کور / تازه خبرونه / اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غني خان د شاعرۍ، د انګلېسي ژباړي مخکتنه وکړه

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غني خان د شاعرۍ، د انګلېسي ژباړي مخکتنه وکړه

په هغو مراسمو کي چي نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کي د غني خان د نظمونو د انګلېسي ژباړي، د مخکتني په موخه ترتیب سوي ول، د غني خان پر شعر، شخصیت او ژباړل سوې مجموعه خبري وسوې.

د غني خان غني ( ۱۹۱۴-۱۹۹۶) یو سل او یو څلوېښت نظمونه چي د ښاغلي امتیاز احمد صاحبزاده لخوا په انګلېسي ژباړل سوي، د اغا خان بنسټ لخوا د څلور سوه پنځوس مخیزي مجموعې په توګه چاپ سوېده.Abdul bari jahani جهاني

د غونډي د پرانستونکي وینا په اوږدو کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني، غني خان د پښتو ژبي او ادبیاتو یو بې جوړې شاعر وباله، په انګلېسي ژبه د نوموړي د نظمونو ژباړه یې د دواړو ژبو او غني خان د هنر په برخه کي مهم ګام یاد کړ.

په غونډه کي شاعر او لیکوال ښاغلي اکاډمیسن سلېمان لایق، په فرهنګي چارو کي  د اولسمشر سلاکار ښاغلي اسدالله غضنفر، د سرحدونو او قبایلو وزیر ښاغلي محمد ګلاب منګل، د یاد وزارت معین ښاغلي عبدالغفور لېوال، ښاغلي استاد نجیب منلي او ښاغلي استاد حبیب الله رفیع، د غني خان پر شعر، شخصیت او چاپ سوې مجموعه خبري وکړې.Jahani

ویناوالو د بېلابېلو اړخونو څخه د ارواښاد غني خان د شاعرۍ پر ځانګړتیاوو تمرکز وکړ، هنري پانګه د بشریت بې پولي اړیکه او نړۍ ته د غني خان د هنر رسېدل مهمه اړتیا وګڼل سوه. همداراز ټینګار وسو چي د غني خان د پاته اشعارو او د پښتو ژبي د ډېرو نور هنري پنځونو په حق کي دي ورته هڅي وسي.

د غني خان لمسي ښاغلي مشعل خان چي دغي غوڼدي ته له پښتونخوا څخه تشریف راوړی وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او دا غونډه یې د خپل نېکه د لمنځلو ترڅنګ، د ښاغلي امتیاز صاحبزاده لپاره ویاړ وګاڼه.

د اسلام اباد څخه راغلي، د غني خان د نظمونو ددغي مجموعې « د ښکلا سفر »  ژباړن ښاغلي صاحبزاده، په کابل کي د خپل کار د سایني او لمانځغونډي له کبله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ځانګړې توګه د وزیر ښاغلي جهاني څخه مننه وکړه.