کور / تازه خبرونه / د خبريال ادارې افغان سندرغاړي هارون پاچا ته ستاينليک ورکړ

د خبريال ادارې افغان سندرغاړي هارون پاچا ته ستاينليک ورکړ

په برتانيا کي خبريال مطبوعاتي ادارې نوميالي افغان سندرغاړي هارون پاچا ته ستاينليک ورکړ او د پښتو موسيقۍ په برخه کي يې د نوموړي د خدمت او دده د شخصيت ستاينه وکړه.
په هغه ناسته کي چي له دې امله د دسمبر پر اوومه نېټه په لندن کي جوړه سوې وه يو شمير هنرمندانو او فرهنګيانو هم برخه اخستې وه.

د خبريال مطبوعاتي ادارې مشر ميرويس افغان په دې اړه لراوبر ته وويل “افغانستان او افغانانو که د تيرو جګړايزو لسيزو په جريان کي ډير څه له لاسه ورکړه خو له نېکه مرغه پښتو شعر او موسيقي نه يوازي ژوندۍ پاته سوه بلکي پام وړ پرمختګ يې وکړ. پښتو او پښتانه اوس په ځوانو شاعرانو او هنرمندانو کي لسګونه داسي شاعران او هنرمند شخصيتونه لري لکه هارون پاچا چي هم شعوري افغان دی هم د شعر او موسيقۍ له لاري زړونو ته لاره مومي او پيوندوي يې.”

د يادوني وړ ده چي هارون پاچا په چک جمهوريت کي ژوند کوي او د مشال راډيو سره په دنده بوخت دی.

نوموړي په دې وروستيو کلونو کي د لراوبر افغان وطن څخه ليري په لويديځ کي هم د پام وړ مينه وال لري.