کور / هراړخیز / لوږه اوبیکاری دجنګ دتداوم اوزیاتیدو یو ستر عامل دی

لوږه اوبیکاری دجنګ دتداوم اوزیاتیدو یو ستر عامل دی

له هغی ورځی چی په هیواد کښی باثباته حکومت له منځه تللی بیا تر نن پوری سیاسی واکداران په دی نه دی بریالی شوی او یایی هم په لوی لاس نه دی غوښتی تر څو په هیواد کښی دلوږی او بیکارۍ د له منڅه وړلو لپاره کوټلی پروګرامونه طرح او تطبیق کړی . سخي جان سالارزی sakhi jan salarzai

بیکاری اولوږه په هیواد کښی په تیرو څه کم څلویښتوکلونو کښی خپل اوج ته رسیدلی اوزمونږ ډیری هیوادوال دژوند دبقا لپاره یاپردیو هیوادو ته دسفر څپلۍ په پښو کړی چی ځینی یی په لاره کښی یا دسمندر دکبانو خوراک شوی  او یا په دښتو اوبیابا نو کښی وحشی ځناورو خوړلی دی 

. په هیواد کښی دننه هم ډیری  بی وزلی خلک یا ملی مسلحو قواوو ته  دیوی مړۍ ډوډۍ  دپیداکولو لپاره  پناه وړی او یا هم ددولت دمخالفینو سره یوځای شوی او لاهم یوځای کیږی چی په دواړو حالاتوکښی دمرګ سره مخامخ دی. همدارنګه یو تعداد ممکن نورو ناروا او غیر قانونی لاروته مخه کړی.خو دوی مجبور دی ځکه دژوند د بفا اومعیشت دتأمین لپاره بله چاره او سیله نلری . ددولت د نه پاملرنی له امله د خلکو باور په دولت کم شوی او په هیواد کښی ییدملت او دولت تر منځ ډیر زیات واټن رامنځته کړی اولګیا دی رامنځته کوی یی . که حالت په دی شکل دوام ومومی نو لری نه ده چی خلک به ددولت پرضد لارو کوڅو ته راوځی مظاهری او لاریونونه به پیل کړی او حتی ملکی نافرمانۍ او تاوتریخوالی ته به لمن ووهی او زمونږ بیوزله اوغریب اولس به ددولت سره لاس په ګریوان شی.

نو دولت ته پکار ده چی په دی هکله بی تفاوته پاتی نه شی او خلکو ته دکار او روزګار دایجادولو اوبرابولو په خاطر لازم تدابیر ونیسی . ددولت لپاره داکوم سخت کار نه دی دولت کولای شی چی په سمدستی او لنډه موده کښی لاندی تدابیر عملی کړی :

1. په افغانستان کښی تر ټولو غریب او بی وزلی هغه کسان دی چی دکابل ښار اونورو ولایتونوپه مرکزونو کښی دکار د تر لاسه کولو لپاره هر سهار په مختلفو چوکونو کښی راټولیږی . دولت کولای شی په ډیره لنډه موده کښی دنوموړو خلکو نوم لیکنه او کره شمیره یی ځانته معلومه کړی

2. کله چی نوم  لیکنه تر سره شوه نو بیا دی دهر ښار ظرفیت اوضرورت ته  په کتو سره  دښاروالۍ هری ناحیی ته معرفی کړی او د ښارونو په پاکولو اوځینی ساده ساختمانی کارونو کښی دی دنوموړو بی وزلو خلکو څخه کار واخلی. که شمیره یی وی نو محال ویش دی ورته جوړ کړی تر څو هر یو بی وزلی وزکار کس ته په یو کال کښی حد اقل ۱۰۰ کاری ورځی کار داوسط میعیاری اوجوری په بدل کښی ددولت لخوا تضمین شی.چی په دی کار سره به دبیوزلو په دسترخوان کښی حقیقی ښه والی راشی او خلکو ته به ددی هیله پیداشی چی د جمهوررییس هغه وعدی چی د ټاکنیز کمپاین په وخت کښی یی کړی وی دتطبیق په حال کښی دیږ

3. لنډ محاله کاری فرصتونه په نورو سکتوری وزاوتونو لکه د کلیو دپراختیا  کرهڼی او اوبو لګولو او ځینو نورو کښی هم  موجود دی خو که پدی  هکله د زړه سوی څخه کار واخستل شی.

د اوږدی مودی لپاره د کاری فرصتونو دایجاد په هکله راتلونکی مقاله وګورۍ.

 

سخی جان سالارزی دننګرهار پوهنتون داقتصاد پوهنځی پخوانی استاد