کور / تازه خبرونه / د کندهار په هوايي ډګر کې لاهم افغان ځواکونه د وسله والو برید کونکو له هغې ډلي سره په نښته بوخت دي

د کندهار په هوايي ډګر کې لاهم افغان ځواکونه د وسله والو برید کونکو له هغې ډلي سره په نښته بوخت دي

د کندهار په هوايي ډګر کې لاهم افغان ځواکونه د وسله والو برید کونکو له هغې ډلي سره په نښته بوخت دي چي د دوو کورنیو غړي يې يرغمل کړي . د ۲۰۵ اتل قوال اوردو قومندان تورنجنرال داود شاه وفادار لراوبرته وويل چي تر اوسه پوري پدې برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي چي ۲ يې میرمني دي . ده زیاته کړه چي د برید کونکو شمېر ۱۴ تنه دی چي ۹ تنه يې وژل شوي او پاته نورو يې په هوايي بلاکونو کې د دریم بلاک ۲ کورنو ته ننوتلي او هلته يې د میرمنو او ماشومانو په شمول د یادو کورنیو غړي یرغمل کړي . وفا دار وویل چي برید کونکي دميدان هغي سيمي ته تللي دي چي هلته د ملكي خلكو دوكانونه دي ، دوكانداران يي اول له یوه مخه وژلي یا هم ټپي کړي او بيا يي دوكانونو ته اور اچولى دى . د پېښي ټول قربانیان د هوايي ډګر په نظامي روغتون کې تر درملنې لاندي دي . ده زیاته کړه تیره شپه ۶ بجې هغه وخت چي له دفتر څخه د کور پر لوري د تګ په حال کې وو وسله والو برید کونکو پر ده باندي له ډزو سره سم بریدونه شروع کړه چي په ترځ کې يې په پيل کې د ده یو ساتونکی وژل شوی او بل تن يې ټپي دی . د۲۰۵ اتل قوال اوردو قومندان وويل چي برید کونکي چي ځيني يې په خپلو کې په پاکستانی اوردو ژبه خبري کوي له ځان سره ماسکونه هم لري چي د اوږکي بهونکي ګاز د استعمال پر وخت له هغو څخه کار اخلي . نوموړي وويل چي افغان ځواکونه اوس په ډېر احتیاط سره هڅه کوي چي یرغمل شوي کورنۍ د برید کونکو له منګولو څخه صحیح سلامت را خوشي کړي . د کندهار هوايي ډګر د کندهار ښار په ۲۰ کیلو میترۍ کې د جنوب ختیځ خواته د کندهار – سپين بولدک پر لویه لار پروت دی چي د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ، د پوليسو د ۴۰۴ میوند زون قومنداني ، د سرحدي پوليسو د ۳ جنوبي زون قومنداني ، هوايي ډګر ، د جنوب لپاره دایساف ځواکونو د قاطع ماموریت قومنداني ، د افغان ځواکونه ځیني نور مرکزونه او د دولتي منصبدارانو د کورنیو د اوسیدو ښار ګوټي هم شامل دی . وسله والو طالبانو د دې برید مسئولیت منلی او رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې يې ادعا کړې چي ګڼو افغان او نړیوالو ځواکونوته يې پکښې مرګ ژوبله اړولې .

 

صدیق الله پوپل کندهار