپا کې) افغانان څه کوي چې پاتې کيږي او د خلکو ظرفونه وينځي. خو ژورناليست بيا ورته غبرګه کوي چې تاسې خو هم ډیر وخت په اروپا کې پاتې شوي ياست، د کابينې ډيری وزيران دې هم دلته اوسي او آن کورنۍ يي هم همدلته دي. دلته بيا غني په ژورناليست غصه کيږي.
له دې مرکې وړاندې هم اشرف غني د اروپايي هيوادونو له حکومتونو سره ويلي و چې افغان دولت دلته په خپل هيواد کې له اروپا راشړل کيدونکي کډوال قبلوي.
اروپا ته تللي او تلونکي افغان کډوال ډیری يي هغه خلک دي چې دلته په هيواد کې په خپل راتلونکي بې باوره شوي دي، افغان حکومت يي د سر د خونديتوب او سولې لپاره اړين کار نه دی کړی، دوی چې دلته يي خپل ژوند په خطر کې وليد نو اړ شول چې له هيواده پښې سپکې کړي چې لوی علت يي هم دلته د غني او عبدالله د ګډ حکومت ناکاره او ضعیفه حکومتولي ده چې په تيره یوه کلنه دوره کې نه یوازې دا چې ددوی د سر د خونديتوب فضا يي رامنځته نه کړه بلکه امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د ترينګلتيا طرف ته درومي.

اصلاً په اروپا کې د افغان کډوالو اړوند د ولسمشر وروستۍ څرګندونې غير منطقي او هلته د تللو افغان کډوالو په حق کې جفا ده. ولسمشر څنګه دلته د افغان کډوالو د بيرته راتګ لپاره د زمينه سازۍ خبره کوی؟ ولسمشر د هيواد امنيتي، اقتصادي او سياسي حالات نه ويني چې له خلکو سرونه پرې کيږي، خلک په بمونو الوزول کيږي، کوچنيان مو په منځ دوه پړکې څيري کيږي، په اداراتو کې اداري فساد اوج ته رسيدلی، د حکومت شريکان لګيا دي ټول خپل او خپلوان په پوسټونو ګماري آن تر دې چې د حکومت اجرايه رييس خپل اوخی په یوه وخت کې درې ځایه په دندو ګمارلی، د ګډ حکومت په تيره یو کلنه دوره کې د حکومت په داخل کې د حکومت د پنځمې ستنې شتون ښکاره شو، د هيواد ځيني ولايتونه او يا يي ځينې برخې د امنيتي ګواښ تر سرې کرښې لاندې دي آن د کندز د ښار په شمول د نورو ولايتونو ځينو ولسواليو هم سقوط وکړ، په وروستيو کې د جنګ سالارانو، ټوپکمارانو، قاتلينو، مافياوو او پخوانيو جهادي قوماندانانو ته وسله ورکړل شوه، د ګډ حکومت په يوه کلنه دوره کې هيواد له بوديجوي کسر سره مخامخ شو او له هيواده پانګونې فرار وکړ، د ځانمرګو بريدونو، بمي چاودونو، اختطاف او د صحرايي محکمو په ګراف کې لوړوالی راغی، د نورو کلونو په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو په مرګژوبله کې ډيروالی راغی، د بيکارۍ له وجې د وسله والو له ليکو سره ځيني ځوانانو يوځای شول او که شمار وشي په لسګونو نورې؛ بيلګې داسې هم شته چې د ا فغان حکومت په ناکاره او ضعيفې حکومتولۍ دلالت کوي.
دغه افغان کډوال چې د ګډ حکومت له ناکاره حکومتدارۍ څخه په تنګ راغلي او په خپلې راتلونکې بې باوره شوي دي؛ له افغان حکومته د دوی په حق کې انصاف او عدالت غواړي. دغه کډوال چې دلته يي د خپل سر، مال او عزت د خوندي ساتنې لپاره د اروپا خطرناکه سفر ته غاړه ورکړې او دلته يي د اروپا د سفر د خرڅ په خاطر خپل مال، حال، ځمکې، جايدادونه ا و کورنه پلورلي؛ له افغان حکومته غواړي چې د مهربانۍ له مخې دې د هيواد امنيتي او ا قتصادي حالت له سترګو تير کړي او بيا دې د دوی اړوند له نورو اروپايي هيوادونو سره معاملې کوي. دوی دلته امنيت، سوله، ټيکاو، کار، زده کړې او د هيواد پرمختګ غواړي؛ نه دا چې د هيواد حالت دې ورځ تر بلې د بحران خوا ته روان وي او دوی دې هم بیرته خپل هيواد ته راوګرځي هغه هم د متفکر صاحب په غوښتنه.

لیکنه : خوشحال آصفي