کور / تازه خبرونه / کندهار کي له بېځايه سوو سره مرسته وسوه

کندهار کي له بېځايه سوو سره مرسته وسوه

د کندهار د سرپرست والي عبدالحنان منيب په مشرۍ نن غرمه د طبيعي پيښو په وړاندي د مبارزې رياست له خوا له ۲۷۱ بېځايه سوو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وسوه.

دا کسان اصلاً د بادغيس ولايت اوسېدونکي دي چي کندهار ته راکډوال سوي او د وروستيو اورښتونو له امله زيان ورته رسېدلی دی چي دامهال د دوهمي ناحيې په مزدا هډه سيمه کي مېشت دي.

د کندهار سرپرست والي ژمنه وکړه چي د دوی د دايمي اوسېدني لپاره به له کډوالو چارو وزارت سره وږغيږي او هڅه به وکړي چي د پنجوايي ولسوالۍ په جوړېدونکي ښارګوټي کي ځای ورکړي. 

ښاغلي منيب داراز د عامي روغتيا رياست مسئولينو ته سپارښتنه وکړه چي ژر تر ژره يو روغتيايي ټيم دغو بېځايه سوو کورنيو ته راولېږي او د دوی ناروغۍ تداوي کړي.

پر همدې مهال د کندهار سرپرست والي له حاجي کمپ څخه ليدنه وکړه او له هغو ۳۱ کورنيو سره يې يوه اندازه نغدي مرسته وکړه چي د وروستيو اورښتونو له امله په حاجي کمپ کي مېشتي سوي دي.