کور / تازه خبرونه / چارواکي:د سنګین ولسوالۍ جګړه مهار شوې

چارواکي:د سنګین ولسوالۍ جګړه مهار شوې

سنګين ولسوالي لراوبر

د هلمند چارواکي وايي سنګین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالب وسلوالو لوی برید يې له ماتې سره مخ کړ او په درې ورځنۍ جګړه کې یې د ۳ طالب قومندانانو په ګډون ۳۲ وسلوال مخالفین وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.سنګين ولسوالي لراوبر

د دولت وسلوالو مخالفینو سنګین ولسوالۍ پر بیلا بیلو امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه وکړل، خو دولتي چارواکي وايي د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.

د هلمند والي وياند وايي امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د دښمن پټن ځایونه خپل هدف وګرځول، چې په تیرو دریو ورځو کې یې د دریو طالب قومندانانو ملا بشیر، ملا جاهد او ملا شیر آغا په ګډون ۳۲ طالبان وژلي دي.

هلمند مطبوعاتي دفتر زياتوي دغه راز ۴۰ تنه نور وسلوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ترڅ کې د سنګین جګړه مهار شوې او امنیتي ځواکونه په بریالیتوب پر مخ روان دي.

د دغو عملياتو په ترڅ کي امنیتي ځواکونو لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړي او د مخالفینو ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې ویجاړ کړي دي.

د هلمند والي وياند وايي سنګین ولسوالۍ کې امنيتي سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، نوموړي د دولتي اړخ د مرګ ژوبلي شميره ونه ښووله خو وايي چي طالبانو ته تر اوښتي مرګ ژوبلي په پرتله يې مرګ ژوبله لږ ده.

بله خوا بيا طالبان وايي د سنګين ولسوالۍ په جګړه کې له دښمن څخه، ۲ هاموي ټاکونه،  ۱۸میله پيکا ماشیندار، ۲۷ میله کارمولیان، ۶ قبضېRPGراکټونه، ۳ دهشکې، ۱ وسط هاوان، ۱ میل کماندوز هاوان، ۲ میله امریکایی تومانچې، ۵ د پيکا میلان، ۳ پاېي غټې مخابرې، ۵ کوچنۍ مخابرې، ۵۰ صندوقه ډول ډول مرمۍ په غنیمت نیول شوي دي

۲ ټانکونه ویجاړ شوي، له سلو څخه ډير عسکر وژل شوي، د ۳۰ عسکرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي، ۷ عسکر ژوندي اسیران شوي، ۸ عسکر نور په ټپي حالت کې اسیران شوي وو

چي د طالب وياند قاري يوسف په وينا  ۸ تنه ټپي شوي عسکر تیره مازدیګر د انساني همدردۍ له مخې د سره صلیب مؤسسې ته وسپارل شول، ترڅو يې معالجه وشي او خپلوکورونوته واستول شي