کور / تازه خبرونه / کابل لوګر لویه لارد ترافیکو پرمخ خلاصه سوه

کابل لوګر لویه لارد ترافیکو پرمخ خلاصه سوه

د لوګر والي محمد حلیم فدایي، چې د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق صافی او یوشمېر مسؤلین هم ورسره و د کابل-پکتیا لویه لار چې د تېرې په سیمه کې د واورې د خویدنې له امله بنده سوې وه خپله سیمې ته ولاړ او دغه لار یې د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه.
د دې لارې لد خلاصون لپاره د پکتیا والي زلمي ویسا هم راغلی و.
لوګر والي رسنیو سره په خبرو کې لومړی د ټولګټو چارو ریاست او امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د دې لارې د خلاصون لپاره یې خپل ټول امکانات په لاره واچول او لاره یې د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه ، همدارنګه لوګر والي د مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ولایتونو د ټولګټوچارو ریاستونو او ښاروالۍ ادارو سره هغه وسایل چې اړین دي په واک کې ورکړي ترڅو د داسې پیښو کې ترینه ګټه واخلي، والي د ولس څخه وغوښتل چې ولس هم باید په کلیو او بانډو کې هغه سړکونو چې کلي له عمومي سړکونو سره نښلوي د حشر د لارې پاک کړي او هرچا چې خپل سړکونه پاک کړل مونږ به یوه انکشافي پروژه هغه کلي ته په نظر کې نیسو او ولس باید حشراو رضاکارانه کارونه په غرف کې عنعنه کړي اوکله چې ولس حشر او رضاکارانه کارونه وکړل نو ولس او دولت په ډیرې ستونزې د همدې د لارې حل کړي.
د لوګر والي لخوا د تېرې په سیمه کې هغه چاچې د دې لارې په خلاصون کې مرسته کړې وه د غېرې خوراکي توکو لکه د کمپلو او د ژمني لباس مرسته وکړه.
د کابل لوګر په لویه لاره د لوګر والي د امنیتي پوستو د مسؤلینو څخه هم د مسافرینو سره د ښه او حسنه چلند غوښتنه وکړه.

خبریال صدیق الله پوپل
.