کور / تازه خبرونه / د ډاکټر محمد اکبر وردګ ستاينغونډه جوړه سوه

د ډاکټر محمد اکبر وردګ ستاينغونډه جوړه سوه

Dr_Mohammad_Akbar_Wardag

د فرانسې و پلازمېني پاريس ته نژدې د پښتو د لوی خدمتګار ښاغلي ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ په وياړ یوه ستاينغونډه جوړه سوه. د فرانسې افغانانو په دغه غونډه کي له دغه لوی علمي شخصيت څخه مننه وکړه چي د پښتو ژبي له پاره يې د نورو خدمتونو تر څنګ خپل دريم او په پښتو ژبه کي يو بې ساری قاموس بشپړ کړ. د پښتو فرانسوي دغه قاموس چي تر ۴۲۰۰۰ څخه زيات پښتو لغتونه پکښي په فرانسوي ژباړل سوي دي، څو مياشتي تر مخه له چاپه راووت.

په دغه غونډه کي ګډون کوونکو افغانانو او د پښتو ژبي مينه والو و ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ ته يوه لونګي ور پر سر کړه. په دغه غونډه کي ويناوالو د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ پر چاپ سوو آثارو او په زیاته پر وروستي چاپ سوي قاموس رڼا واچوله. د هغوی په وينا دغه قاموس به د راتلونکو قاموس ليکونکو له پاره يوه بهترينه بېلګه او بنسټ وي.

د ښاغلي ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ په وياړ جوړه سوې غونډه کي ښاغلي محسن خان نوابزوی هم ګډون کړی ؤ. نوموړي د ډاکټر صاحب محمد اکبر د دغې وياړغونډي له پاره يوه ليکنه کړې وه چي لر او بر يې کټ مټ خپروي.

د ښاغلي محسن خان نوابزوی ليکنه:

ژبه چې له یوه پلوه د افهام و تفهیم یوه وسیله ګڼل کېږي نو له بل پلوه ژبه د یو قام د کلتوری ارزښتونو او اقدارو یو مهم عنصر او هډانه ده چې په تمامه معنی د یو قام د پیژنګلوی استازیتوب کوي. هر یو ژوندی قام د یوې ځانګړې ژبې څښتن وي. پښتون قام هم لکه د نورو ژوندیو قامونو په شان یو ژوندی قام دی.

خو باید پښتانه د دې حقیقت منلو ته غاړه کیږدي چې پښتو ژبې ته د غناء او بډاینې په لور اوږده مزلونه لیا پاتې دي، ځکه که داسې نه وای نو ولې به د شلمې پېړۍ په پای کې لا زمونږ خواخوږو مشرانو له پښتو بې سره د خوارکۍ لقب زیاتولای چې په دې لقب کې پر عاطفي اړخ سربیره د محتاجۍ ضمنی معنی نغښتې ده. ګویا د پښتو ژبې د غنا او بډاینې لپاره د ډېر نور کار او زیار ته اړتیا شته.

د عدم تشدد باني او ستر مبارز ارواښاد حضرت باچا خان بابا وینا ده چې د هرې ژبې زده کول کمال ده خو د خپلې ژبې هیرول او یا له پامه غورځول بې کمالي ده. د هرې ژبې او په هغوې کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره د تحقیق ( څېړنې)، تخلیق (پنځونې) او ژباړې درې واړه برخې لازم و ملزوم دي او هره ژبه بیا د خپلو غوښتنو سره سم د اړتیا له مخې په دغو درې واړو برخو کې پر یوه او یا بله برخه زور اچوی.

د تحقیق او تخلیق هغه امکانات چې د نورو ژبو ویونکو ته میسر دی له بده مرغه پښتانه یې نه لري. له بل لوري د تېرو دریو لسیزو جګړو له امله زموږ دوه درې سربسته نسلونه له منظمو زده کړو بې برخې پاتې شول او تر څنګ یې د پوهې او فرهنګ مرکزونه له تاداوه ونړول شوه. خو هغه د چا خبره خونه که مې وسوه دیوالونه یې لیا پاخه شوه.

د ملی مبارز ارواښاد افضل خان لالا په وینا پښتون قام په نړۍ کې داسې یو قام پاتې شوی چې د خپل وخت سره سم تل په واک او ځواک کې پاتې شوی خو له بده مرغه خپله ژبه او کلتور یې په واک کې نه دي ساتلي او یا یې هم له پامه غورځولي. خو اوس حالات بدل دي او پښتانه د نړۍ له ژوندېو ژبو او ادبیاتو سره سره تر ډېره برېده بلد شوي دي چې د همدې استدلال په اساس مونږ ته په پښتو ژبه باندې د نورو ژوندېو ژبو د علمي اثارو ژباړلو لپاره کار او زیار ته اړتیا ده.

د هر یو قام د سیاسي ، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي چټک پرمختګ لپاره لازمه ده چې خپلو نسلونو ته په خپله مورنۍ ژبه د زدکړو زمینه مساعده کړي لکه څرنګه چې جاپانیان د نولسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې له تقرېبآ درې سوه کلنۍ انزوا څخه راووتل او د نړۍ له پرمختللي او د جاپان له وروسته پاتې ساینس او تخنیک څخه خبر شول، نو په دې فکر کې شول چې د غرب پسې د رسېدلو او له دوی سره د سیالۍ کولو یوه لیاره دا ده چې د غرب ټول علوم ژر تر ژره جاپاني ژبې ته وژباړل شي. په همدې ډول یې وکولای شول چې ډېر ژر خپل هېواد د نړۍ له پرمختللو هېوادو سره په یوه صف کې ودروي.

پښتو ژبی ته په زاړه عصر کې ډېرو سترو پوهانو لکه ارواښاد خوشحال خان بابا ، رحمان بابا ، پیر روښان ، احمد شاه بابا ، سید جمال الدېن افغان ، حمید بابا او نورو پوهانو ډېر ستر خدمتونه کړي. په همدې ترتیب په نوي عصر کې هر يو ارواښاد غني خان بابا ، حمزه بابا ، قلندر مومند، عبدالصمد خان اچکزي ، اجمل خټک ، عبدالروف بېنوا او ډاکترکبیر جان ستوري او داسې بې شمېره نورو پوهانو چې د ټولو یادونه یې زما په دې مقاله کې ګران دي په خپل وار سره بې شمېره خدمتونه کړي چې پښتو ژبې ته یې دغه خدمتونه زمونږ لپاره نهایتا د ستایلو وړ دي او زمونږ د ژبې د ژوندۍ ساتلو تضمین کوي.

په همدې ډول په فرانسه کې په لومړي ځل د ښاغلي دروند مشر ویاړلي شخصیت ډاکتر اکبر وردګ صاحب دغه خدمت چې په فرانسوي پښتو او پښتو فرانسوي یې ډېر د پام وړ سیندونه یا په اصطلاح ډکشنریانې په خورا ډېر زیار سره ترتیب او چاپ کړې چې مونږ ته د ډاکتر صاحب دغه خدمت د زړه له تله د ستایلو وړده او مونږ یې د هغو خدمتونو ادامه بولو چې زمونږ د ژبې د غناء او بډاینې له بهېر سره مرسته او د ژوندۍ ساتلو تضمین کوي. په همدې خاطر مونږ وپتېله چې د ډاکتر صاحب د ستاینې په ویاړ د هغه په حضور یوه ستاینغونډه ونیسو خو د نا مساعد وخت د تقاضا په اساس مونږ ونشوای کړای چې دغې ستاینغونډې ته په ستره پیمانه تشکل ورکړو چې له ډاکتر صاحب نه په دې برخه کې بښنه غواړو او ډاکتر صاحب ته له هسک څښتن نه د اوږد عمر او خوشحاله ژوند غوښتونکي یو. په عمر او قلم یې برکت شه. آمين ثم آمين

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ د پښتو فرانسوي قاموس په تړاو معلومات پر لاندني انځور په کليک کولو سره ترلاسه کولای سئ:

Dr_Mohammad_Akbar_Wardag_with_dictionary