کور / سياسي / (ټوپک زما قانون دی)

(ټوپک زما قانون دی)

(ټوپک زما قانون دی) په پښتونخوا کې د یوه جوړ شوي فلم نوم دی. چې په افغانستان کې له ټوپکواکي دمخه جوړ شوی دی. ما تر اوسه دغه فلم نه دی لیدلی. خو (ټوپک زما قانون دی) خبره مې له ۱۳۷۱ کال وروسته چې کابل ته بې شمیره ټوپکیان را شیوه شول، ډیره اوریدله. هغه چا چې دغه فلم یې لیدلی و. د ټوپکیانو د غیر قانوني کارونو په وخت کې به یې دغه جمله ډیره ویله. څه غاړې بندې کړم دغه خبره مې نه هغه وخت او نه هم اوس هوبهو له کوم ټوپکوال څخه اوریدلې ده چې ویلي دې یې وي چې زه قانون نه منم دغه ټوپک زما قانون دی.

خو په افغانستان کې د ټوپکوالو کړنو دا ثابته کړه چې د دوی قانون ټوپک دی. د همدې ټوپک له میله هرڅه ویني او د ټوپک په سیوري کې د شتمنیو او امتیازاتو خاوندان شول.

دادی کلونه کیږي چې ټوپکوال دلته او هلته په مختلفو نومونو په خلکو واکمن دي. هر څه یې چې زړه وغواړي هغه کوي. د تنظیمونو په دوران کې هغه څوک چې ټوپک یې درلود داسې و لکه چې قانون یې په لاس کې وي. د ټوپک خاوند کولی شول د چا شخصي شتمني په آساني سره خپله کړي. د ټوپک خاوند کولی شوای خپلې ټولې غوښتنې پر بې ټوپکه خلکو ومني.

زموږ په کلیو او بانډو کې اوس د طالبانو په نوم نور ټوپکیان کولی شيقانون په لاس کې واخلي. بس یوه کوچنۍ ډله ټوپکیان کولی شي د سیمو په ډیرو خلکو خپلې غوښتنې ومني. دوی کولی شي یو شتمن سړی چې کلونه کلونه یې زحمت ایستلی وي له حکومت سره د تړاو په تور ونیسي او پخپل شخصي زندان کې یې بندي کړي او بیا یې د ډیرو پیسو په بدل کې د څه وخت لپاره خوشی کړي او یا یې هم ژوند واخلي.

دوی کولی شي په لویه لار کې ماین کیږدي هر څوک چې پرې والوزي، دوی ته مهمه نه ده. دوی کولی شي د خلکو شتمني چور کړي خو څوک هیڅ هم نه شي ورته ویلی.

همداسې په سیمه ایزو ادارو کې نور ټوپکیان چې په بیلابیلو نومونو یې ټوپک اخیستي دي، قانون یې پخپل اختیار کې اخیستی او پر خلکو ظلمونه کوي. که پر دوی د قانون تطبیقولو کومه هڅه وشي نو سیمه ایزو چارواکو ته خبرداری ورکوي چې له خپل ټوپک سره به غره ته پورته شي او د دوی پرضد به وسله واله مبارزه وکړي.

دا ډول خبرې زموږ په روان ناورین کې زیاتره له بې مسوولیته ټوپکوالو څخه اوریدل کیږي. ځکه د هغوی په نزد ټوپک چې د هر چا په لاس کې وي قانون یې هم په لاس کې دی.

خو په دې وروستیو کې مو د داسې چا له خولې هم دا ډول خبرې واوریدې چې دا لس دولس کاله یې دموکراسي او ولسواکي ګردانوله. د افغانستان د جمهور ریس لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم پخپله وروستۍ تاریخي وینا کې چې د والیانو په ملي کنفرانس کې یې واوروله وویل چې که پرې ظلم وشي ټوپک به را واخلي او غره ته به پورته شي. د نوموړي دغه ډول څرګندونې د شنونکو له خوا په زورګویي او له روان دموکراتیک بهیر سره په مخالفت کې تعبیر شوې دي او له خلکو سره یې دا اندیښنې را پیدا کړې دي چې یو ځل بیا به ځینې پخواني ټوپکوال او زور واکان له خپل زر او زور څخه په ګټې اخیستنې سره روان دموکراتیک او قانوني بهیر ګډوډ کړي. د نوموړي له خبرو څرګندیږي چې هغه کسان چې دا څو کاله یې له واک څخه په ګټې اخیستنې سره افسانوي شتمنۍ ترلاسه کړې دي، حاضر نه دي چې له اوسنیو امتیازاتو څخه تیر شي.

دادی یو ځل بیا د ارګ یا مرګ ویرونکی شعار د را ژوندي کیدو په حال کې دی. او ځینې په قدرت مین کسان غواړي چې د ټوپک په وسیله یو ځل بیا قانون په لاس کې واخلي او د (ټوپک زما قانون دی) شعار عملي کړي.

خو اوس وخت بدل شوی له نیکه مرغه اوس افغانستان اساسي قانون لري او د اتباعو وجایب او مکلفیتونه د قانون له مخې تنظیم شوي دي.دلته باید هر څه د قانون په چوکاټ کې تر سره شي. افغان ولس باید پرې نه ږدي چې څو کسان د تیرو کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کړي.

 

ویښ افغان