کور / کره کتنه / اسلامي حدود او زموږ نیمګړې پوهه

اسلامي حدود او زموږ نیمګړې پوهه

په اسلام کې د لویو ګناهونو له پاره حدود ټاکل شوي؛ تر څو ټولنه له فاسدو او چټلو کسانو پاکه شي او حق حقدار ته ورسي په نتیجه کې اسلامي حکومت جوړ څو خلک آرام او هوسا ژوند وکړي.
مثلاً د دين د ساتنې له پاره د ارتداد حد، د نفس د ساتنې له پاره قصاص، د عقل د ساتنې د پاره د شرابو څښلو حد، د نسل ساتنې د پاره د زنا حد او د مال د ساتنې د پاره د غلا او قطاع الطريقي حدود ټاکل شوي دي .
په دې پنځو حدودو کې هر عمل ته بیلابیل شرایط، ارکان او د حد اندازه ټاکل شوې ده او حد الهي حق دی یعنی نه د مسلمانانو امیر، نه قاضي او نه کوم بل مشر په دې حد کې کموالی یا ډیروالی راوستلی شي.
الله پاک د النور سورې په دوهم آیت کې د زنا د جرم په اړه داسې فرمایې:
الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ (2)
ژباړه: زنا کاره ښځه او زنا کار سړی هر يو سل دُرې ووهئ د الله د دين په هکله دې په تاسې کې پر دوی د زړه سوي احساس نه پاريږي ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ او هغو ته د سزا ورکولو په وخت کې دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي.
لکه څرنګه چې جوته ده د حد جاري کول د اسلامي حکومت دنده ده په اوسنۍ وخت کې کومې ستونزې چې د مسلمانانو په منځ کې پیدا شوي یو عمده علت یې د الله پاک د فرمان یا حد نه عملي کول دي او له هغه څخه ناخبري ده او ډيری اسلامي هېوادونه د شرعي حدودو په ځای د کفر په اشاره جوړ شوي قوانین تطبیقوي. د یوه اسلامي هېواد له پاره بهترین اساسي قانون قران کریم یا الهي کلام دی.
د همدې کفري قوانینو تطبیق د مسلمانانو په منځ کې ډېرې ستونزي پیدا کړي، په اوسني وخت کې د نوي نسل افکار دومره له اسلامي معلومات لیري شوي که د دوی په وړاندې د حد په اړه خبر وشي؛ نو د دوی په وینا مو د بشر حقونه تر پښو لاندې کړي او برعکس ځیني مسلمانان دومره افراطي دي چې حد جاری کولو له پاره هیڅ شرایط نه مني یعني دا چې که یو کس غلا وکړه که ماشوم وي او که لوی باید حد پرې جاري شي.
تیره ورځ مو په یوه مجلس کې د غلا او زنا د حد په اړه بحث شو، هر چا خپل دلایل لرل، ځینو په دې آیت سره د غلا حد روا بللو
وَ السَّارِقُ وَ السَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُما جَزاءً بِما کَسَبا نَکالاً مِنَ اللَّهِ وَ اللَّهُ عَزيزٌ حَکيمٌ ( آیه 38 سوره مائد)
دې کس د غلا نور شرایط نه منل مطلب یې دا و چې حد باید جاری شي که شرایط یې پوره وي او کنه بس هر چا چې غلا وکړه باید لاس یې پرې شي.
زموږ د اوسني نسل داسې ویناوې د دې ښکارندوی دي چې اسلام یوازی موږ ته میراثي رارسيدلی د اسلام په اړه مو هیڅ مطالعه نده کړې څه مو چې پلار او مور او نیکه راته ویلي بس همغسې کوو دلیل وایو خو د اثبات له پاره مو یې نه آیت زده دی، نه حدیث او نه یې په شرایطو پوهیږو.
د ډېرو مسلمانان یوه ستونزه دا ده چې که په کومه خبره نه پوهیږي نو (نه پوهیږم) ورته شرم ښکاري او لګیا وي فتوا ورکوي.
داسې کسان فکر کوي چې موږ د اسلام خدمت کوو؛ خو په اصل کې همدوي د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي؛ ځکه چې په یوه څه نه پوهیږي او لګیا دي فتواوې ورکوي او ماشومان یې ترې زده کوي، او په همدې ډول دا دین په میراثي توګه نویو ماشومانو ته رسول کیږي.
زما مطلب دا دی چې هر کس او ناکس باید فتوا ورنکړي او د هر چا په جېب کې باید فتوا او د کفر ټاپه نه وي پرته.
فتوا باید هغه څوک ورکړي چې قانون ورته اجازه ورکړي وي او د اسلامي حدودو په هکله بشپړ معلومات ولري.