کور / خبرتیا او پيغامونه / د علم جان مجاهد پر مړينه د حزب پيغام

د علم جان مجاهد پر مړينه د حزب پيغام

د حزب اسلامى افغانستان د ډاډينې پيغام

په ډېرې خواشينى سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بغلان ولايت د ولايتي شورا وکيل علم جان مجاهد د بغلان پلخمري پر لار نن پنجشنبه د هېواد د دښمنانو له لورې په شهادت رسېدلى.

(انا لله و انا اليه راجعون)

د حزب اسلامي افغانستان رئيس عبدالهادي ارغنديوال او د اجرائيه شورا غړي د هېواد د دښمنانو دغه ترهګريز عمل په کلکو ټکو غندي او په الهي دربار کې شهيد ته د فردوس جنت  او کورنۍ ته يې د جميل صبر لپاره د دعا لاسونه لپه کوي.

حزب اسلامي افغانستان