کور / تازه خبرونه / کندهار: پر درو ښوونځیو د ماشومانو کتابونه ووېشل سول

کندهار: پر درو ښوونځیو د ماشومانو کتابونه ووېشل سول

نن (۱۳۹۴ د حوت دوهمه) د کندهار د نازو انا او د فاضل کندهاري په لیسو کي او دغه راز د ویسا په اکاډمي کي د ماشومانو د ځانګړو کتابونو ۳۰۰ ټوکه ووېشل سول. 

Mukhtar kakar children books

دغه کتابونه هالنډ مېشتي افغان مختار احمد احسان ژباړلي دي چي څو میاشتي تر مخه د افغان ښووني او روزني مؤسسې (اې، اِي، ايف) چاپ کړل. دغه مؤسسې د (۱) زما سوی، (۲) فټبالر، (۳) کره کي سپی، (۴) سره زر او (۵) د نړۍ اووه عجایبي آثار څلور زره ټوکه چاپ کړي دي او په پلان کي لري چي د کندهار د ټولو ښوونځیو پر زده کوونکو يې ووېشي. 
لومړني څلور کتابونه ښوونیز داستان لري چي د موضوع اړوند انځورونه هم پکښي سته. علاوه پر دې د ژباړن له خوا سوالونه او جوابونه ور اظافه سوي دي، څو د زده کوونکو لپاره ګټور تمام سي.

Mukhtar Ahmad Ehsan Published Children Books by AEF (1)

د افغان ښووني او روزني مؤسسه Afghan Education Foundation د تقریباً ۱۵ کالو راهيسي په امريکا کي د مېشتو افغانانو په مالي مرسته په افغانستان کي وړيا ښوونيز او روزنيز خدمتونه کوي. په دې موده کي د اې، اِي، ایف له برکته اکثره بې وسه افغان کوچنيانو او ځوانانو ته د انګلیسي ژبي د زده کړي، کمپیوټر زده کړي او نورو مضمونو د وړيا زده کړو اسانتيا برابره سويده او دا لړۍ اوس هم ادامه لري.

 

Mukhtar Ahmad Ehsan Published Children Books by AEF (2)

Mukhtar Ahmad Ehsan Published Children Books by AEF (3)

اړوند خبرونه: 

اې، اِي، ایف د پنجوايي په ولسوالۍ کي پر ماشومانو کتابونه ووېشل