کور / سياسي / غازي محمدجانخان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ

غازي محمدجانخان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ

سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د  سيد امين مجاهد لیکنه له تاسو سره شریکوو چې غازي محمدجانخان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ نومېږي (اداره)

غازي محمدجان خانچــې پیداشوې تا ژړل نورو خـندا کړه

هسې مړ شه چې ته نور ژاړي او ته خاندې

 

کوم ستر توپیر او جلاوالی چې د اشخاصو تر منځ شته، هغه په اصل کې د دوی د فطرت، خصلت او استعداد نه نشات کوي او همدا صفتونه دوی ته ښې ډېرې ښېګڼې او امتیازونه ور په برخه کوي چې عادي انسانان ترې بې برخې وي لکه د حق د تر لاسه کولو د پاره مبارزه او په دې لاره کې د راز راز ستونزو ګالل او ځان ورته نیول او د یو څرګند او ښکاره حقیقت د پاره د مشخصې لارې غوره کول او ورسره د ټینګې ارادې لرل.

دا راز خلک د ټولنیزو او سیاسي چارو او قضایاوو په څېړلو کې، هغه عوامل او حقایق ښه ویني، کوم چې د عامو خلکو سترګې یې نشي کتلی او د هر چا عقل یې د حقانیت په موندلو نشي برلاسه کېدلی.

څرنګه چې دوی د مسایلو پر حقانیت ښه پوهیږي او تر نورو یې ښه احساس او درک کولی شي، ځکه نو همدا خیل خلک د ټولنې په خوځښت او ارتقا کې تر نورو ګړندي او مخکښ وي او د بده مرغه چې همدا راز شخصیتونه بیا تر نورو زیات د راز راز ستونزو، ګواښونو او تهدیدونو لاندې راځي، آن تر دې چې په دې لاره کې اکثرا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

غازي محمد جان خان وردک یو د همداسې شخصیتونو څخه و چې د خپل پلرني وطن سره بې کچې مینې، له هغه نه یو مدبر پوځي جنرال جوړ کړ او بیا د همدې مینې له وجهې لومړی غازي او بیا یې د شهادت لوړه درجه خپله کړه.

تاریخونه لیکي: محمد جان خان وردک د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ د وخت یو پیاوړی منصبدار او په چارو کې پوه جنرال و، او کله چې د امیر شیرعلي خان په میراث د هغه مشر زوی محمد یعقوب خان د امارت چوکۍ اشغال کړه، نو بیا هم محمد جان خان وردګ د هغه د سترو او اعتباری جنرالانو څخه ګڼل کېده.

ګڼ شمېر د تاریخ پوهانو د دې خبرې پخلی هم کړی دی چې جنرال محمد جان خان وردک په امیر شیرعلي خان دومره ګران ړ چې د نازه به یې هغه ته د (دیوانه) خطاب کاوه او بالاخره نوموړی جنرال په همدغه(لقب) سره مشهور هم شو او د دې وجه دا وه چې شپه او ورځ به یې نه لیدله او تل به د پوځ په جوړېدنه، روزنه او سمبالونه مصروف و او دا د خپل هېواد، ولس او پوځ سره د نوموړي د بې انډوله لېونۍ مینې نماینده ګي کوي او همدا لېونی احساس د دې لامل شو چې د انګرېزانو سره د افغانانو په دویمه جګړه کې- افغان مېړنی ولس په اصطلاح همدغه لېونی خپل مشر وټاکه او هغه بیا داسې حماسې جوړې کړې چې: تر څو چې دا وطن ودان وي، نو ورسره به محمد جان خان وي.

د غازي محمد جان خان د غیرت، شهامت، ولسی نفوذ او پوځي تدبیرونو په هکله تاریخ پوه ډاکټر محمد حسن کاکړ زموږ د وینا پخلی داسې کړی دی: (محمد جان خان شخص بسیار احساساتی بود، بحدیکه امیر شیر علی خان ویرا دیوانه میخواند. مگر همین دیوانه بود که قطعات اردو، بعد از واقعه کیوناری در بالاحصار ویرا به رضا، رغبت و ابتکار خود بحیث غټ مشر (غند مشر) انتخاب نمود، و به این صورت او نخستین منصبدار نظامی انتخابی در تاریخ افغانستان میباشد. (۱)

څرنګه چې غازي محمد جان خان د پوځ یو با تجربه سپه سالار و؛ نو د ۱۸۷۹ او ۱۸۸۰ کلونو په بهیر کې چې د انګرېزانو او افغانانو تر منځ د هېواد د اشغال او خپلواکۍ دوه یمه جګړه روانه وه او امیر محمد یعقوب خان هم د انګریزانو په ولکه کې ښکېل شوی و او د دې کار ناوړه پایله محمد جان خان وردک عملا پیشبیني کوله، له دې وجې یې د انګریزانو پر خلاف د ملي پاڅون له پاره د سر او سامان ورکولو کار د امیر د ارادې او اجازې پرته پیل کړ.(۲) او د دې کار د پاره یې د یو شمېر نورو مجاهدینو لکه ملامشک عالم اندړ، مولوی عبدالغفور لنګری اخندزاده، میر بچه خان کوهدامنی او داسې نورو سره دمګړۍ خپل راز شریک او د وخت په انتظار شو.

د ۱۸۷۹ کال د مې په ۲۶مه (۱۲۵۸ق- د مرغومی پنځمه) کله چې انګرېزانو د امیر محمد یعقوب خان د مجبوریت نه ناوړه ګټه واخیسته او د ګندمک ناولی تړون یې پرې لاسلیک کړ، سره له دې چې غازی محمد جان خان یو پوځي منصبدار و؛ نو د امیر د دې کار سره یې مخالفت وکړ. سیده د امیر حضور ته ودرېد او په واضحو الفاظو یې ورته وویل: زه د هېواد د برخلیک په سر د هیچا سره هیڅ ډول معامله او لوظنامه نشم منلی، خبر اوسه چې د ګندمک د تړون پر ځای به زما تړون د انګرېزانو سره په توره وي او تر هغه چې زه ژوندی یم، د خپل توان په اندازه د خپل هېواد د برخلیک په اړه به نه د چا په خولې او نه هم د چا په قلم د انګرېزانو سره لاسلیک شوی تړون په رسمیت وپېژنم، او همدارنګه نه به چا ته دا اجازه ور کړم چې افغانستان په دې چل ول تر خپل اشغال لاندې راولي. ته او ستا انګرېز پلوه درباریان چې هر څه کوﺉ، ستاسو خپله خوښه ده.(۳)

د همدې امله یې د انګرېزانو پر خلاف د جهاد په موخه د غزني، وردگ، پروان، کوهستان او د کابل په خلکو د جهاد غږ وکړ، چې د پښتنو تر څنګ تاجکانو او هزاره ګانو د هغه ملا  مظبوطه کړه او دا د پرنګیانو پر خلاف د محمد جان خان وردک لومړنی علني غبرګون و.

دکتور اسدالله شعور پدې اړوند لیکي: (غازی محمد جان خان وردگ از جنرال های اردوی امیر شیر علی خان و امیر محمد یعقوب خان است. در جریان معاهده ی ننګین گندمک با لشکری در معیت امیر محمد یعقوب خان بود.

چون از امضای این معاهده رضایت نداشت و نیز در بازگشت از ګندمک با دیدن اسارت امیر در دست انګلیس ها، با اردوی انګلیس ها مصاف داد….)

محمد جان خان د پیرنګیانو پر خلاف د عمومي پاڅون له پاره لومړی د افغاني دود او دستور له مخې د قومي مشرانو حجرو او دېرو ته لاړ، هغوی ته یې ننواتې وکړې، ځولۍ یې ورته وغوړوله او د میندو او خویندو پلونه یې غوټه کړل، تر څو خپل میړونه او زامن په ننګ راولي او دد دښمن د شوم نیت نه یې خبر کړي، چې زموږ د هېواد غصبولو ته یې ملا تړلې ده.

په پاې کې جرګو او مرکو خپل کار ورکړ او د انګرېزانو سره د جګړې له پاره ټول افغانان د غازي محمد جان خان تر قوماندې لاندې د وطن د دفاع په شریکه لیکه کې تر یو ملي بیرغ لاندې ودرېدل. لومړی یې د قاضي کلا او د اسمايي غر د دښمن د ناپاک وجود نه پاک کړل او بیا یې د شیرپور په لور یون وکړ، کوم چې د انګرېزانو سیاسي- پوځي قرارګاه وه. خو د بده مرغه چې د یو شمېر تش په نامه جهادي مشرانو غداري د دې لامل شوه چې پرنګیان لکه د ۱۸۴۱کال په څېر د افغانانو سره په لومړۍ جګړه کې چې ټول تباه شول، دا پلا د حتمي ماتې نه وژغورل شول.

که څه هم ډېر شمېر څېړونکي په دې کار کې د پاچا خان او محمد شاه خان سرخابي لاسونه دخیل بولي، چې دوی انګرېزانو ته د  شپیته زره کلدارو په بدل کې پر شیرپور باندې د غازي محمد جان خان د برید پلان افشا کړ(۴)     خو کاتب هزاره بیا دا پړه پر غازي محمد جان خان اچوي چې ګواکي دا کار هغه کړی دی(۵)  خو غټ شمېر څېړونکي بیا د وروستي نظر سره موافقه نه لري او زما په خپل اند هم دا سمه خبره نه ده، ځکه چې په سراج التواریخ کې چې په دې هکله څه لیکل شوی، دلیل یې دا دی چې نوموړی کتاب، فیض محمد کاتب هزاره د امیر حبیب الله خان خان په فرمایش د هغه د نظارت لاندې لیکلی، څوک چې د امیر عبدالرحمن خان زوی دی، او په دې خبره بیا هر څوک پوهیږي چې امیرعبدالرحمن خان د غازي محمد جان خان سره ډېر مخالف او حتی د همغې په امر په شهادت رسېدلی دی. نو زماا ګومان دا دی چې کاتب هزاره دا کار ښایي یا امیر حبیب الله خان ته د خوش خدمتۍ له وجې او یا هم د هغه له ډاره کړی وي.

د مرحوم فیض محمد کاتب هزاره د لیکنې د ردېدلو یو دلیل دا هم کېدای شي چې: هغه مهال چې امیر محمد یعقوب خان د انګرېزانو لخوا بندي شوی او د افغانانو او پرنګیانو تر منځ جګړه په خرپ روانه وه، همدا مهال غازي محمد جان خان د خپلې کورنۍ ټولې شتمنۍ حتا د ښځو ګاڼه خرڅه کړه او د هغو په پیسو یې د سرو زرو سکه ووهله او پرې ویې کښل:

                      میکنم دیوانه گی تا بر سرم غوغا شود

                      سکه بر زر میزنم تا صاحبش پیدا شود

نو څرنګه چې غازي محمد جان خان د جهاد په لاره کې خپله شخصي شتمني هم ولګوله، نو د کوم منطق له مخې هغه بیا  د شپیته زره کلدارو په بدل کې د وطن سره خیانت کولو ته زړه ښه کاوه.

که څه هم چې په سرو زرو باندې سکه وهل او پرې ورباندې د هغه پاس بیت لیکل، مرحوم غبار د میر غلام قادر اوپیانی کار بولي(۴) خو زما په اند دا خبره هم سمه نده، ځکه چې دا بیت په خپله د دې شهادت ورکوي چې دا کار غازي محمد جان خان کړی او وجه یې دا ده چې(دیوانه) د هغه (لقب) دی کوم چې د امیر شیرعلي خان له خوا ورته ورکول شوی و.

که څه هم چې غازي محمد جان خان په خپل ژوند کې د (سکې خاوند) و نه کوت، خو د ده او د ده د ملګرو د سرښندنې برکت و چې په ۱۹۱۹ زیږدیز کال د یو بل غازي اعلیحضرت امان الله خان په مشرتابه، مېړنیو مجاهدینو د وردګ جنرال او د هغه د نورو ملګرو لار تعقیب کړه او بالاخره یې دهېواد په خپلواکۍ سره د هغه ارمان پوره او اروا  یې د هغو ښاده کړه.

دا چې غازي محمد جان خان وردک د دولتي واکمنۍ پرته د وخت د زبر ځواک یانې پرنګي مجهز لښکر سره ډغرې وهلې څنګه توجیه کېدای شي؟ بې له شکه د هغه ولسي نفوذ او پوځي تدابیر. ګوندې مهال ده چې یو څوک دې د ولس د ملاتړ پرته داسې حماسې جوړې کړي چې د هېواد تاریخ پرې تل وویاړي.

غازي محمد جان خان یوازې په وردګو او یا پښتنو پورې اړوند شخصیت نه و، بلکې هغه یو ملي اتل و، ځکه خو د پښتنو تر څنګ تاجکانو او هزاره ګانو او بالآخره ټولو افغانانو په جهاد کې د هغه ملا مضبوطه کړې وه او دا د ده سره د خپل ولس مینه وه او د ده خپل کړه وړه وو، چې په خلکو یې جادو کړی او ټول یې د ځان کړي وو.

د دې تر څنګ غازي محمد جان خان د کوزې پښتونخوا په میشته قامونو او قبایلو کې هم د پوره محبوبیت نه برخورداره و. کله چې د انګرېزانو سره د افغانانو په دوه یمه جګړه کې کله چې د ۱۸۷۸ کال د نومبر په ۲۱مه انګریزي لښکرو د جنرال سمویل او جنرال ماد په مشرۍ د برتانوي هند څخه د خیبر له لارې پر افغانستان یرغل وکړ، نو د غازي محمد جان خان په غوښتنه د کوزې پښتونخوا ټولو میشته قامونو په یو غږ د کرنیل(غنډ مشر) محمد جان خان مرستې ته راودانګل، چې د افغانستان پر لوري د انګریزانو مخه ډب کړه او د نوموړي د همدغه ولسي نفوذ او پوځي تدبیرونو له امله وه چې د کابل واکمن امیر شیر علي خان د ده په غیاب کې ورته د غند مشرۍ نه د جنرالۍ رتبه منظوره کړه.

خو کله چې محمد جان خان وردک د خیبر نه کابل ته راستون شو، تر شا یې سمدستي انګرېزان هم د خیبر نه د کابل په لور راوخوځېدل، خو دلته هم نوموړي د خپل ولسي نفوذ په زور، د چهلستون او چهار اسیاب اوسیدونکي  ولسي پاڅون ته راوبلل چې د نارینه وو تر څنګ ښځو هم د جهاد سنګرونه پیاوړي کړل، د کټواز په سلیمان خیلو پورې اړوند د حبیب اکا لور، غازي ادې هم د همدغه مجاهدینو څخه ده، چې مېړه او ځوی یې لا یو کال د مخه د انګریزانو سره په جګړه کې شهیدان شوي وو.  د دغه سوبې نه وروسته محمد جان خان د کابلیانو په زړونو کې دومره ورننوت چې هر چا به په خپل نوی زېږېدلي ماشوم د تبرک د پاره د محمد جان نوم اېښوده او د لویو او وړو په خوله کې به دا ملي ترانه چې شاعر یې مالوم نه و، پرته وه او په کلیو او بانډو کې به یې زمزمه کوله:

محمد جان خان مرد میدانس

جنګ و شورش به هرآنس

یعقوب خان صاحب ایمانس

امیر ما موسی جانس

                          بیا بچیم اګور بخور

داوود شاه خرس کلانس

راپت کل- لات کلانس

ولی ماد خان شیطان است

بچی روس عبدالرحمانس

عصمت الله خان به کشم انس

 بیا بچیم انګور بخور

کابل شد هندوستانس

دبل روپیه پرانس

یله گردی زنانس

اوازه به ایرانس

که هرات مال تهرانس

                        بیا بچیم انګور بخور

ایوب خان بسیار حیرانس

باقی یک جنګ کلانس

صحرا همه پر ارغوانس

گل سرخ خون شهیدانس

بیا بچیم انګور بخور

چې د همدې ولسي ترانې د محتوا نه د غازي محمد جان خان د ولسي ملاتړ، ښه جنګي او پوځي تدبیر او وطني احساس پته لګېدلی شي.

کله چې په ۱۸۸۰ کال د انګرېزانو پر خلاف په ټول هېواد او د هغې جملې نه د کابل په ښار کې ملي پاڅونونه پیل شول او انګرېزانو زمونږ د هېواد پرېښودلو سره موافقه وکړه، نو یعقوب خان یې هم له ځانه سره هندوستان ته بندي بوت. خو په کابل کې د قدرت د خلا په خاطر مجاهدینو پرېکړه وکړه چې عبدالرحمن خان له بخارا نه راوغواړي او دلته یې واکمن کړي. نو عبدالرحمن خان لومړی پروان ته راغی چې د محمد جان خان د ورور محمد افضل خان لخوا یې تود هر کلی وشو او بیا له هغه ځایه سیخ په اوسنیو ده افغانانو کې د محمد جان خان کور ته ورغی، هلته چې اوس د معارف وزارت جوړ شویدی او تر شپې تېرولو وروسته سهار مهال دواړه د بالا حصار په لور وخوځېدل او هملته د شاهي تاج د غازي محمد جان خان په لاسونو د عبدالرحمن خان په سر کېښودل شو.

دا مهال یو زیات شمېر کابلیان د بدرګې په توګه د دوی مخې ته راوتلي وو او د بالاحصار د شااوخوا ټولې لارې یې نیولې وې او دوی یې د الله اکبر او یا چار یار د نارو په ویلو سره بدرګه کول آن تر دې چې یو شمېر حاضرینو په غازي محمد جان خان حمله وکړه او د هغه د ځان د جامو څخه یې د تبرک د پاره ټوټې څیرې کړې او یو شمېر نورو یو بل ته نارې وهلې چې: ( که څوک غواړي جنت ته ننوځي، نو د غازي محمد جان خان مخ ته دې وګوري.) او دا هغه څه دي چې په پراخه پرګنو او ولسونو کې د غازي محمد جان خان د پراخ ولسي نفوذ او پوځي پیاوړتیا نماینده ګي کوي.

د غازي محمد جان خان یوه ځانګړنه دا وه چې د هرې سیمې د مجاهدینو یو مشر به یې تل د ځان سره په څنګ کې ساته او د هغوی څخه به یې یوه شورا جوړوله. په دې شورا کې د داسې قامونو استازي هم وو، چې پخپلو کې به سره مرګ ته ناست وو، خو د غازي محمد جان خان د ښه سیاسي او پوځي تدبیر له وجې دوی په یوه ټغر او یوه دسترخوان سره کېناستل او په دې ترتیب د دښمنو قامونو د کلونو کلونو دښمنۍ او لانجې سره اوارې شوې. د غازي دې کار هم په ولسونو کې د هغه نفوذ او ملاتړ زیات کړ. او دا خبره هم د یادولو وړ ده، چې افغانانو ته وطن د ناموس حیثیت لري او د دې ناموس د ساتلو په خاطر چې محمد جان خان د انګرېزانو پر خلاف د جهاد ملا وتړله، نو د هغه اعتبار یې لاپسې زیات کړ، ځکه پرنګیان لا د ډېرو پخوا زمانو راهیسې زموږ خلکو ته د دین او مذهب دښمنان معرفي شوي او کرکه یې ترې لرله، چې د هغوی پر خلاف جهاد د محمد جان خان په ملاتړ، نفوذ او رسوخ کې بې اغېزې نه و.

لنډه دا چې غازي محمد جان خان وردک زموږ د هېواد یو جهادی، سیاسي او پوځي شخصیت تېر شوی، چې د انګریزي ښکېلاک پر خلاف یې د افغانانو سره د انګرېزانو په دویمه جګړه کې ډېر قاطع، رهبري کوونکی او سرنوشت ساز رول لوبولی او د همدې وجې یې د خلکو په پراخه پرګنو او ولسونو کې د مینې او دوستۍ پراخه ریښې ځغلولي دي.  که د غازي محمد جان خان ولسي نفوذ او پوځي تدبیرونه نه وای، نو ښایي د یعقوب خان نه وروسته د افغانستان حالاتو بله بڼه غوره کړی وای او ګټه یې پرنګیانو ته رسیدلی وای.

په خلکو او ولسونو کې د غازي محمد جان خان پراخه نفوذ د دې لامل شو چې د امیر عبدالرحمن خان کینه د هغه پر خلاف را وپاروي چې لومړی یې هغه او د هغه یاران د انګرېزانو په اشاره، چې دی یې د انګرېزانو د پلانونو د عملي کولو ستر خنډ باله، ونیول او بیا یې مزارشریف ته تبعید کړ او هلته یې لا رسولی نه و چې د ابدو کوتل ته یې نږدې د نورو مجاهدینو سره یو ځای په کال ۱۸۸۱ کې په ناځوانمردانه توګه په شهادت ورساوه او په دې توګه یې د افغانستان د جهاد د تاریخ یوه درنه سټه تر خاورو لاندې کړه، اروا یې ښاده!

که څه هم چې د بابای ملت اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې د غازي محمد جان خان د سترو خدمتونو په بدله کې د کابل ښاروالۍ له خوا په کابل کې یوه جاده او یو پُل د غازي محمد جان خان په نوم ونومول شو (۷) خو هیله ده چې یواځې په دې بسیا ونشي او د نوموړي په نوم پوځي مډالونه، فرقې او کتابتونونه جوړ شي، ځکه هغه په هر څه ارزي.

       ماخذ او منابع

۱- حیات الله حلیم، غازي محمد جان خان وردک، د وردګو کلتوري یون، د بهیر مطبعه، کابل: ۱۳۸۷، ۳۳مخ

۲- همدا اثر، ۱۷مخ

۳- همدا اثر، ۴۰ مخ

۴- میر محمد صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، درې ټوکه، قم، ۱۳۷۳کال، ۳۶۵مخ

۵- فیض محمد کاتب هزاره، سراج التواریخ، دوه ټوکه، طبع مطبعه حروفی دارالسلطنه، کابل، ۱۳۳۱ ، ۳۵۸مخ

۶- میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، لومړی ټوک، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۴۶، ۶۳۱

۷- سید قاسم رشتیا، افغانستان در قرن نزده، پنځم چاپ، طبع بنګاه انتشارات و مطبعه میوند، ۱۳۸۴، د ۳۴۲ مخ لمن لیک.