کور / هراړخیز / اکشي يې ښځي له فلمي روله منع کړئ

اکشي يې ښځي له فلمي روله منع کړئ

 

د بالیووډ ستوری اکشی کومار چې همدا اوس د خپل فلم (جولی ایل ایل بي ۲) لپاره بازار ګوري، تازه د پرینکا چوپړا په اړه له پوښتنو سره مخ سو.

داسې ګنګوسې دي، چې له پرینکا چوپړا سره د ګډ فلم جوړولو څخه اکشی کومار خپلې ښځې توینکل کانا منع کړی دی؛ خو اکشی کومار وايي، چې دا خبرې ناسمې دي.

اکشی کوماروايي،داسې څه خبره نشته. ما د پرینکا چوپړا سره په ۵ فلمونو کې کار کړی. او که په راتلونکې کې هم کومه موقع پیدا سوه، حتما به ګډ فلم جوړ کړو

اکشي کومار وویل، چې دې له پرینکا چوپړا سره هیڅ کومه ستونزه نه لري. هغه زیاته کړه:راځئ چې پرینکا ته ټیلفون وکړو؛ ایکتا کپور او فراه اختر هم زنګ ووهئ. هیڅ ستونزه نشته. تاسې به په حقیقت پوه شئ

اکشي کومار په هالیووډ کې د لاسه تر راوړنو له امله د پرینکا چوپړا ډيره ستاینه هم وکړه. اکشي وویل، چې دې پرینکا ته احترام لري او په هغې ویاړ کوي.

پرینکا چوپړا وايي، چې دې هم د اکشي کومار سره هیڅ ستونزه نه لري. ددې تل کوښښ دا وي، چې غوره سکریپ (متن) پیدا کړي. د اکټر خبره ددې لپاره دومره مطرح نه ده.

اکشي کومار او پرینکا چوپړا په اعتراض، مجسي شادي کریګو، نداز او نور فلمونو کې ګډ کار کړی دی.