کور / تازه خبرونه / مالیې وزیر د اسیا پراختیایې بانک له استازي سره وکتل

مالیې وزیر د اسیا پراختیایې بانک له استازي سره وکتل

اقتصاد لراوبر

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه  د اسیا پراختیایې بانک له استازي ښاغلي ډېوډ ډانیال اولډفیلډ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.اقتصاد لراوبر

په دې لیدنه کې دواړو لوریو له افغانستان سره د اسیا پراختیایې بانک له خوا په مرستو او ملاتړ، د پراختیایې پروژو پر پلي کېدو، په (۲۰۱۷-۲۰۲۱) کلونو کې د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک پر مرستو، د مشارکت په نوې ستراتیژۍ او د یو شمېر نورو مسایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیایې بانک له افغان حکومت سره یو ځای د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره په ګډه کار کوي.