کور / رسنۍ / له مستقبل څخه يو ليک

له مستقبل څخه يو ليک

 
ښاغلی غوښتنليک لېږونکې،

تاسو زموږ په شرکت کي د اعلان سوي پوست او کاري وظيفې له پاره غوښتنليک رالېږلی ؤ. زموږ په شرکت او په ياده وظيفه کي ستاسو له لېوالتيا او د غوښتنليک د رالېږلو له کبله ستاسو څخه زياته مننه کوو.

د يادي وظيفې له پاره د لېوالانو د انتخاب مسؤل دفتر ستاسو د غوښتنليک او ستاسو د وړتياؤ او زدکړو د راپورونو او بريليکونو د ارزونې وروسته دا پرېکړه کړې، چي تاسو ته د پنځمي درجې منفي جواب درکول سي. په ډېر تأسف سره تاسو ته احوال درکول کيږي چي تاسو زموږ په شرکت کي د ياد پوست د ترلاسه کولو له پاره اړينې زدکړې، تجربه او ستاسو د مخکني وظايفو په تړاو اړين ستاينليکونه د ځان سره لرئ خو ستاسو ډيجيټل شاليد د اړونده پوست له پاره وړ تاريخ نه لري.

موږ د وګړو د ډيجيټل شاليد ارزونې اړونده تخصص لرونکې څانګې ته ستاسو نوم او اړونده معلومات لېږلي ول چي په ډيجيټل ځېرمه کي ستاسو، ستاسو د والدينو، ستاسو د ورونو خوېندو او ستاسو د ملګرو او خپلوانو شاليد وګوري او موږ ته يې په هکله راپور راکړي. ستاسو خپل شخصي شاليد کومه ستونزه نه لري خو ستاسو د کورنۍ د دويمي درجې د دوو تنو خپلوانو ډيجيټل شاليد ستونزمن ارزول سوی دی. دا هغه کسان دي چي د پخواني انټرنټي جال څخه يې موږ ته ثبت سوي معلومات رالېږل سوي دي، چي پکښي هغه معلومات شامل دي چي هغوی د څو لسيزو په جريان کي څه ډول مواد او معلومات کتلي، خوښ کړي او پخپلو اصلي نومونو يا په مستعارو نومونو يې خپاره کړي ول.

د ډيجيټل ځيرمو څخه څرګنده سوې چي دغو دوو په حق رسېدلو کسانو ستاسو په روزنه کي غېر مستقيمه خو احتمالي اغېز شيندونکې ونډه درلودلې ده. زموږ اړونده الګوريتم په ۷۵ سلنه ډاډمنتيا سره دا ارزونه کړې چي ستاسو د دويمي درجې د يادو خپلوانو ډيجيټل شاليد ستاسو پر راتلونکو فيصلو او دريځ او په دې توګه زموږ پر شرکت داسي اغېزې درلودلای سي چي زموږ د ځانګړي ياد الګوريتم په آند زموږ د شرکت په تاوان تمامېدلای سي.

د دغه ليک په مرسته تاسو ته اطلاع درکول کيږي چي تاسو او ستاسو د کورنۍ د لومړۍ درجې غړي تر راتلونکو څلوېښتو کالو پوري او ستاسو د دويمي درجې خپلوان تر ۲۰ کالو پوري نه سي کولای چي د يادو دلايلو پر اساس زموږ په شرکت کي کار وکړي. ياد او لاندني بنديزونه په ټوله نړۍ کي د دمګړی ۱۲۳۰ هغو شرکتونو په ترڅ کي هم صدق کوي چي د ډيجيټل شاليد ارزونې د نړيوالې تجارتي او اداري پاليسۍ پر تړون يې زموږ د شرکت په شان لاسليک کړی دی.

تاسو ته دا اطلاع هم درکول کيږي چي ستاسو د کورنۍ د لومړۍ درجې خپلوان نه سي کولای چي زموږ د شرکت او په نړۍ کي د ۱۲۳۰ نورو شرکتونو او سازمانونو له کارګرو او يا د هغوی د لومړۍ درجې د خپلوانو سره ازدواج وکړي او يا ورسره د ګډ ژوند کوونکو ملګرو په توګه ځان ثبت کړي.

هيله ده چي څلوېښت کاله وروسته تاسو او يا ستاسو د کورنۍ نور غړي يو ځل بيا زموږ په شرکت کي د کار کولو له پاره په لېوالتيا ښودلو موږ مشرف کړئ.

په درناوي

د خالي پوستونو له پاره د غوښتنليکونو د ارزونې دفتر

[ليکوال: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۸مه نېټه، بون]  
 د احمدولي اڅکزي د نورو نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه