" /> " /> " /> " /> د ګُرجستان « ګلابي انقلاب» د هغوی پر کټه سرو باندي را ګرځي – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د ګُرجستان « ګلابي انقلاب» د هغوی پر کټه سرو باندي را ګرځيvideo

د ګُرجستان « ګلابي انقلاب» د هغوی پر کټه سرو باندي را ګرځيvideo

دا څو ورځي کيږي چي د ګُرجستان په زرهاوه ناراضه خلک چي ويل کيږي تر شپېتوزرو اوړي په پاېتخت تبليس کي ددې هيواد د پارلمان ومخي ته د جمهور رئيس ميخائيل ساکاشلویلي د ګوښ کېدو په خاطر راغونډ سوي او خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي . هغوی وايي دا کار به تر هغه پر مخ بيايي تر څو نوموړی د جمهوري رياست د مقامه څخه استعفا ورکړي .


 


 دغه د خلګو خښم د ۲۰۰۳ کال د هغه په اصطلاح د «ګلابي انقلاب» و سناريو ته ورته مظاهرې دي چي پخوانۍ جمهور رئيس شېواړډ نازی يې ګوښه کړ او په ګُرجستان کي يې امريکايي پلوه ساکاشلویلي و واک ته ورساوه . اوس دادی دلته لکه چي تاريخ بيا تکراريږي ، خو دا پلا دهغه پر ضد . اوس دا د شېواړډ نازي پلويان دي چي ميخائيل ساکاشلویلي يې و دېواله ته درولی دی .


 


 د ميخائيل ساکاشلویلي مخالفان وايي چي د نوموړي د رهبرۍ ميتوډ پر زور او خپل سري باندي ولاړ دی او غواړي په ريا او تذوير سره د غير قانوني لارو د لاري تر ۲۰۱۳ پوري د واک واګي په لاس کي ولري . مظاهره چيان د روسيې سره د تاو تريخ والي او جګړې پړه هم پر ساکاشلویلي باندي اچوي او وايي چي په لوی لاس او ماجراجويانه عمل سره يې پروسږ کال د اګست په مياشت کي د ابخازيا او اوستيا سيمي دلاسه ورکړې چي اوس د دو خپلواکه هيوادو په نامه ياديږي .


 


 امريکا چي د بوش د جمهوري رياست په دوران کي د ميخائيل ساکاشلویلی يو سرټمبه ملاتړ کونکی وو، اوس ددغه هيواد نوې اداره چي د زياتو ستونزو سره مخامخ ده، وايې چي دغه روان حالت د ګرجستان کورنۍ مامله ده او واشنګټن به په هغه کي دخل اندازي و نکړي .