کور / هراړخیز / پاکستان: خلک د ریس فلم خپریدل غواړي

پاکستان: خلک د ریس فلم خپریدل غواړي

پاکستانۍ اداکارې ماهره خان چې په ریس فلم کې مخکښ رول لري، ویلي، چې پاکستانیان په دغه هیواد کې د ریس فلم خپریدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي

ریس فلم د شارخ خان، ماهره خان او نوازالدین صدیقي ګډ فلم دی، چې د جنوري په ۲۵ مه خپور سو.

ماهره خان چې ممبي کې په یو کنفرانس کې خبرې کولي، ویلي چې پاکستانیان د ریس فلم لیدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي. نوموړې زیاته کړه، دې ډاډه ده چې په پاکستان کې به هم دا فلم ډیرې پیسې وګټي.

ټاکل سوې چې ریس فلم په نژدې راتلونکې په پاکستان کې خپور سي.