کور / هراړخیز / ايا ذکاوت او ځیرکتیا هم په یو درد خوري ؟

ايا ذکاوت او ځیرکتیا هم په یو درد خوري ؟

لیکنه : موتلو تونبکچي

ژبـاړه : ص.ا.ب

چي څښتن ته هیڅ ګټه نه لري خو غوښتونکي یې بې شمیره وي بل داسي یو شی هم سته؟

که نور هیڅ هم نه یي،ویاړو په ځان او زموږ په وړاندي کسان به راته وايي"ډېر ذکي یې"…Ahmadullah saber احمدالله صابر

اما،په ذکي کیدولو سره دي اضافه خوښونکي؟ اضافه پیسې درکوونکي؟ او که دا "چي اولادونه (چیچیان او بچیان) مو ذکي سي"له ذکي سره واده ته ترجیح ورکوونکي؟؟؟ نه سته داسي کم څه.

د منځنیو کسانو بخت ډېر لوړ دی! په هره برخه کي…

یو منځنی کس پر یو لار درسره ځي… مګر ذکي؟ پر یوه یې نه سې بېولای،خبره نه سوای ورسره کولای… یو سر درد دی! کار یې نه خوښیږي،مکتب يې نه خوښیږي،ځای نه خوښوي،لیلیه نه خوښوي،ښځه یې نه خوښیږي… ګومان کوي چي ژوند يې مصرف سو په فکر،فکر کي وي، زهیر وي.

پر خپلو دردونو بسنه نه کوي،خوا و شا د اوسېدونکو ژوند هم ورته په یو تریخ رنځ تبدیليږي.

درد و رنځ يې یوازي د ځای،لیلیې او ښځي له امله نه وي. شاوخوا یې د احمقانو(بوده ګانو،ډرانو) ډکه ده او همېشه د هغو اصلاح کول غواړي.اصلاح کول یې مجبوریت دی. ولي؟ ځکه چي د حماقت او عادي کړني تر منځ لومړی فرق کوونکئ دی دی. نو له دې امله بیاهم لومړۍ مرسته دی کوي.

یو ذکي،د احمق په وړاندي تر احمق ډېر بېچاره دی. ذاتآ احمق د کومي چارې په لټه کي نه دی،هغه د ډېرو شیانو په کیسه کي لا نه دی او د کومو په کیسه کي چي دی هغه دده لپاره بس حتی پر ډېر هم دي. ذکي چي دی بېچاره دی.چیري چي چا تر اوسه خاپوړي لاهم نه وي کړي هغه له داسي ځایو ډېر مخکي تېر سوی. بېچاره دی ځکه احمقتوب د بدشکلۍ او بدرنکۍ په څېر یو شی نه دی چي که په وچ زور هم وي د جوړېدو وړ دی "ځان ډنګر کړه،سینګار وکړه،ښه ښایسته لباس واغونده" بدرنګه ته ویلای سوای مګر احمق ته څه وایې؟ ورته وایې څه؟ د هغه موډل داغه رکم دی.

تر ټولو ډېر کړېدونکي،ذکي ځوانان دي. ځکه له دې رش او کش څخه پرته يې ځانته یو بیل محیط نه دی موندلی او مجبوره دي چي په همدې رش او کش کي یو څه زده هم کړي. "بیخي صحیح دی،تېر سه! پوه سوم! هر ګړی یې مه تکراروه داغه یو شی!" د ذکي په سر کي بېله دې چي "پول غمیږي پول!" بله جمله نه راګرځي.

یو ذکي ځوان د ځان خوښووني د غونډۍ پر هاغه سر ناست دی. نور نو د هر چا په قابیلیت او اهلیت پوهیږي، چي ته مازي وا یاو،دی بیا پوه وي. پوهېدل به دی خوشحاله کړي؟ اریانول (سرپرایز) نه سته…

د ذکي درد خوابدتیا نه ده. اساسي درد یې د هغه مشکلات دي ډېر وختونه په ډیرو ځایو کښي مجبوره دی چي چپ پاته سي. او په ده پوري اړه نه لرونکي فکرونه په داسي اواز سره افاده کوي چي اواز هم په ده پوري هیڅ تړاو نه لري.

پام! له همدې سببه ویر او تآسف ونه کړئ چي کوچنیان مو سوپر ذکي نه دي. او که چیري په دې پوه سواست چي ذکي دي نو که امکان وو بولګور،هامور او باقلي (باغلي) په وخورئ. چي اضافه ذکاوت تر لاسه نه کړي.

یو څاڅکۍ اضافه ذکا د یو عمر کړاو په معنی ده…