کور / هراړخیز / موږ محوه کېږو

موږ محوه کېږو

موږ محوه کيږو! ( لومړی برخه ) د ډاکټر پالوال لیکنه
ډاکټر عبدالرازق پالوال
د پروسږ کال د پاى دوې ورځي او د سږ کال د سر دوې ورځي مي په کابل کښي وې، او هورې مي په هغي غونډي کښي ګډون کړئ ؤ، چي د مرحوم اجمل خټک د لومړني تلين په مناسبت، د اقوامو او قبايلو وزارت له خوا څخه په اينټرکانينټل هوټل کښي جوړه سوې وه، له کندهاره څخه درې کسان وربلل سوي ول چي يو حاجي حيات الله رفيقي او بل ښاغلى نجيب الله هوتکي ؤ.
د غونډي په وروسته کښي يې و ښاغلي رفيقي ته پنځه شېبې وخت ورکړ، او ښاغلي هوتکي ته ئې درې شېبې وخت ورکړ، دوى هسي وږغېدل او ښاغلئ هوتکي لا ګيلمن هم ؤ.
دوى خپلي تياري کړي مقالې نه ولوستلاى سواى- زيار او خواري عبث، تګ ؤ راتګ عبث، او هم نور ټول مصارف عبث، زء د خپل دې بې رنګ ؤ بويه يو شاني ژوندانه څخه د وتلو په نيامت د تفريح له پاره تللى وم، چي هغ ئې هم تر پوست راوڅڅوله، خيانتونه او ستمونه ډېر راسره سوي دي، خداى دي ئې له جنايته څخه نجات راکوي.
په هوټل کښي مي د کوټې انډيوال ښاغلى هوتکي ؤ، دء چي وار د واره د کټ پر نالي باندي مينجوټ ورته وواهه، نو ئې سمدلاسه د تلويژون "چلاند" ور واخيست، او تلويژون ئې په ولګاوء، په چلاند سره يې د تلويژون چينلونه (کانالونه، سټېشنونه) يو په بل پسې پرله واړول، د هر چېنل و پروګرام ته به يې اوز شېبې وکتل، او بيا به ئې هم د بل چېنل د پروګرام داسي لنډه ننداره وکړه، په دغه ډول سر ئې لږ يا ډېر څه لس چينلونه وکتل، تردغو وروسته ئې په نا اميدئ سره مخ را واړاوء، او دا ئې راته وويل:
"استاده، موږ محوه کېږو!"
"هو، خود، رشتيا هم; کله چي مو هم بازي زده نه وي،او زده کوو ئې هم نه; او په دې خپلي نيمګړتيا کښي مو لا تياري هم ورته نيولې نه وي، جلا هدان موږ يو; په خپلو منځو کښي موږ سره وژنو ; د قبايليت په تفرقه اخته يو ; بل ئې لا هر يو جاهلانه پر خپل سر باندي ډنګوو; او نور څوک (مشران او کشران) هم سر نه په ګرځوي يا يې ګرځولاى نه سي ، بازي مو هم بايللې ده، هم ئې بايلو، او هم به مو بايللې وي، عامل ئې جهالت دئ.
نو بالنتيجه به دا زموږ خپل جهالت ، تفرقه، غلفت، او بې پروايي وي چي موږ به محوه کوي.
مانا دا موږ يو چي خپل ځانونه به په خپله محکوه کوو، ځکه چي بې کيف ؤ بې کفايته يو.
پر هوښ نه يو، بې هوښه يو; پر حال نه يو; بې حاله يو; تر خپل دبل چوپړ په اخلاص سره وهو، د بل په خوله ښه کوو، د خپل په خوله واښه کوو.
موږ د خپلو نيمګړتياوو فهم نه لرو، او چي فهم ئې نه وي، نو احساس ئې هم نه وي، نو په داسي حالت کښي بيا څوک څنګه په څه او په چا سر وګرځوي؟ که نه ګانه داسي سر پيدا سي چي په هر څه يې سر ګرځولئ وي، هغه به لنډ وروسته په پاګلخانه کښي ناست وي، او د خپل ځان په علاج پوري به حيران وي، لويان کوچنيان به پر خاندي لى- لى به پسي کوي او په ډبرو به ئې هم ولي، او هم به نور هرڅه په کوي، زء هوايي نه ږغېږم، دغه راز نندارې مي په خپلو دغو دوو روڼکيو ليدلي دي.
سمون هرڅه فهم او احساس غواړي، داسي کسان سته چي فهم ئې لري، خو احساس ئې نه لري، يا احساس ئې لري، خو فهم ئې نه لري، ډېر کسان به غواړي چي د وزلي خاوندان وي، خو نو دغه کار څنګه وکړي، که دوى په دې پوهېدلاى چي د ښوويځ په زدکړو سره د وزلي خاوندان کېداى سي، دوى به ولي ښوويځونه سوځول؟ ولي به يې په بمانو سره نړول؟ وزله غواړي، خو ښوويځ بيا نه غواړي، هغه چي د وزلي او حيثيت موندلو وسيله ده، هغه بيا نه غواړي، که ئې دوى فهم لرلاى، و لي به ئې ښوويځونه تړلاى؟ که دوى پوهېدلاى!
څوک چي هم د فهم خاوندوي، هم د احساس خاوند وي، هغه د شعور خاوند هم وي، هر کله چي څوک د شعور خاوند سوى وي، هغه د شخصيت خاوند سوئ هم وي. نو هر کله چي د ټولني ډېرنيان غړي د شخصيت خاوندان سوي وي، نو په دوى سره ئې ټولنه هم د شخصيت خاونده سوې وي، هاله چي ټولنه د شخصيت خاونده سوې وي، بيا نو نور د دې امکان نسته چي هغه ټولنه دي محوه سوې وي.
ټولنه د شخصيت خاونده کول نه څه اسانه کار دئ، او نه هم په اوز ورځو کښي څه، چي په لسو- شلو کلونو کښي لا هم دغه کار کېدلاى نه سي، کلونه ئې څه دونده پروا نه لري، لکه د شخصيتونو جوړول چي پروا لري، سوونه کلونه راباندي تېر سوي دي، نو آيا په دغو سوونو کلونو کښي زموږ ټولنه د شخصيت (سياسي، علمي، او ملي شعور) خاونده سوې ده؟ دا هر څه ايسته پرېږدئ، آيا ټولنه مو د سواد او تعليماتو خاونده سوې ده؟ آيا دغه نن ورځ مو ټولنه له قحط الرجال سره مخامخ ده که نه؟
شخصيتونه هسي چټي پټي نه جوړېږي، خو د نوابغو له استثنا آتو څخه نو هم انکار کولاى نه سو، دغو بيا د ځينو نورو شخصيتونو ته وده ورکړې او د ځان ملګري کړي يې دي، خو البته احکام او پروګرامونه د سرغنه له خوا څخه ورکول کېږي او په دوى سره ئې تطبيق کوي، شخصيتونه د يوء اغېزه ناک پروګرام پر اساس باندي جوړېداى سي، دغه مانا و اشخاصو ته د ملي ټولنيزو ارزښتونو او معيارونو فهم ورکول له دوى څخه شخصيتونه او له وګړو څخه سړيان جوړوي، دغه کار به په يوه بې سواده او بې تعليمه ټولنه کښي څوک څنګه کوي؟ نو دمخه تر دې چي خلګ د فهم، احساس، او سياسي شعور خاوندان سوي وي، دوى بايد زدکړي او تعليمات کړي وي، او هم له دغي لاري څخه له دوى وګړو څخه د شخصيت خاوندان سړيان جوړېدلاى سي.
دغه سړيان دي چي و ټولني ته شخصيت او وحدت ورکوي، او له محوه کېدني څخه ئې ژغوري، دا خو ئې د ساتندويني اوليه وظيفه ده، بل لا دغه سړيان دي چي و خپلي ټولني او هيواد ته ترقي، انکشاف، ودانېدنه، سمسورتيا، برياوي او ډېر نور څه په هره خوا کښي وربخښي.
هاله چي وګړي مو سړيان سوي وي، اى د شعور خاوندان سوي وي، نو به يې ټولنه هم د شخصيت خاونده سوې وي، د سړيو په داسي ټولنه کښي نو نه بيا څوک بنګي کري او نه هم خاشخاش کري، دا بېله دې څخه چي حکومت دي يې سوټى ورته دې کړئ وي نو "اى سوټيه، دې سوټيه ، مي سر ګوره، مې پښې سوټيه" و دغسي سوټي ته به هيڅ اړتيا نه وي، سړيان، انسانان وي، او انسانان د خپلي ټولني په خير او شر پوهيږي، دوى همېش د ښېګڼي کارونه کوي، نه د بدوديو.
ذهنيت ازموينه:
د هري لېسې له ښوويځ څخه يو- يو يا دوه – دوه خوښامندان (رضا کاران) زدکړيان او زدکړياني، او هم د کندهار پوهنتون څخه يوه زدامنده (محصله) او دوه زدامندان (محصلان) سره ملګري سوي او بيا پر درو ډلو باندي ځله وېشل سوي ول، هري ډلي د ښار په يوه او بله اوېجه کښي له خلګو څخه پوښتني کولې – هلکانو له نارينه وو څخه، او نجونو له ښځمنو څخه.
لومړۍ ډله يو لاروى دروي، سړى اکا، اجازه سته چي دوطن او ټولني په باره کښي درې لنډي پوښتني درڅخه وکړو؟ دغه پوښتني يوازي د معلوماتو له پاره دي.
څنګه پوښتني دي؟ نو واياست چي څه دي وسي؟
ښاغلې، که ته په ښار کښي يا تر ښار دباندي چيري سړک کنډ ؤ کپر ووينې لکه په کابل دروازه کښي، يا يو پول چيري ناموزه يا نړېدلئ ووينې، يا دي ليدلئ وي، تا د هغه په اړوند و مسئول مقام ته، راديو، يا اخبار ته د تليفون يا ليک په وسيله سره اطلاع ورکړې ده؟
جواب: يئه. دغه زما کار نه دئ " هر بنده، خپلې کرونده" دوى پوهېږي، خپل ئې کار ښه پوهېږي، زما او ستا ئې په څه؟
پوښتندوئ: ولي، ته دغه وطن د ځان نه بولې؟ ته ئې په آبادۍ نه خوشحاله کېږې؟
پوښتلئ: ما درته وويل چي دا د هغه چا کار دئ چي وظيفه يې ده.
پوښتونکئ: نو هغه خو په خپل دفتر کښي د مېز تر شا پر چوکۍ باندي ناست وي، او پټي هم باندي ښکاره نه دي، نو بايد يو څوک ئې ونغوږوي!
دوهمه پوښتنه: که نه ګانه ته چيري يو کوچينى تش ځاى ووينې يا يو زوړ خوړين کور وي چي د کرهڼي رياست يا ښاروالې و دې ته ځير کړې چي دغه و پيرودي او په يوء کونج کښي ئې يو يا اوز د توت يا ونو نهالان کښېږدې، او د څرمه مسجد پر ملا او طالب او هم مقتديانو ئې د پالني سپارښتنه وکړې، دا به دي ښه کار کړئ نه وي؟
جواب: تاسي خو نو لکه له ما څخه چي خدايي خدمتګار جوړوئ، په يوء کونج – منج، يا ايله ځاى کښي څوک نهال نه پرېږدي، سم ولاړ ځوانان توتان ئې لا وهلي دي او چا که څه ورته ويلي واى چي دا ولي وهې؟ جواب به ئې دا واى چي نوستا ئې په څه؟ د باميزو د کوڅې په زړه جامع مسجد کښي ئې پروسږ کال اوز د ونو نهالان ايښي ول، يو جمعې ورځ ولاړ ول، بله جمعې ورځ بيا نه ول، ښايي نور ځايونه به ئې هم دغسي پاى ؤ، دا چي چارواکو په دغه اړوند څه کړي دي – پوښتنه ګروېږنه، د چا مسئوليت ؟
درېيمه پوښتنه: سړى اکا، ته خو به راديو اورې، او اخبارونه به هم لولې، په دغو کښي داسي نا پېژندلي لغاتونه وايي يا کاږي چي هغه پښتو نه و ي، او موږ ئې په ژبه کښي پر ځاى باندي بوب پښتو لغاتونه لرو چي دوى هغه نه کاروي،نو دا به دوى و خپلي ژبي ته خدمت کړئ وي که خيانت.
پوښتېدلئ: دا څنګه لغاتونه دي، زما سد نه په ورسېدئ؟
پوښتونکئ: موږ په ژبه کښي دباندي، دباندنيان، سوغات، تارتوک، او مسېدنه لرو، خو ځيني ليکوالان او وياندان ئې پر ځاى باندي، بهر، بهرنيان، ډالۍ، او موسکا وايي، کاروي او هم داسي نور چي له موږ سره ئې دا دئ اوږد لاړ سته.
پوښتېدلئ، دا خو نو رشتيا هم ښه کار نه کوي، دوى و خپلي ژبي ته تاوان رسوي، ولي چي د خپلي ژبي لغاتونه نست کوي، او پر ځاى ئې په ژبه کښي د نورو ژبو لغاتونه بابوي، دا خو نو و خپلي ژبي ته خدمت نه دئ، که داسي دوه او درې لغاتونه څوک په ناپوهي کښي و کاروي، موږ و دې ته خيانت ويلاى نه سو، خو که د داسو پرء ديو او بابيز لغاتونو شمېر مخ پر ډېرېدو وي، او هم دغه کار د اېجنټانو له خوا څخه په لاسي توګه کيږي، بيا ئې نو و خپلي ژبي ته خيانت بللاى سو، نو تاسي ولي په خپله له دوى (ليکوالانو او وياندانو) سره نه ږغيږئ، چي دوى څه درته وايي چي دوى دغه کار ولي کوي.
دوهمه ډله د معاملاتو ويوء دکان دفتر ته سر ور ايسته کوي چي هورې څه شپږ – اووء کسان پر کور بچو باندي ناست دي، شنې چاى چيښي، او بانډار ئې کړى دئ.
پوښتندويان: ايجازه سته چي د ښار او ټولني د کړو- وړو په اړوند درې ساده پوښتني درڅخه وکړو؟
يو: يئه، ځئ، لار مو وهئ، تاسي په دې پسي راوهلې ده چي له خولې څخه مو خبري وکاږئ؟
پوښتونکئ: ولي؟ تاسي د دې ښار نه ياست؟ دښه او بد پروا داره ئې نه ياست؟
موږ بايد د غيلو او بودګانو غوندي و اوسو؟ دا چي شپانه او لېوان هر څه راکوي، موږ بايد هغه په منډه خوله منلي وي؟ موږ سياسي پوښتني نه درڅخه کوو، يوازي د ښار او ټولني د سمون په اړوند درسره ږغېږو.
بل: نو تاسي څه واياست چي نو مانا څه دي وسي؟
پوښتونکئ: آيا دا به ښه نه وي چي ښار له ښاره څخه وايستل سي؟
درېيم: تاسي کيسياني را اچوئ که ملنډي را وهئ، ښار څنګه له ښاره څخه ايستل کېداى سي؟ تاسي د دې خپلي کيسۍ حل راته وواياست چي نو دا څه راز کېداى سي؟
پوښتونکئ: مراد مو دا دئ، چي د دغي احمد شاهي کلا په دننه کښي ډېر لوريځتونونه يا مارکېټونه جوړ سوي دي، په کوڅو کښي لا دکانونه جوړ سوي دي، پر پلوانونو باندي لا دکانونه را ايستل سوي دي، د پلورونکو او پېرودونکو او نورو لارويانو ګڼه ګوڼه په ښار کښي له انده پاسه ده چي نارينه پکښي تېرېداى نه سي، نو د ښځمنو به څه حال وي؟ نو موږ ستاسي نظر په دې اړوند غواړو چي که دغه دکانونه او بازارونه تر احمد شاهي کلا د باندي جوړ کړل سي چيري چي د خلګو کورونه دي، نور دي وچاته اجازه نه ورکوي چي په احمد شاهي ښار کښي ئې نور پلوريځتونونه (مارکېټونه) جوړ کړي وي، د دغو پر ځاى دي د موټرانو له پاره ګاراجونه جوړ کړي، او موټران دي پر سړکانو باندي نه دروي، تاسي چي مشران خلګ ياست په دغه اړوند څه واياست چي بايد څه وکړل سي؟
څلرم: دا خو مو ډېر ښه وويل، موږ ئې درسره منو. په موږ کښي به داسي څوک نه وي چي دغه ستاسي د نظر دي مخالف وي، څنګه، څوک سته؟ دا دئ څوک څه نه وايي، ګورئ، دغه تاند لا اومه ځوانان دي، او تر موږ ئې ماغزء کار کوي، اصلي کار خو نو نه د دوى له لاسه پوره دئ، او نه هم زموږ، که به څه هم معاملات والا يو، دغه ټول کار په چارواکو پوري اړه لري، او تاسي هم زموږ په سپارښتني سره دا خپل نېک نظر مو له چارواکو سره شريک کړئ څو ګوندي دوى به په ښار کښي دغه سمون راوستلئ وي.
پوښتونکئ، دوهمه پوښتنه: ښاروالې په ښار کښي يو ځاى او بل ځاى خځليځونه جوړ کړي دي څو ښاريان د خپل کور او پلوريځ خاوري خځلي، ايرې او پلاستيکان په دغه خځليځ کښي واچوي، خو لږ ؤ ډېر کسان يې د خځليځ په شاؤخوا کښي اچوي چي هغه نو د موټرانو، سايکلانو په اربو او هم د خلګو په پښو سره نور هم ايسته دوري سره وپاشل سي، دغه چاره بايد څوک څنګه وکړي.
پنځم: هغه کسان چي په دولت کښي ئې کار بند وي، ايسته دوري ځغلول سوي وي، او رشوتونه ځني اخستل سوي وي، نو چي په يو ډول سره کيږي، دوى هم هغسي له حکومت څخه کسات کاږي، يوه لار ئې دغه ده چي دوى خځلي په خځليځ کښي نه اچوي، او په شاؤخوا کښي ئې ورته اچوي چي په دغه کار سره به ئې هم څه غروړئ او خروښ خيژي.
ښايي تور اور دي هم ځيني دغسي کسان کوي چي چارواکو دوى ځورولي وي.
پوښتونکئ: په داسي کولو سره خو دوى و حکومت ته دونده جزاء ورکولاى نه سي، لکه و رعيت يا و ملکي خلګو ته چي ئې ورکوي، د حکومت چارواکي خو په خپلو دفترونو کښي خوندي ناست وي، د رنځ او خوږ و جزا خو ئې د بازار و پلوريځوالانو او لارويانو ته ور کول کيږي. دغه خلګ ئې دوړي او ميکروبونه تنفس کوي. دوى به ځني ناروغان او مړء کيږي، چاره ئې بايد څوک څنګه وکړي چي مځکه او هوا فاسده سوې نه وي؟ تاسي يا نور څوک بايد د صفايي يا ښارپاکۍ و دفتر ته، يا اخبار ته، او يا د روغتيا و رياست ته تليفون ور کړى دئ، چي دغه بويناکه خځلي ئې پر وخت د چاري باندي ايستلي وي، او هغه کسان ئې په ايراد رسولي وي، چي دوى خپلي خځلي د خځليځ په شاؤخوا کښي اچوي؟
شپږم: موږ يا نور څوک خو د چارواکو د تليفون شمېر څنګه او چيري و مومو.
دوى بايد د خپلو تليفونونو شمېرې د راديوګانو او اخبارونو له لاري او په وسيله سره و خلګو ته ورکړي چي په دغه اړوند يا نورو چارو کښي له چارواکو سره وږغيږي، تاسي د هر څه په باره کښي لومړى له چارواکو سره ږغېدلي واى، او بيا هم له نورو ښاريانو سره څو ګوندي له دغي خوا څخه مو په چارو کښي سمون راوستلئ واى.
پوښتونکى: موږ دغه کار کوو، خو موږ بايد لومړى د ښاريانو له مشکلاتو او نظرياتو څخه ځانونه خبر کړي وي، او بيا مو دغه له چارواکو سره طرحه کړي وي.
درېيمه پوښتنه: تاسي به راديوګاني اورئ او اخبارونه به هم لولئ، تاسي ځير سوي ياست چي ستاسي ځيني ليکوالان او ځيني وياندان و کوښښ ته هلي ځلي وايي.
مسجد ته جومات وايي يا کاږي، و تيري ته ترين کوټ وايي يا کاږي، و يوم ته بېلچه وايي يا کاږي، ورېرونه – ورارء ګان بولي او داسي ډېر نور تحريفات مو په ژبه کښي روان دي.
تاسي په دغه باره کښي څه فکر کړى دئ، چي دا ولي داسي کيږي او څنګه ئې بايد چاره وسي؟
اووم: يئه، موږ نه په دغه اړوند څه فکر کړى دئ او نه ئې هم کولاى سو، دغه زموږ کسب ؤ کار نه دئ، او هم اصلي خبره دا ده چي په پوهېږو هم نه دا چي څوک ولي داسي وايي يا کاږي تر شا ئې څه دسيسه سته که نه، موږ ئې احساس کولاى نه سو چي موږ په دغو او نورو لغاتونه پوهېږو، تاسي که ښه کوئ دغه او داسي نوري پوښتني مو يا له چارواکو سره يا له اړونده ليکوالانو او وياندانو سره طرحه کړئ، دا د دوى کار دئ او خود به نو دوى هم قانع کوونکي جوابونه درته ووايي، او که ئې ويلاى نه سواى ستاسي و بيان ته به غوږ ونيسي.
درېيمه ډله پنځه تنې د دولسم ټولګۍ زدکړياني نجوني او يوه ئې د پوهنتون زدامنده دي، دوى ويوء کور ته ور ننوزي او له ښځمنو سره يې ږغيږي.
پوښتونکې: آيا ستاسي د کور هلکان او نجوني و ښوويځ ته ځي که يو بل کسب و کار کوي؟
جواب: دوه هلکان مو دي او هغوى دواړء و ښوويځ ته ځي، خو نجوني مو د څنګ په کوڅه کښي پر يوې اجاڼۍ باندي سبق وايي.
پوښتونکې: نو چي هلکان مو وښويځ ته استولي دي، دا مو ډېر ښه کار کړى دئ دا به لا نور هم ښه کار واى چي نجوني مو هم و ښوويځ ته استولي واى.
مېرمن: هو، دا به ډېر ښه واى، د نجونو پلار ته چي ئې ور ياده کم چي که نجوني ښوويځ ته ولاړي سي د خولې او د ژبي مېرمني به ځني جوړي سوي وي، دى داسي هېښ پاته سي، يوه ورځ ئې راته وويل، چي دا لوڼي دي د اجاڼۍ کره نه ور استولاى ښه به واى، ځکه چي کوڅه ګي ئې دباندي وتل ښه نه بولي، دوى وايي چي دغه سبقونه هورې په کور کښي ورته واياست، دلې ځيني خلګ داسي پر دين باندي ټينګ دي چي نو ته واتوبه.
پوښتونکې: داسي کولاى نه سئ چي په ښار کښي ويوې داسي مېني ته کډه سوي واى چي خلګ ئې داسي تاريک ذهنه متعصب نه وي.
مېرمن: که دء داسي کار کولاى سواى، نو کړئ به ئې واى.
پوښتونکې: دا چي دلته خلګ داسي دي، نو په کوڅه او شاؤخوا کښي خو به له ښځمنو او کوچنيانو سره بد او سخت وضعيت نه کيږي؟
مېرمن: کله نا کله خو نو يو ځاى او بل ځاى داسي پيښي کيږي، خو زموږ تر شاه په کوڅه کښي څلرم کور دئ چي وايي ښځي ئې بد حالي دي.
پوښتندوياني هم و هغه کور ته ورغلې، خو هورې ئې په سپکاوي سره له کوره وايستلې، ورته ئې وويل: د ښځو په غوږونو کښي به مو پليتې نه ور ايږدئ، دوى به د ځان غوندي نه راڅخه بد لاري کوئ، سبا به تاسي غوندي په کوڅو او بازارو کښي ګرځي، د ښځي ځاى کور دئ، نه کوڅه او بازار.
تر دغه وروسته په دوى پوښتندويانو هم ماته ګډه سوه، چا ويل چي دوو- درو نورو کورونو ته به لا هم سر ور ايسته کړو، خونورو ويل: بس موده، هم ذهني ستړي سوو هم بدني، ځوبه، څه نه تروزي، دوى چي څه واټن ولاړلې.
د يوء کور لوى دوو ور پرانيستلئ ؤ، يوې له دوى څخه ورته وويل: تاسي راسئ چي دغه کور ته لا سر ور ايسته کو، وبه ګورو چي دلته به لا څه پيښيږي، دوى هم ورننوتلې، د سوپ په خوله کښي ودرېدې او په کور کښي دننه ئې شاوخوا کتل.
له لوړي برنډې څخه ور ږغ کړل سول: نوولي ودرېدلاست، خو را تيري سئ!
دوى هم ور دمخه سولې، او برنډې ته ور وختلې، له ناستي سپين سري سره ئې روغبړ وکړ، له خوني څخه يوه بله ښځه ور ووتله او له دوى سره ئې مچ کړل، يوې پيغلي له خوني څخه کوربچه ور و ايسته څو و دوى ته ئې ور هواره کړې وي، انا ئې خوشکه ورته وکړه چي هغه د مېلمنو له پاره کوربچې راوباسه! سمدلاسه دوې بخملي کوربچې ور هواري کړل سوې او بالښتان ور باندي کښېښوول سول.
څنګه ، ښه يخ شوربت درته راوړي که خوندوري شنې چاى در وايشوي؟
مږور: ادې، مېلمنې به وايي چي دوه لوښي نه لرئ؟
ادې: ښه دئ، هغه نيلوفري شوربت ورسم کړئ، څو چي دوى دغه چيښي د چايو له پاره به اوبه هم ايشېدلي وي، تر تاسي دمخه دوې –څلور مرکې نوري هم راغلي دي، خو تر منځ مو پرېکړه داسي مجمجله ده، ټولي لاري چاري د ازل دي، ګورئ چي زما د لمسيانو قلمونه به لا له چا سره وهل سوي وي؟ زما د لمسيانو صفت هر ځاى سوى دئ، دواړي ټکه مسته ښايستې پېغلاني دي، تاسي څنګه خبري سوي ياست او له کومه ځايه څخه پسي راغلي ياست؟
راغلو پوښتندويانو نجونو يوې و بلي ته په هېښتيا سره وکتل.
زدامنده: پخوا خو به دېوالونو خبري کولې، اوس د دېوالونو موږکان نور نسته اوس جېبي موږکان پيدا سوي دي، چي ښارونه په هاخوا لا ږغيږي چي څوک څنګه پر څه حال دئ؟
مږور: ادې، مراد ئې دا جېبي ګرځنده تليفونونه دي.
ادې: نجوني مو خوښيږي، په دوى کښي ويل نسته، خو زما زوى ولور په افغانيو نه غواړي.
دى ټېلرونه (ډالرونه) او اورونه (يورو وي) غواړي، ښه دئ چي تر مخه مو لا سره پوهولي وي، څو په وروستنۍ مجمجلتيا کښي مو تر منځ خوابدى پېښ سوئ نه وي.
زدامنده: و موږ ته ئې افغانۍ، ډالرونه، او يورو وي يو راز دي، څه توپير نه راباندي لري.
دغه و هاخوا ته چي ناسته ده، دا زما تر له ده، دا هم د خپل ورور په نجلۍ پسي ګرځي او زء هم زموږ دواړو وروڼه د پوهنتون زدامندان دي، دوى وايي داسي نجوني راپيدا کړئ چي هم به ښايستې وي، هم په بدن سکښتي وي، او هم به يې ليک او لوست زده وي، که ئې زده نه وي، او اوس د سواد زدکړي يا ليک او لوست درسونه وايي، هم به ښه وي.
ادې: هغه دي ترله ده، دغه نوري درې نجوني دي څه دي؟
زدامنده: دغه نوري درې مو د ښوويځ همصنفياني دي، دوى د صلاح او مشورې له پاره راسره راغلي دي.
ادې: يوو، ښه، تاسي ټولي مکتبياني ياست؟ زما دي ازل خاوري سي.
آتوتکۍ، د دې نوم توتيا دئ، موږ يې توتکۍ بولو، آ توتکۍ، هغه او بېشونې له برق څخه وکاږء! موږ پوهېږو چي مکتب به زموږ له شرمناکو، حياناکو نجونو څخه څه راجوړي کړي، ميږي به وي، بزې به يې ځني جوړي کړي وي، زما دوه هلکان لمسيان دي. دوى دواړء خورا لېزيمه ارام هلکان ول. له هغه راهيسي چي دوى ئې و مکتب ته ور اچولي دي، اوس د مځکي مخ په سوځي- دا د دوى له ډيري خشنګۍ څخه، نو که مو نجوني هم مکتب ته تللي واى، روي به ځني جوړي سوي واى، لکه دغه هلکان چي مي پر خبره غوږ نه نيسي، دوى به هم هغسي بې باکه پرې ايښي واى، پر موږ باندي خو خپلي عزتناکي نجوني بار نه دي، چي و مکتبيانو ته به ئې ورکوو، نه به موږ و خپلو زامنو او لمسيانو ته مکتبياني ور وغواړو، روي خو د خپلو مېړونو زړونه کاږي، کله چي ئې دوى په درانه خوب بيدء کړي وي، نو ئې دوى دا بټه ګوته و روي او و روي څو زړء ئې تر دغي بټي ګوتي ځني زبېښلئ وي.
زدامنده : که ستا لور يا لمسۍ د خپل مېړء زړء زبېښلئ وي، او له هغه څخه ئې زړء کښلئ وي، مانا ئې دا ده چي دا پر خپل مېړء باندي ګرانه سوې ده، دا به ډېره نازوي، هر ناز به ئې اخلي، بله به نه پر کوي، او رشتيا هم دا ده چي پر مکتبۍ ماينې باندي ئې مېړء بله ماينه کولاى نه سي. خو که دا داسي شرمناکه – حياناکه وي لکه ستا مشره لمسۍ، نو به ئې دوې يا درې نوري هم پر کړي وي، نو رشتيا مو هم قلمونه سره وهل سوي نه دي، د خداى ښې به سره غواړو.
نجوني چي له دغه کوره څخه ووتلې، جوړه او خوښه ئې پردې سوه چي د ژبي په اړوند به د لېسو له ښځينه ښوونکو سره وږغيږي.
بله ورځ دوى پنځه سره د لېسې په ناستون کښي منتظري ناستي وې، کله چي په تفريح کښي معلماني ورغلې، دوى دغه پسې پوښتني ځني وکړې:
هغه ښځه چي مونانى ئې پيدا کيږي، و دغي عمليې ته تاسي څه واياست، يا په لوى کندهار کښي څه ورته ويل کيږي؟
ښوونکې: و دغه ته "لنګون" ويل کيږي.
زدکړۍ: نو په کندهار کښي د راديوګانو وياندان ئې ولي "زېږون" بولي؟
بل دا چي د ماينې يا مېرمني و همغاړي يا همسر ته ستاسي په ژبه کښي څه ويل کيږي؟
ښوونکي: دوى خو اصلاً له پخوا څخه په ټولنه کښي "مېړء" او "ماينه" بلل سوي دي، خو اوس ئې وياندان و مېړء ته "خاوند" وايي، دوى به ئې ښايي ځکه داسي بولي لکه دا چي ئې خره يا غوا غوندي په ولور سره پېرودلې وي.
زدکړۍ: نو واج او ولور خو پخوا هم ستوالئ لارء، نو پخوانيانو ولي د "مېړء" پر ځاى باندي "خاوند" نه ويل اوس ئې ځيني وياندان وايي؟
دا په هره توګه، که د چا ورور اوز زامن ولري، دى دغه د ورور زامن څه بولي؟
ښوونکې: ورور د ورور و زامنو ته "ورېرونه" وايي.
زده کوونکې: نو په کندهار کښي د راديوګانو وياندان ولي د "ورېرونه " پرځاى باندي "ورارءګان" وايي؟ آيا دوى د خپلي ژبي جاهلان دي، که به بله پټه آجندا لري؟ او نو دا به څه وي؟
ښوونکې: دا خو نو تاسي له دوى څخه و پوښتئ چي دوى ولي داسي وايي.
بله ورځ پنځه سره نجوني د ښوونکو و ناستون ته ورغلې او له هغيو څخه ئې هم اوز پوښتني د ژبي د لغاتو په اړوند وکړلې.
کله چي نر يا ښځه و چاته تحفه ورکړي، و دغي ته تاسي په خپله ژبه کښي څه واياست؟
ښوونکي: موږ هم "سوغات" ورته وايو او هم "تارتوک" ورته وايو.
زدکړۍ: نو ستاسي د راديوګانو وياندان او د اخبارونو ليکوالان ئې ولي "ډالۍ" بولي، نه سوغات او تارتوک؟ آيا دوى په دې نه پوهيږي چي "ډالۍ" پښتو لغت نه دئ؟
اوس لا ځيني اورېدونکي د دوى په تقليد سره و سوغات ته ډالۍ وايي؟
بل دا چي ځيني که ټول وياندان او ليکوالان د ماينې مېړء د دې "خاوند" بولي، اى د دې "مېړء" ئې نه بولي، تاسي ئې کوم نوم منئ، او کوم ئې ردوئ؟
ښوونکي: موږ ئې دواړء نومونه منو، او يو ئې لا هم نه ردوو.
زدامنده: نو ولي نه؟ دغه دوه عنوانه خو سره متضاد دي "مېړء" مانا د ماينې حامي، ملګرئ، او همغاړئ، خو "خاوند" مانا د ماينې مالک او بادار.
ښوونکي: هو، نو همداسي خو نو هم ده، نن ورځ په دې سيمه کښي د ماينې و لور له درو سوو زرو (٣ لکو) څخه تر لس لکه، يو ميليون افغانيو پوري رسيږي، نو چا چي په دغسي درانه ولور سره ماينه پېرودلې وي، تاسي ئې لا هغه "خاوند" نه بولئ؟ څوک چي يوه غوا په لس زره افغانۍ وپيرودي، نو آيا دى د دې غوا خاوند دئ که نه؟ دء دا په لس زره افغانيو نه، بل لا په لس لکه يا يو ميليون افغانيو پېرودلې ده، نو به ئې لا ولي خاوند نه وي؟ دا د دء ملکيت ده، دا هيڅ حق نه لري چي يو نامتداول کار دي بېله د خاوند له اجازته څخه وکړي، دا و بازار ته او آن و زيارت ته لا حق نه لري چي بېله د دء له اجازې څخه دي ولاړه سي، نو څه چي بيا د ليک ؤ لوست زدکړه وي، و ښوويځ ته تلنه وي، يا چيري څه کسب ؤ کار کول وي، دا له دغو حقوقو څخه محرومه ده، دا يوازي د دې په خاوند پوري اړه لري چي دى و دې ته دغه حق ورکوي که نه؟
دا چي دا پر مېړء باندي وپلورله سوه دا مانا نه لري چي دا له ټولو حقوقو څخه محرومه ده، دا پر خاوند باندي د خوراک، چيښاک، پوښاک، ځاى او روغتيا حقونه لري، دا به له خاونده څخه نه وږې کيږي او نه به ځني لڅيږي، دا به د اوسېدني ځاى لري، او که ناروغه سوه، علاج او تداوي به ئې کوي.
بل موږ دا هم ورته وويل چي لکه څنګه چي د "خاوند" نوم يا عنوان ردولاى نه سو، همدغسي د "مېړء" نوم او عنوان ردولاى نه سو، هغه مېړء او ماينه (مينه mayana) چي دوى په خپله خوښه او د خپلو کورنيو په صلاح او مصلحت سره، بېله واج او ولور څخه ، وادء سره کړئ وي، د ښځي دغه "مېړء" د دې "خاوند" کېدلاى نه سي، هر هغه حق چي ئې "مېړء" لري، هم هغه "حق" ئې ماينه لري، لکه څنګه چي ماينه نه د مېړء د ليک- لوست زده کولو د ښوويځ ويل، او د کسب ؤ کار د کولو مانع ګرځېدلاى سي، او نه مېړء د خپلي ماينې د ليک- لوست زده کولو ښوويځ ويلو، د بل کسب ؤ مهارت د زده کولو، يا چيري د کار کولو مخنيوى کولاى سي، يو قيد ؤ حدؤ حصر چي پر دوى دواړو باندي سته، هغه دا چي دا هر څه به په اخلاقي چوکاټ کښي دننه او مشورې سره کوي د دوى بل حق دا دئ چي په خپلي وړتيا سره به يو د بل مرسته او خدمت کوي؟
حمايت به ئې کوي، دوى به خپل کارونه يو د بل په خوښه او مشورې سره کوي، دوى د ژوندانه ملګري دي او دغه ملګرتيا به په فهم او خوښۍ سره پالي، دوى سره انډيواله او انډيوال دي، هوښياران خپل ژوند پر ځان باندي نه تريخوي، دوى ئې په خوښۍ سره تېروي، دوى د ژوندانه ښې او ښادۍ په دواړو سره برابروي، دغه کار هاله کېدونئ وي چي مېړء او ماينې دواړو ښوويځ ويلئ وي، او يا لا دواړء له پوهنتون څخه راوتلي وي، په ناپوهانو کښي به لږ داسي پېښيږي چي مېړءاو ماينه دي سره په يوء زړء او يوه خوله وي چي د زړء او د خولې لار دي ئې سره يوه وي.
مېړء ا و ماينه د ژوندانه ملګري وي، دا ولور د ماينې د قدر زياتولو له پاره دئ.
که ولور نه وي په دې جاهله ټولنه کښي چي په دغه اړوند سم رغنده قوانين هم نسته، يو مېړء به هر کال يوه ماينه ايله کوي او بله ځوانه ښايسته ماينه به کوي، په دې بې کسب ؤ کماله ټولنه کښي چي ښځي ګټه وټه نه لري، که د ژوندانه تضمين نه ولري، دا به د عزتمنده پوړه ژوندانه خاونده نه وي.
چارواکي:
کله چي به پوښتندويانو له لارويانو، پلوريځوالو، او ښوونکو سره مرکې کولې، د ښار او کندهار په اړوند ئې ورځني مسايل ورسره طرحه کول، ډېر يو له دوى څخه به ورته وويل چي دا د چارواکو کار دئ، تاسي لار او څرک غلط کړي دي، له دوى سره وږغېږئ، چي دوى د هر څه مسئول دي، ځکه نو پوښتندويان هم د دوى په تلاښ کښي سول، چي پسي وګرځېدل، پر پېښ سول.
ښاغلو چارواکانو! اقتصادي، تخنيکي، کرهڼيزي، ورهڼيزي، او نوري چاري هم خورا ډيري دي، او تاسي ئې واک هم لرئ، دا ځکه چي تاسي چارواکي ياست، اوس دا راته وواياست چي له دغه واک څخه مو چيري څنګه کار اخستئ دئ؟
موږ د کليوالو د ښېګڼي له پاره کارونه پيدا کړي دي، او دوى مو پکښي بوخت کړي دي څو دوى د مخالفينو و ليکو ته ور اووښتي نه وي.
پوښتونکى: تاسي د کليوالو له پاره څه راز کارونه پيدا کړي دي؟
چارواکئ: موږ دوى د کارېزونو او واوو (لويووالو) په پاک کولو او ژورولو کښي په کار اچولي دي، چي له يوې خوا څخه ئې خپل کارېز او يا وا (لويه واله) پاک سوي وي، د دوى باغ او تول به په اوبه او سمسور سوي وي.
د دې له پاره چي دوى (کليوال) مو هڅولي دي، مزدوري مو، د بازار په مقايسه، ور دوه ګرايه کړې ده.
پوښتونکئ: ښه اوس تاسي د ورځي درې سوه افغانۍ مزدوري ورکوئ، او دوى به د يوې ورځي کار هم په دوو- درو ورځو کوي، دا چي تاسي په کلي کښي درې سوه افغانۍ مزدروي ورکوئ، نو په ښار کښي بايد پنځه سوه ورکړئ، بل دا چي د بازار مزدروکار ترمخه يو نيم سل (١٥٠) افغانئ غوښتې، اوس خو نو هغوى هم د ورځي درې سوه افغانئ غواړي.
بله ورځ به هرو مرو تاسي چارواکي په کور يا بل ځاى کښي و مزدورکارانو ته اړياست، تاسي او هم نور وګړي به هم و مزدورکارانو ته دورځي درې سوه افغانئ، مزدوري ورکوئ؟ آيا تاسي ئې توان لرئ؟ په دغه ستاسي په معاشاتو کښي ځاييږي؟ يوه ورځ به ئې ورکړاى سئ، لس- پنځلس ورځي هره ورځ درې سوه افغاني مزدوري ورکولاى سئ؟
چارواکي: يئه، خودښکه ئې يوه ورځ لا ورکړاى سو، موږ په دا خپل معاش په عادي ډول سره سم چلاو کولاى نه سو، د مزدور مزدوري نه پکښي ځاييږي، حکومت خو د بل په دنيا موړ دئ، چي لوړي مزدورئ ورکوي.
پوښتونکئ: دا که تاسي اړياست يا که اړ نه ياست و اداري فساد ته به هرو مرو لاس ور اچوئ، په شعوري يا غير شعوري ډول سره مو د چارواکو اتحاديې جوړي کړي دي، دمخه تر دې چي مراجعين مو په خپله لوشلي وي، لومړى ئې د نورو څانګو و دفترونو ته ور استوئ، ولاړ سئ له دغه ځايه دغه معلومات راوړئ، او له هغه ځايه هغه معلومات راوړئ.
کله چي مو دوى په دوو- درو نورو دفترونو وشکول، بيا نو هغوى مجبوريږي، چي بس، د خداى پار دئ، نور ځايونه مو مه استوئ، دغه دي هر څو خوشمړني چي غواړئ درکوو ئې.
چارواکي: تاسي په موږ پوري توراوي – اتهامات مه تړئ، په موږ کښي اداري فساد نسته، موږ څوک يوء او بل ځاى ته نه استوو نه مو دا کار دئ، هو، هغه معلومات موندل خو نو ضرور دي چي د هغيو پر اساس باندي اقدام کوو.
مراکاوو: "شپانه و بزې ته وويل: کوربه نه وايې چي ماته په ډبره ويشتلې يې، بزه : که زء نه ووايم، زما ګوډه پښه به وايي".آيا دغه لوړي مزدورۍ چي تاسي ئې د غني او خزانې څخه ورکوئ، دغه د ډېرو افغانيو په ايستلو سره په ښار او وطن کښي ګراني ( تورم- INBLATION) پېښېداى سي که نه؟ آيا په دغه کار سره افغانئ، کم ارزښته کېداى سي که نه؟ که به څوک وايي چي داسي نه کيږي، نو هغوى د بازار له نرخونو څخه ناخبره دي، موږ د معاشاتو او مزدوريو (اجرتونو) د ډېرولو مخالفان نه يو، خو دمخه تر دې چي دغه کار سوئ وي، بايد د حياتي او ضروري موادو نرخونه ثابت وساتل سي، څو د ګرانۍ يا د افغانيو د کم ارزښته کېدلو مخه نيوله سوې وي.
چارواکي: دا خو د سمونوالانو کار دئ، او ډېر لوى کار دئ، نو تاسي له سمونوالانو سره وږغېږئ، موږ و چکلک چارواکي يو، سمونوالان نه يو.
مرکاويان: چارواکو صاحبانو! دغه کارېزونه، واوي، او والې خو د کرهڼيزمځکو د ملاکانو دي، ولي ئې دوى په خپلو نه پاکوي چي تاسي ئې ورپاکوئ، او ماليه مو لا هم ځني اخستې نه ده؟ ستاسي وظيفه خو دا ده چي عام المنفعه يا ټولګټي کارونه وکړئ، لکه سړکان جوړول او پخول، ښوويځونه ودانول، حکومتي دفترونه ودانول، د کسرت (سپورټ) ميدانونه جوړول، جمنازيمونه جوړول، پارکونه جوړل او داسي نور. ايا دغه هر څه مو کړي دي چي د خلګو کارېزونه او والې ورکاروئ؟ په دغه چارو کښي به مو خواران په کار اچولي واى او د خوراکي موادو په عوض کښي به مو دغه کارونه په کړي واى، پر ځاى د دې چي ګدايان او مفتخوارء مو ځني جوړ کړي وي، هر څه د خيرات په ډول پر وېشئ! دا ولي؟
چارواکي: هو، دا درسره منو چي زموږ له پاره يوه د انسجام اداره په کار ده چي څه چيري، کله او څنګه وکړل سي، دا درسره منو چي په موږ کښي همږغي نسته، دواک واګي په بېلابېلو لاسونو کښي دي.
مرکاوو: دباندنيان نه مني چي دوى دي زموږ له وطنه څخه ووزي، خو لاسونه مو د کچکول غوندي ورته نيولي دي چي له دوى څخه هر څه هم هسي وړيا ځني را اخلئ او و موږ ته يې راکوئ، تاسي چارواکي که له دغو اړو کسانو څخه د خوراکي موادو په عوض کښي کار اخستلاى نه سئ، يوه و رهڼه، يو کسب خو په دغه وسيله سره وروښياست، دغه د د باندنيانو خيراتونه خو به همېشه نه وي، که نور کارونه په کولاى نه سئ، دغه ليک او لوست خوله دغي لاري څخه وروښياست.
چارواکي: وروڼو، تاسي ځان وپوهوئ، خيراتي کارونه يو څوک کوي، ښوونه او روزنه بل څوک کوي، کسب ؤ کار د بل چا په لاس کښي دي، هر څوک خپل کار کوي، يو د بل په کار ، کار نه لري، داسي وه، داسي ده، داسي به وي.
پوښتنه: بېله دې څخه چي ماتول او نړول مو کړي دي، د غرونو ډبري مو پلورلي دي، ايا چيري مو د جوړښت کار هم کړئ دئ؟ تاسي به تر موږ ښه پوهېږئ، چي له ١٣٨٠ هـ ش راپه ايسته په سيمه کښي وخورا ډېر سيمينټ ته اړتيا سته، آيا ستا سو رياست د سيمينټو د فابريکې د جوړولو په اړوند څه اقدام هم کړئ دئ؟ آيا په دغه اړوند مو د کانو او صنايعو وزارت ته يو وړانديز کړئ دئ؟ که به مو کړئ وي، کله، او جواب ئې څه او څنګه ؤ؟
چارواکي: موږ رشتيا هم، لکه څنګه چي مو راديوګاني داسي بولي، چارواکي يو، خو سمونوالان نه يو، او نه هم کله چا داسي بللي يو، د چارواکي نوم او د سمونوالانو نوم دوه ځله بېل لغاتونه دي چي ماده او مانا ئې دواړه ځله بېل دي، مراد مي دا دئ چي په دغه اړوند له سمونوالانو سره وږغېږئ.
د ورهڼي له چارواکو سره تر ږغېدني وروسته، پوښتندويان د کرهڼي له چارواکو سره وږغېدل، او دوى ئې وپوښتل: دا چي چرګان، د چرګانو غوښه، او د چرګو هګئ په پېخر سره له دباندي څخه راوړل کيږي، نو دا به تر کله داسي وي؟
په دغه کښي بايد څنګه سمون راوستل سي؟ په هلمند ولايت کښي بايد څنګه د بنګو اوخاشخاشو د کرلو مخنيوى سوى وي، څو خلګو بېرته د پمبه وو وکرني ته مخه کړې وي.
څوله پمبه دانې څخه ئې نباتي غوړي ايستل سوي وي، او فابريکه ئې هم تياره ولاړه ده، بل لا په خپله له پمبه وو څخه کاغذ جوړ سوئ وي، آيا تاسي د ورهڼي و رياست يا وزارت ته د کاغذ جوړولو د فابريکې څه وړانديز کله کړى دئ او په ټينګار سره پسي ورته جوغېدلي ياست څو دوى په دغه خوا کښي څه اقدام کړئ وي؟
چارواکي: لکه راديو ګاني چي مو چارواکي بولي، موږ هم په ورځنيو چارو پکو يو. سمونوالان نور څوک بلل کيږي، تاسي که سمون غواړئ، نو په سمونوالانو پسي ورسئ او له هغيو سره د سمون په اړوند مسايل طرحه کړئ! چارواکي به نه دودوئ! له هر چا سره د هغه د کار په ساحه کښي وږغېږئ، سمون د سموالانو کار دئ، نو موږ د چارواکو واک لرو، او هر راز واک چلول زموږ صلاحيت دئ.
پوښتندويان له يو شمېر نورو چارواکو سره پر بېلابېلو مسايلو باندي وږغېدل، د څرګندوني په توګه دا چي له يوې خوا څخه دغه کوچيني احمد شاهي ښار، د پېر- پلور زڼئ دئ، او نو ځکه ګڼه ګوڼه هم پکښي په داسي اندازه ده چي سړى به د پلوانونو خلګ يوې او بلي خوا ته ټېله کوي يا پوري وهي څو د تېرېدني لار ئې موندلې وي، له يوې خوا څخه پلوانونه تنګ دي، او له بلي خوا څخه خلګو د خرڅلاو توکي پر ايښي دي او سودا اخستونکي هم پر ور ټول وي، لارويان مجبوريږي چي سړک ته واوړي.
بل دا چي په ښار کښي د موټر سايکلانو شمېر خورا ډېر سوى دئ، بدودي ئې دا ده چي پر سړکانو باندي ئې داسي تېز ځغلوي چي سړى په پوړه زړء سره تر سړک اووښتلاى نه سي، دغه کسان چي موټر سايکلان تېز چلوي، دوى نه د خپل ژوندانه پروا ساتي او نه هم د نورو لارويانو د ژوندانه پروا لري.
کله چي پوښتندويانو د دغو مسايلو او هم نورو د سمون غوښتنه له چارواکو څخه وکړه، دوى لنډه ورخلاصه کړه چي دوى چارواکي دي، نه سمونوالان، تاسي بايد د سمون خبري له سمونوالانو سره وکړئ، نو دوى هم په سمونوالانو پسي وګرځېدل، او ځيني ئې پيدا هم کړل.
پوښتندويان: سمونوالانو صاحبانو، تاسي دا راته ويلاى سئ، چي په ورهڼه، کرهڼه، تخنيک، صنعت، حرفت، او يا نور څه کښي مو په سږ کال او هم پروسږ کال کښي څه سمون راوستلئ دئ؟ ستاسي سره يې د سماوو ثبت سته چي يو نقل ئې و موږ ته هم راکړئ؟
سمونوالان: بخښنه دي وي چي دلته څه اشتباه پېښه سوې ده، زموږ القاب د سمونوال دئ، خو وظيفه مو په واقعيت کښي د "ساتنوال" ده ، موږ د ښار او خلګو امنيت ساتو، د دوى د سر او مال ساتنه کوو، نو موږ په واقعيت کښي ساتندويان او ساتنوالان يو، نه سمونوالان.
مرکاوو: دا چي واقعيت داسي دئ، بيا نو تاسي ولي "ساتنوال" يا ستنوالان نه بلل کېږئ، بايد ساتندوى، ساتنوال، ساتندويان، او ساتنوالان بلل سوي واى، نه داسي لکه اوس چي "اسم ناسمى" ياست.
– هو ، رشتيا هم دا به معقوله واى که و موږ ته د "سمونوال" پر ځاى باندي د "ساتنوال" لقب راکړء سوى واى، څوک ئې په مانا پسي نه ګرځي.
هغه څوک چي سر په ګرځوي هغوى به هرو مرو له ځانه سره وايي چي:
"از کلانها لخشيدن و از خوردها بخشيدن" معقوليت، نه معقوليت، څه؟ نو هر څوک بايد هر څه د مرچوله قراره څخه واټکلوي.
مراکاويان: نو که دغه "موټ نمونه د خروار وي" واى به مو په ځان وي.
مسئوليت، نه مسئوليت، څه؟ کار، نه کار، څه؟ خدمت ، نه خدمت، څه؟ په زړء کښي به لږ ؤ ډېر دا وايي چي موږ د ژوندي پاته کېدلو له پاره خپل چلاو کوو، دا په هر قيمت چي وي، دغه هر څه دا مانا لري چي هر څوک د خپل ځان او کورنۍ په غم کښي دي، او بايد هم وي، خو موږ بايد تر دغه په پورته د ملت او مملکت په غم کښي هم اوسو، يوه ورځنۍ ناپېښه د څرګندوني په توګه دريادوم چي موږ ئې خورا اندېښمن کړي يو.
دغه د کوچينيانو تښتول دي، زء نه پوهېږم چي د ورځي به په اوسط ډول سره درې که څلور کوچينيان ورک کيږي، ځکه چي خواراني کورنۍ له راديو څخه د خپلو ورکو کوچينيانو اعلانونه کولاى نه سي.
آيا سمونوالانو صاحبانو، ساتندويانو صاحبانو، او ساتنوالانو صاحبانو.
له تاسو سره ئې ثبت سته چي کله چيري د چا کوچنيان ورک سوي دي؟ او بالاخره څه پېښيږي؟ خلګ خو وايي چي د پيسو په بدل کښي ئې بيا ور آزاد کړي، او هغوى چي پيسې نه لري، هغه کوچينيان ئې يو ځاى او بل ځاى ور ايله کړي وي، که د ورکو يا تښتول سوو کوچنيانو په اړوند پرله پسې معلومات و ښاريانو ته ورکړل سي، يو به ئې خلګ هوښياران کړي او محتاط کړي وي، او بل به ئې زموږ غوندي د ډېرو نورو خلګو اندېښنې هم ليري کړي وي.

ساتنوالان: هو، دا زموږ مکلفيت او مسئوليت دئ چي د کوچينيانو د ورکي تښتوني په اړوند بايد جدي اقدامات وکړل سي، او هم مو ښاريان اندېښمن کړي نه وي.
پوښتندويان: ښاغلو ساتنوالانو، دمخه تر دې چي تاسي په يوء کار لاس پوري کړئ وي، دا به ښه نه وي چي لومړى مو د ټولني، هغه چي تاسي به سرو کار ورسره لرئ، ذهنيت و ځان ته معلوم کړئ وي؟ دغه کار داسي کولاى سئ لکه دغه موږ چي ئې کوو تاسي هم دوه – درې داسي کسان چي هغوى د دغو کلو او کلاوو وي، اوز محدودي پوښتني په لاس ورکړئ چي په کلي او کلاوو کښي ئې مشران او کشران پوښتلي وي څو له دغي لاري څخه مود خلګو ذهنيت و ځان ته معلوم کړئ وي او هم هغسي مو عمل کړئ وي، د څرګندوني په توګه، تاسي په دغه ډول سره کليوال و پوښتئ، چي موږ ستاسي او ستاسي د مشرانو دساتني له پاره دلته کليوالي پوليسان مقرر کړو، که کليوالي ساتندويان؟
که ډېريو کسانو ساتندويان غوښتل، نو به ئې مانا دا وي چي دوى د "پوليس" له نامه سره حساسيت لري، خو که به ډېر يو کليوالو "پوليس" غوښتل، نو به ئې مانا دا وي چي په کلي کښي قبيلوي يا څه بل راز تضاد او تفرقه سته، او بل نو د پوليس له نامه سره حساسيت هم ستوالئ نه لري.
که دوى کليوالو ساتندويان غوښتل، نه پوليسان، نو بايد و پوښتل سي چي که دغو کليوالي ساتندويانو پوليسي دريشئ اغوستي وي ښه به وي، که ئې هم دغه عادي کليوالي لباس اغوستئ وي، او د پېژندني له پاره يو کارډ يا يوه نخښه له ځان سره ولري؟
که ئې پوليسي دريشي اغوستې وي، نو به خلگ ځان ځني ټولوي، د دوى و مخي ته به ازادانه ږغېدلاى نه سي، او هم به ښايي دښمن پېژندلي او نښان به ئې ګرځېدلي وي.
ويشتلي، وژلي، او تباه کړي به ئې وي.
پوښتونکي: تاسي د سمونوالانو، يا په واقعيت کښي د ساتنوالانو په حيث په خپله ژبه په اخبارونو کښي ليکني لولئ، او هم به له راديو ګانو څخه خبرونه اورئ، آيا په دغو کښي مو د څه لغوي ګډوډيو احساس کړئ دئ، او په چاره ئې پسې سوي ياست؟
ساتنوالان: هو، موږ کله کله څه بې ډوله منحرف لغاتونه لولو يا اورو، خو د سمون له پاره يې څه کولاى نه سو، دا ځکه چي دغه زموږ کارنه دئ، تاسي ولي له دغو ليکوالانو او وياندانو سره، هغه چي د خپلي ژبي لغات يو راز ؤ بل راز وايي چي د اورېدونکو له ژبي سره توپير لري، پر موضوعاتو باندي سم سيده نه ږغيږي؟ دوى به تر موږ هرو مرو په خپل کار ښه تره پوهيږي، دا چي دوى هر څه وايي او کاږي، د هغيو له پاره به هرو مرو دلايل لري، دوى خو کوچنيان نه دي چي بې فهمه او بېدلايلو به څه اخلي او له راديو او يا اخبار څخه ئې و نورو ته هم داسي کاږي او وايي.
لکه څنګه چي هر چا ورته ويلي ول چي په ژبنيو ناخوالو کښي په خپله له ليکوالانو او وياندانو سره وږغيږئ، دوى به ښايي په خپلو ليکنو، ويلو، او کړنو تر موږ ښه پوهيږي، او دغه پوښتني مو هم په دوى پوري اړه لري.
ځکه نو پوښتندويان هم د دوى په تلاښ کښي سول او څه اووء تنه ليکولان او وياندان ئې و موندل، او داسي ورسره وږغېدل:
تاسي ولي "تر" په "د" سره اړوئ، او "پر" په "په" سره اليشوئ؟ د څرګندوني په توګه تاسي يا ستاسي نور وياندان او ليکوالان وايسات يا کاږئ: له کندهاره د کابله پوري، يا له ګهيزه د غرمې پوري.
په دغو جملو کښي د \د\ پر ځاى \تر\ راځي، تر کابل پوري، تر غرمې پوري.
دغسي هم واياست "په پنځو بجو " يا " په لسو بجو" چي بايد "پر پنځو بجو" او " پر لسو بجو" وي. په دغو دواړو آداتو کښي تاسي د هر ادات \د\ حذفوئ، تاسي ولي داسي کوئ؟ ولي له "پکښي" څخه دمنځ تورى کاږئ او "پکي" کوئ ئې؟ ولي له "کرهڼه" څخه د منځ تورى \هـ \ کاږئ او "کرنه" کوئ ئې؟ تاسي خو لکه وينه او اوبزي چي په لرګي او وړين کالي کښي غارونه جوړوئ، تاسي په لغاتو کښي همداسي کوئ، له دغه کاره څخه مو مراد او موخه څه وي؟ آيا تاسي دغه بشپړه ژبه ويجاړوئ؟
يوازي دغه څه نه دي، تاسي په ژبه کښئ هم لغوي تحريفات کوئ او هم مانايي تحريفات پکښي کوئ، آيا تاسي د دغي ژبي ږغېدونکي له خپلي ژبي څخه خواتوري کوئ؟ اوس لا ډېرى ځني بېزاره سوي دي، څه دوې مياشتي ترمخه موږ په کابل کښي دوادء و ميلمستيا ته وربلل سوي وو، هورې د هر ګردي مېز پر شاؤخوا باندي لس کسان کښېنستل، له موږ سره هم اووء ځوانان کښېنستل، دوى په خپلو منځو کښي ټوکي سره کولې، خوښ او په خندا ول.
دوى يو له بله سره دري فارسي ويله، خو له موږ سره ئې سمه کندهارۍ پښتو ويله.
په هوايي ميدان کښي دوه کندهاريان ځوانان ول چي خامکي ښايستې غاړي ئې اغوستي وې، دوى يو له بله سره په خپله لهجه ږغېدل، خو په تليفون کښي بيا په بله لهجه ږغېدل، دغه ژبه اړول ضعيف النفسي ده، که ئې تر شا پټه آجندا ستوالئ لري؟ هغه به بېله دې څخه چي دغه ژبه ئې ګډه وډه کړې وي او په نهايت کښي ئې خلګ له خپلي ژبي څخه خواتوري کړي وي، بل به نو څه وي؟
آيا تاسي دغه کار کول غواړئ چي و خپلي ژبي ته مو خيانت کړئ وي، يا که بله موخه او مراد لرئ؟
وياندان او لکيوالان: موږ په ژبه کښي هيڅ تحريفات کړي نه دي اونه مو ئې لغاتونه ور کنډو کړي دي، هغه کسان چي دغه کار کوي هغوى به خپل دلايل لري، او هم به ئې درته ووايي څود ځان دفاع ئې کړې وي چي بيا کله چا د ژبي ميکروبونه بللي نه وي، دغه د تحريفاتو ليست يا لاړ چي تاسي جوړ کړئ دئ، هغه و موږ ته راوسپارئ، او موږ به ئې پرهري ادبي ټولني او هر ادبي بهير باندي سپارښتنه وکو څو دوى ئې يا مجموعي جواب ويلئ وي، يا ئې اړونده کسانو انفرادي جواب ويلئ وي، که نه ګانه داسي پېښه نه سوه، دا د کندهار اطلاعات ؤ فرهنګ رياست مسئوليت دئ چي دغه ادبي ټولني او بهيرونه ور وغواړي څو يا ئې مجموعي يا انفرادي جوابونه او دلايل ځني اخستي وي يا يې له دغو انحرافاتو څخه لاس اخستئ وي، که به دغه جاهلانه انحرافات وي يا که به غلامانه انحرافات وي، بايد مخنيوى ئې سوئ وي، که داسي نه وکړل سي، ژبه به ګډه وډه او ويونکي به ځني بېزاره کړل سي- نو خود به دغه ژبه ويجاړه کړء سوې وي، او نو د دې له محوه کېدلو سره به ئې قوم يا توکوم هم محکوه کړء سوئ وي.
پاته لري ……

دغه ليکنه د ١٣٩٠ يم کال د طلوع افغان ورځپاڼي د ٥٢ يمي ګڼي څخه تر ٧٨ يمي ګڼو کي نشر سوى دئ.