کور / کیسه / په تاریخ کښي ناکام

په تاریخ کښي ناکام

زه به تل په همدې کړکۍ کې کيناستم ، دشپې تر ناوخته به مې خپل درسونه لوستل کله کله به مې دکلي خواته کتل زما لپاره دا ډيره په زړه پورې وه ځکه چې د کلی د کورونو څراغونه به مې کتل دا ټول څراغونه ماته معلوم ؤ چې څوک وخته ويده کيږي او څوک ناوخته د ژمي او اوړي په موسم کې د څراغونو وژلو فرق کاوه په اوړي کې به کله کله په پټو کې هم څراغونه ښکاره کيدل او په ژمي کې به د پټو د څراغونو پر ځای د بامونو پر سر له دود کشونو نه سپرغي باديدلې .
زمونږ کورته مخامخ يوڅه ليرې د زړګي دوی کور ؤ او يوه وړه کړکۍ چې د غوزانو په منځ کې وه او نيمه ښکاريده په دې کړکۍ کې به تر ماخستنه تياره وه او بيا وروسته به ورته رڼا راتله دې کوچنۍ کړکۍ په ځانګړې توګه زما پام ځانته را اړولې وه دا ځکه تر هغه پورې به چې په دې کړکۍ کې تياره وه د کلي نورو کورونو کې به ړنا وه او کله به چې په کلي کې تياره شوه نو دلته به رڼا شوه او تر ناوخته به وه چې رښتيا خبره وکړم ما ګړۍ نه درلوده او همدا زما ګړۍ وه کله به چې هلته تياره شوه نو ما به خپل لوست  بس کړ او ويده به شوم.
دا څلورم سهار ؤ چې زه له خوبه نا وخته پاڅيدم او نه پوهيدم چې زما خوب ولې دومره ډير شوی دی ددې پرځای چې ما به د سهار اودس په وياله کې کاوه اوس به مې د خلکو له شرمه پټ مخ او لاسونه پريمنځل نن د جمعې ورځ وه زه د جمعې د لمانځه ادا کولو له پاره جومات ته روان وم ناڅاپه د پټي له هغې غاړې د چينې له کوز سر نه پر ما دا اواز وشو چې ای خورييه !اخورييه!
کله چې مې هغې غاړې ته وکتل حاجې صاحب پاچا خان وه زما په زړه کې داسې تيره شوه چې ګواکې هغه به ما ته ګيله وکړي دا ځکه چې هغه نوی له سعودي عربستان څخه راغلی ؤ او زما ليرې شان ماما کيده او زه لا تر اوسه د هغه ستړي مشي ته نه وم ورغلی نو وار مې پرې  وړاندې کړ چې له مانځه وروسته مې نيت ؤ چې تاله درشم .
هغه په ځواب کې راته وخندل اوويې ويل چې تاسې اوس زلميان شوي ياست کله د چا پوښتنه کوئ له خبرې نه وروسته يې له خپل لاس نه ګړۍ خلاصه کړه او راته يې وويل چې دا درته د کاکا زوی له عربو نه را ليږلې ده وخله. زه ډير خوشحاله شوم ګړۍ ډيره ښايسته وه او طلايي رنګ يې درلود هر ځل به مې ورته کتل بيا ماخستن شو او ما د خپلو کتابونو پنډ راواخيست او خپلې کوټې ته لاړم د تل په څير مې خپل لوست ته دوام ورکړ کله چې د زړګي دوی کړکۍ کښې تياره شوه نو د بيده کيدو اټکل مې وکړ او د خپلو کتابونوپه راټولولو مې پيل وکړ چې په لاس کې مې ګړۍ راښکته شوه او ماته بيا خپله ګړۍ را ياده شوه ا وخوشحاله شوم يو ځل مې ورته وکتل ښايسته وه د کتابونو ټولولو په پای کې را ياد شو چې څه وخت دی دا د شپې درې بجې وې آخ مې وکړ چې دا څومره ناوخته دی دا ځکه زه وختي نشم پاڅيدای نور به زه خپلې ګړۍ ته  ګورم دا کړکۍ دې ورکه شي په خپل ځای کې وغزيدم پر ازموينې مې فکر کاوه ناڅاپه د ډزو آواز شو له ځان سره مې وويل چې د کوم حيوان به خاورې په خوله شوي وي ځکه چې څو تنه ښکاريان په کلي کې اوسيدل دوی به هر ډول وحشي ځناور او مرغان ويشتل که غوښه به يې روا وه او که ناروا خو زه پرې ډير خپه کيدم ځکه چې زما حيوانات ډير خوښيدل ، ورپسې بيا ډزې وشوې ورپاڅيدم او د کړکۍ و خواته ولاړم و مې کتل چې د زړګي دوی کړکۍ هم رڼا شوي ده خو کله د کړکۍ پرمخ څوک تير را تير شي رڼا کله تياره او تياره کله رڼا شي نو په دې فکر کښې شوم چې هغوی به هم د ډزو لپاره را پاڅيدلي وي او له ځانه سره مې فکر کاوه چې که هغه حيوان په لومړيو ډزو کې بچ شوی هم وي نو په دويمو ډزو کې هرو مرو وژل شوی دی پر خپل ځای کې ويده شوم خو فکر مې نا ارامه ؤ چې خوب يو وړم نوخوب می ولید چې زه په يوه ځنګل کې د يوې چينې پر غاړه د شنه چمن د پاسه ناست يم او يوې ونې ته می چې يوه اړخ ته کږه وه ډډه وهلې ده ګواګې د چا په طمعه وم لوړ نښتر ، لمنځی او جلغوزو زما مخه بنده کړې وه د ځنګله مرغانو سندرې ويلې او شور يې جوړ کړی ؤ چينې هم په کې ښه برخه درلوده اوبه يې پر ځوړند ځای بهيدلې او شور يې کاوه ما د ونو په منځ کې زرې زرې لمرته کاته چې څه ګورم د ځنګل له ښې اړخ نه دوې هوسۍ راغلې يوې يې ښکر درلود او بلې يې ښکر نه درلود داسې اټکل کيده چې يوه یی نر او بله يې ښځه وه دواړه داسې پاکې ښکاريدې چې تا به ويل سينګار يې کړی تورې غټې سترګې نازکې پښې او ښايسته ښکلي بدن دوی ماته وکتل بيا يې چينې ته وکتل په ډار ډارد چينې و خواته راغلې او د اوبو په څښکلو يې پيل وکړ دوی د ډيرې تندې دلاسه  دا جرات کړی وه  ډيرې نږدې سره ولاړې وې سره گرانی وی نا څاپه د پرله پسې  ډزو اواز شو نو ومې کتل چې د يو ښکاري سره ټوپک دی اود ټوپک له خولې نه يې لوګی خيږي د ونو په منځ کې ولاړ دی سترګې يې سرې په بده قواره خاندې او هوسيو ته مې پام وکړو دواړه په وينو کې ليتې پيتې پرتې وې او لغتې يې وهلې ما ورمنډه کړه چې ښکره وره هوسۍ پر سخت حالت کې له ما وبيريده خپلې سترګې يې جګې کړې او غوښتل يې چې پاڅيږي خو د عمر وخت يې کم وه او سريې د بلې هوسۍ پرغاړه ولويده پر غټو سترګو يې اوښکې ښکاريدې پر هکو پکو سترګو يې ماته کتل لکه ګيله منه چې وي .
ښکاري پرما غږ وکړ چې زما له ښکاره ليرې شه چې له ډيره وخته مې څارلي دي ما غوښتل چې ورسره جګړه وکړم خو له هغه سره ټوپک ؤ او زوره ور هم ؤ او زه بې وسه وم را جګ شوم څو قدمه شاته ولاړم هغې هوسۍ لاهم ماته کتل ښکاري دواړه هوسۍ له پښو وتړلې او په خاورو کې يې ځان پسې راګاږلې زه څومره بې وسه او کمزوری وم چې ښکاري ته مې خبره هم نه شوه کولای .
هوسۍ له سترګو په پناه کيدو وې جی مور مې راته اواز وکړ پاڅه بې لمانځه لمونځ دې خوشي کړو ښوونځي ته ځي او کنه؟
يو دم را پاڅيدم اخ مې وکړ مورته مې وويل چې ډير خراب خوب مې وليده مورمې راته وويل چې لمونځ نه کوئ خراب خوبونه خو به خود وينئ په منډه ويالې ته ولاړم مخ او لاس مې پريمنځل ناوخته شوې وه د نغري غاړې ته کښيناستم مور مې را ته دوه هګۍ پخې کړې وې لا مې څو ګولې ډوډۍ نه وه خوړلې چې پلار مې اواز وکړزويه! زويه!
پر شا مې وکتل پلار مې په څادر ملا تړلې وه او پر سر يې لنګۍ وه ، ما پورته وروکتل چې پلاره څه وايې ؟
هغه راته وويل چې دا ازموينه څه وخت خلاصيږي چې پټو کې ډير کار پروت دی ما ورته وخندل او ورزياته مې کړه چې نن زمونږ وروستۍ ازموينه ده اوخلاصیږی پلار مې راته وويل چې له ښوونځي راغلي نو سم دم ښکته پټو ته راشه ددې خبرې سره يې خپلې څپلۍ ټينګې کړې او ولاړ.
ما ډوډۍ وخوړه خپل ويښتان مې ږمنځ کړل او د ښوونځي خواته وخوځيدم ، زمونږ له کور نه به چه لږ ښکته لاړې نو ښوونځي ته دوه لارې وې يوه لنډه پر غونډې اوچته وه او بله اوږده د کلی پر منځ کې تيره شوې وه .
تردې پخوا به زه د کلی له لارې تلم داځکه چې د توريالي دوی کور د کلي په منځ کې ؤ زه او توريالی نه يوازې ښه ملګري وو بلکې په يوه ټولګې کې هم وو توريالي به تل اول نمره ؤ او زه به دوهم راتلم خو ما توريالي ته ويلي ؤ چې زه به اول نمره ګي له تانه په دولسم ټولګي کښې نيسم پردې خبره زما او دهغه تر منځ لږ خپګان راغلی ؤ سره نه ږغيدو.
د تيرې جمعې په شپه توريالي ماته وويل چې د شپې زمونږ کورته راشه زه تاته يوه ضروري خبره کوم ماورته وويل چې زه درس وايم او نشم د راتلای هغه سره له دې چې زما سره خپه ؤ بيا يې هم ټينګارکاوه او زه نه پوهيدم چې داسې کومه ضروري خبره ده چې توريالی ما د شپې خپل کورته غواړي ما هغه ته وويل چې زه به پرې فکر وکړم کيدای شي چې درشم د کور پر لاره وم فکر مې کاوه چې زه او توريالی خو سره خپه وو توريالي ولې ماته داسې وويل ؟
را ياد شو چې د خالی په ورځ مونږ د تاريخ ازموينه لرو او توريالی د تاريخ له پاره درس نه وايي ځکه هغه په تاريخ کې ډير پوهيده او غواړي چې زه د هغه کورته لاړ شم او له لوست نه پاتې شم ترڅو لمړئ درجه نشم نو د جمعې په شپه زه د هغه کورته ورنغلم .
نن مې بيا تصميم ونيوه چې د غونډې له لارې ښوونځې ته لاړ شم ترڅو توريالی مې په لاره کې ونه وينې او غوښتل مې چې له ازموينې وروسته هغه پخلا کړم او د شپې به هم ورشم چې څه وايي له غونډې ورښکته شوم او ښوونځي ته ورسيدم ټول هلکان خوشحاله وو چې له ښوونځي نه خلاص شول خندل يې هغوی د پوهنتون په هکله فکر کاوه او مسخرې يې کولې ټول خوشحاله وو د تاريخ استاذ چې په دهليز کې روان ؤ اواز يې وکړ چې هلکانو ټولګي ته لاړ شئ چې حاضري اخلو ټول ټولګي ته لاړو .
منګل استاذ ټولګي ته راغی ټول هلکان ګډوډ پاڅيدل ناڅاپه زما پام شو چې توريالی نشته چې ولاړ سئ ووايي . د منګل استاذ پر ټنډه د نورو ورځو په څیر کونځې نه وي نن يې پر شونډو موسکا وه او ويل يې هلکانو ښوونځی مو خلاص کړ او که له ښوونځي مو ځان خلاص کړ ټولو وخندل اوستاذ وويل چې حاضرۍ ته ځير شئ اول يې د توريالي نوم واخيست هغه نه ؤ له مايې وپوښتل چې توريالی چيرې دی ما ورته وويل چې پر لاره به وي د حاضري په پای کې استاذ وويل ، لږ صبر به وکړو لا توريالی او غورځنګ  نه دي راغلي هغوی چې راشي نو ازموينه به پيل کړو د منګل استاذ خبرې لا پای ته نه وې رسيدلې چې غورځنګ په يو درز ور خلاص کړ او       وې ويل ، استاذه ! اجازه ده . استاذ ورته وويل چې ولې ناوخته راغلي او توريالی څه شو هغه استاذ ته ورنږدې شو او په غوږ کې يې ورته څه وويل يو ناڅاپه د استاذ منګل پر ټنډه ګونځې را پيدا شوې او غورځنګ ته يې وويل هلکه داڅه وايې !
غورځنګ وويل رښتيا وايم ! استاذ ماته وکتل او پوښتنه يې وکړه چې کلي کې څه خبره وه ؟
ماورته وويل: څه نوې خبره خو نه وه .
هغه را ته وويل: ته د کلي له لارې راغلې او که د غونډۍ له لارې ؟
ماورته وويل : استاذه د غونډۍ له لارې راغلم !استاذ سوالونه راواخستل او غږیی وکړ! د پوښتنو اخيستلو ته اماده شئ ، پاڼې راواخلئ او سوړاسويلی يې له خولې اووت ! ما چې منګل استاذ ته وکتل نو هغه په غوسې راته وويل چې خپلې پاڼې ته ګوره ، ازموينه زما له پاره ډیره ستونزمنه نه وه خو روحاَ نا ارامه وم دا ځکه چې توريالی نه وراغلی او دغورځنګ خبرو ته فکريوړم چې استاد ته يې څه وويل ، لنډه داچې دازموينې پاڼه مې استاد ته ورکړه او زه له ټولګي څخه بهر ووتم او دښوونځي په انګړ کې مې غورځنګ ته انتظار کاوه چې راووځي او دتوريالي حال راته ووايي انتظار ډير اوږد ؤ هر هلک به چې راوت له ماڅخه یه يې پوښتل چې څه چل دی ؟ زما سره هم ځواب نه ؤ  ټول دباندې ولاړ وو چې غورځنګ راووت ما ورمنډه کړه او ورته مې وويل : په توريالي څه شوي دي ؟ هغه لږ غلی شو هلکانو پرې شور وکړ او ورته يې وويل چې په توريالي څه شوي دي ؟
غورځنګ په ژړغوني غږ وويل توريالی … توريالی يې ……. وواژه
آسمان مې پر سر وګرځيد او پښې مې بې دمه شوې د ټولو شونډې وچې شوې وې بيا مو له غورځنګ نه پوښتنه وکړه چې داکارچا کړی !
ويې ويل د زړګي پلار …
په سترګو کې مې اوښکې نه ټينګيدې ډير غيرت مې وکړ خو د ځواني مرګ توريالي دنګه ځواني ، تورې غټې سترګې خورمايي څڼې او مناسب اندام زه داسې ليونی کړې وم چې دده د مرګ اوازه له مانه بې غيرته جوړ کړی ؤ نه پوهيدم چې تر کلي څنګه ورسيدم ، توريالی مې داسې په زړه وريده تابه ويل چې ډير عمر مې ندی ليدلی د کلي په هټيو کښې هم کليوال کم ښکاريدل د کلي د خوړ په غاړه يوه کوچنۍ هټی کې دوه کسان ناست وو زه يې چې کله وليدلم نو خپلو کې يې څه وويل ! زه پوه شوم چې زما په هکله يې کومه خبره وکړه . لږ چې وړاندې ولاړم کوچنی  د ماما زوی مې د ونې يوې ډډې ته ولاړ ؤ خلک ډله ډله د جومات لوري ته تلل دماما له زوی نه مې پوښتنه وکړه چې څنګه چل دی ؟ هغه مړې سترګې را واړولې او ويې ويل چې د زړګي پلار توريالی وژلی دی او خلک وايې چې په بريښنا پسې ورغلی ؤ او له هغې سره يې نيولي دي . او خلک داهم وايې چې ته هم ورسره وې ، پوښتنه مې وکړه چې بريښنا چيرته ده هغه را ته وويل چې بريښنا يې په کوټه کې وژلې ده او توريالی يې بهر د کړکۍ لاندې . ورته مې وويل چې د توريالي مړی چيرته ده هغه راته وويل چې مړی نه ورکوي اوس د کلي مشران ورغلي دي چې ورته عذر وکړي چې مړی ورکړي د ماما د زوی خبرې مې لا خلاصې نه وې  چې ملک صاحب او  پلار مې راته غږ وکړچې دلته راشه زه ورروان شوم ملک صاحب او پلار مې د جومات شاته پټو ته ولاړل زه هم ورغلم ، زما په رسيدو سره ملک صاحب را څخه وپوښتل چې د شپې چيرته وې  ، ما ورته وويل چې په کور کښې وم . پلار مې يوه کلکه څپيړه پر مخ راکړه ددې څپيړې په لگیدو سره زما په سترګو توره شپه شوه او مخ مې داسې وسوځيده تا به ويل چې اور يې واخیست له سترګو مې اوښکې راغلې پلار مې راته  وويل رښتيا ووايه د شپې چيرته وې ورته مې وويل چې قسم دی زه د شپې په کور کې وم پلار مې بيا لاس اوچت کړ مګر داځل ملک صاحب پرې نښود او ورته يې وويل چې دی ورسره نه ؤ ،دا خلک په ناحقه لګيا دي ، راځه چې ځوو….
دوی ولاړل زه د جومات ديوال ته کښيناستم او ډير مې وژړل کله چې مې سر له ځنګنو نه اوچت کړگورم چه ګڼ خلک زما په ننداره دی ځينو راته د مجرم په سترګه کتل او ځينو نورو همدردي ښکاره کوله ډير وشرميدلم او ژړل مې هم ، ګورم چې پلار مې او ملک صاحب دواړه راغلل ما ته يې وويل چې دلته راشه ، ورغلم ! پلارمې له لاسه ونيولم او د زړګي دوی کورته يې بوتلم هلته قومندان زمری چې د زړګې د کاکا زوی ؤ له خپلو لسو وروڼو او نورو وسله والو کسانو سره ولاړ ؤ او زمری ډير په غوسه ؤ ملک صاحب ورته وويل چې دا هلک بې ګناه دی قومندان زمري په چيغه ورته وويل چې نوم يې راته مه اخله ملک صاحب ! زما يوه خبره ده او بس.
پلار مې ورته وويل چې خير دی قومندان صاحب زه يو زوی لرم ما وبخښه هغه ورته وويل چې ته مې بخښلی يې خو زوی دی د بخښلو وړ نه دی پلار مې ورته وژړل او ويې ويل چې خير دی قومندان صاحب زما زوی يودی قومندان زمري وويل چې زما يې پرې څه دا کلی بايد له بد عملو هلکانو نه پاک شي زما په زړه کې ويره پيدا شوه او ګومان مې وکړ چې ژوند مې پای ته ورسيد ، له ويرې مې خوله وچه شوه لړزه راباندې راغله پښو کې مې دمه ختمه شوه په يوه پوله کښيناستم ، هک پک پاتې شوم له ځان نه مې وپوښتل چې زه خو بې ګناه يم نو بيا ولې داسې کيږي . د خپل پلار بې کسئ ډير ژړولې وم او دا ځلې مې وژنې هم ! په دې سوچ کې وم  چې د مرمۍ د تيريدو اواز مې تر غوږو شو شاته مې وکتل د زمري يو ســـــــــاتونکي (جی زړه ورنومیده) په خپل ټوپک کښې مرمۍ تيروي . ما ده ته وکتل ده د ټوپک نښه  ماته سمه کړه ، پلار مې  ملک صاحب او نورو سپين ږيرو سخت وژړل ، يو سپين ږيري د زړګي پلارته وويل  چې اوس خو مرګ ته برابر شو بښې يې او که نه ؟
د زړګي پلار ورته وويل چې زما واک د قومندان صيب دی ، قومندان پوهيږي او کار يې .
قومندان زمري وويل چې لاس به پورته کړو زړه ور به پرې ډزې وکړي که بې ګناه وي نو شهيد به شي او که ګنهګار وي نوپه خپلی سزابه ورسيږي ، سپين ږيرو هيڅ ونه ویل  ددې لپاره چې قوماندان ددوی پام ځان ته ورواړوي نو ماته يې وويل چې اخري غوښتنه دې ووايه !
زما په ستوني کې سلګۍ راجګې شوې وې په سلګو سلګو مې يوې اوبلې خوا ته وکتل بې له خدايه څوک داسې نه ؤ چې ما له قوماندان زمري نه خلاص کړي دزړه درزا مې په غوږو اوريده له ځان سره مې دخپل مرګ په باره کې فکر کاوه چې مرګ به څنګه وي ځنکدن به څنګه وي په همدې کې وم چې  قومندان بيا غږ وکړ د ويلو له پاره څه نلري؟
ماورته ستړې زړه دمه کړ او ورته مې وويل چې قومندان صيب له هغې ورځې نه وويريږه چې ته به هم د چا په وړاندې ددې کارونو ځواب ورکوئ هغه به زور ور وي او ته به کمزوری يې ، کټ مټ د نن ورځې په شان چې ته زور ور يې او زه کمزوری قومندان ډير په غوسه شو او زړه ور ته يې اشاره وکړه چې ډزې وکړي . زړور ټوپک خپلې اوږې ته نور هم جوخت کړ ما خپلې سترګې پټې کړې او د شهادت کليمه مې و ويله  چې د ډزو اواز شو او لږې چوپتيا نه وروسته ناڅاپه قومندان غږ وکړ ډاکټره دا څه کوې ؟
 ما سترگې پرانستې د قومندان زمري کشر ورور مې وليد چې د طب پوهنځي محصل ؤ او په رخصتۍ  راغلی ؤ . خلکو د عزت په خاطر ورته ډاکټر ويل ده له زړه ورنه ټوپک اخيستی ؤ او زه بچ وم ، ډاکټر وويل چې بيګاه زه له توريالي سره وم قومندان زمري ورته وويل چې دا څه وايې ډاکټره تا خو زما شمله وشرموله خپل قوم دې وشرماوه دا دې څه وکړل؟
ډاکټر ځواب ورکړ : لالا بښنه غواړم تاسو خپلې شملې په خپله وشرمولې ځان مو وشرماوه او پښتومو هم وشرموله په لمړي ورځ چې زه له پوهنتون نه راغلم د شپې مې سبق ويلو چې د باز ماما د کور سپي ډير غپل ، او غپلو يې ماته سوال پيدا کړ، کله چې زه را ښکته شوم نو ومې ليدل چې توريالي له بريښنا سره خبرې کوي .
بيرته ولاړم ټوپک مې راواخيست او مرمۍ مې تيره کړه غوښتل مې چې توريالی ووژنم خو له ځان سره مې سوچ وکړ چې کله په تيښته شي نو زه به يې وولم دا ځکه چې زمونږ له کوره لږ لري شي او پر مونږ تاوان نه شي خو زه د توريالي څنګ ته ورسيدم توريالي په ځان هم خبر نه ؤ په مټ مې ورته لاس کيښود بياهم هغه د بريښنا دوی کړکۍ ته کتل ، بريښنا زه وليدم نو کوټې ته يې منډه کړه توريالي ورته ډير اوازونه وکړل چې يوه خبره مې واوره بيا لاړه شه مګر بريښنا بيرته رانغله.
کله چې توريالي زه وليدم نو ډير وويريده ورته مې وويل چی وويريدې ، هغه وويل هو، ما ورته وويل چې پردی ناموس دومره اسان دی چې ته د شپې راځې له هغې سره خبرې کوې هغه راته وويل نه ډاکټره ….نه ! بريښنا زما ناموس دی ما ورته وويل چې څه ؟ هغه وويل چې زه بې له بريښنا ژوند نلرم ، راحت نلرم څنګه وکړم زما ورسره پاکه مينه ده خو ماته يې نه راکوي ستا لالا يې ما ته نه راکوي په دې خبرو کښې وو چې دوه کسان له اليکين سره راغلل ما توريالي ته وويل سبا شپه زه ستا انتظار کوم چې اوس خلک راغلل . توريالی په منډه لاړ او زه راغلم خپلې کوټې ته ! فکرمی ډیر خراب شو.
سبا شپه توريالی باغ ته راغی زه هم ورغلم له توریالی سره می خبری شروع کړی هغه راته ډيرې خبرې وکړې او وی ويل چې درې ځله زما مور مرکه وکړه خو ستا قوماندان لالا ونه منله او ويل يې چې دی پرې مين دی څنګه يې ده ته ورکړو ، د توريالی رښتيني مينه وه د شپې درې بجې وې توريالی د بريښنا دوی کړکۍ ته لاړو او بريښناته يې ورو اواز وکړ ، بريښنا ! هغه په منډه کړکۍ ته راغله زه پوه شوم چې بريښنا تراوسه پورې ويښه وه او د توريالې انتظار يې کاوه بريښنا چې زه وليدم پټه شوه ما ورته وويل چې راشه زه له تانه څه پوښتم هغی د پردې تر شا راته وکتل ورته مې وويل چې ستا توريالی خوښ دی او کنه ؟هغې خبرې نه کولې او چوپه ولاړه وه بيا مې ورته وويل مه شرميږه د زړه خبره دې وکړه .
بريښنا بياهم غلې وه ما ټوپک راواخيست او توريالي ته مې وويل چې ته زما د کاکا پر لور تهمت کوې اوس ژوندی نه پاتې کيږي يو ناڅاپه بريښنا اواز وکړچې نه وروره ! توريالی چې هر څه وايې هغه رښتيا دي زه هم ورسره مينه ….. او غواړم چې ورسره ……
ما ورته وخندل او ومې ويل چې اوس مو زه يوځای کوم په څو ورځو کې مې دهغوی د تګ بند وبس وکړ او ورته مې وويل چې داکلی پريږدئ او بل چېرته ژوند پيل کړئ توريالي راته وويل چې کونډه مور به مې چا ته پريږدم ما ورته تسلي ورکړه چې زه خو يم د خپلې مور په شان به يې وساتم کله چې ستا کار و بار ښه شي نو بيا به يې درولم .
پرون د جمعې له لمانځه وروسته مې ورته وويل چې نن شپه به تاسې لاړ شئ ما د موټر او نورو اړو څيزونو بندو بس کړی دی توريالی ډير خوشحاله شو .
د شپې تر ناوخته زه د توريالي په انتظار وم توريالی لږ څه ناوخته راغی زه چې ورښکته شوم نوراياد شول چې يو څو افغانۍ مې د خرڅ له پاره ساتلې وې هغه به هم توريالي ته ورکړم بيرته پاس وختلم او پيسې مې راواخيستې کله چې راښکته شوم او غوښتل مې  د توريالي څنګ ته لاړ شم چې  ډزې وشوې او زما له خولې آخ اوواته همدا اخ ؤ چې تاسو اوس پرې بې ګناه هلک وژنئ  .
دتوريالي او بريښنا څه ګناه وه چې تاسو ووژل ؟
يوازې همدومره چې هغوی غوښتل په خپله خوښه واده وکړي ؟
که تاسو د هغوی واده کړای وای نن به باعزته او قدرمن ښکاره شوي وای .
د ډاکټر په دې خبروسره قوماندان زمری په غصه شو خپلې لاړې يې توکړې او خپلو کسانو ته يې ويل چې راځئ دا زما د لستوڼي مار دی ټولو خلکو ډاکټر ته په درنه سترګه کتل او ډاکټر وويل راځئ چې جنازه اوچته کړو.
ډير خلک د زړګي دوی کور خواته را ټول شوي وو ټول په يوه منډه روان شول او زه هم د دوی په ډله کښې روان وم ټول خلک د هغې کړکۍ و خواته ولاړل چې د غوزانو په منځ کښې وه . او ما به د شپې ورته کتل ، توريالی هم د هغې کړکۍ لاندې پروت ؤ ، په تورو جاموکښې يې وينې نه ښکاره کيدې کالي يې داسې ؤ تا به ويل چې لامده دي خو په خړه ځمکه يې وينو داسې رنګونه خواره کړي ؤ لکه کوم ښه انځورګر چې ميناتوري کړي وي.  د توريالی سترګې خلاصې پاتې وې ډيره هڅه مو وکړه چې سترګې يې پټې کړو مګرمونږ پدې کار کښې بريالي نشو شونډې يې داسې  لږې خلاصې  وې چې فکر کيده موسکی شوی دی ، کليوالویی جنازه اوچته کړه او زه هک  پک ولاړ وم کله چې مې د تګ اټکل وکړ يو څه مې پر سر راتوی شول مايې د پاکولو هڅه وکړه خو چې لاس ته مې وکتل نو وينې مې په لاس مښلې وې پاس مې وکتل د بريښنا سر او زلفې له کړکۍ نه بهر راځوړندې وې او د پيکي له څوکو يې يو يو څاڅکي وينه را څڅيده  دا زما لمړی ځل ؤ چې مې بريښنا وليده په مرګ دومره ښايسته وه چې ما يې تصورهم کولی نشو.
بريښنا ډيره کمه له کوره راوتله هغه هم د کلي انجونو په منځ کې به ورکه وه خو په کلي کې به چې د ښايست صفت شروع شو نو د بريښنا نوم به د ټولو په سر کې ياديده ما يو ځل بيا بريښنا ته وکتل خو زما تر وسه څه پوره نه ؤ او د جومات خواته مې چټک ګامونه واخيستل په جومات کې ډير خلک راټول ؤ لرې نه د يوې ښځې اواز چې چغې يې وهلې تر غوږو کيده د خلکو منځ ته چې لاړم د توريالي مور چې نيم پړونی يې پر سر او نيم يې تر پښو لاندې وه د جنازې پر سر يې ډيرې نارې سورې وهلې او ويل يې چې يوځل مې زوی کور ته يوسۍ مګر سپين ږيرو ورسره ونه منله هغو ويل چې قبر تيار دی او جنازه هم تياره ده  کور ته يې د وړلو حاجت نشته بايد غسل ورکړو او ښخ يې کړو.
ما د توريالي سپين سرې مور له لاسه راونيوله په داسې حال کې چې سلګۍ يې وهلې د خلکو له منځه مې په زوره وويستله په لاره کښې يې ډيرې سلګۍ وهلی ، کله می چې د توريالي د مور پښو ته پام شو نو  يوه کلوشه يې په پښو وه او بله يې نه وه . ترې ومې پوښتل مور جانې ! بله کلوشه دې چيرته ده چې راوايې خلم هغې چې ستونی يې له ژړا ډک ډک کيده او په سلګوکی  يې راته وويل ، په لار کې وشليده او رانه پاتې شوه د جومات خواته د توريالي ترور له څو نورو زړو ښځو سره ولاړه وه د توريالي مور مې هغوی ته وسپارله او په منډه بيرته جومات ته راغلم . څه ګورم چې ټول خلک حيران ولاړ دي له يوچانه مې وپوښتل څه چل دی ؟ ولې داسې حيران ولاړيئ ، هغه  راته ورو شانته  وويل چې د کلي ملايان يې جنازه نه کوي ما ورته وويل چې ولې ؟
هغه چې يوبل خواته پټ پټ کتل وی ويل : ځينې يې  د قوماندان زمري له ويرې دا کار نه کوي او ځينې يې وايې چې دده جنازه ناروا ده په همدې خبرو کې وو چې ملک صاحب او پلار مې راته اواز وکړچې دلته راشه ما ورمنډه کړه  او په غوږ کې يې راته وويل چې په منډه کوز کلي ته لاړ شه او لوی ملا صاحب ته ووايه چې لږ ژر راشي ، زه په ډيره بيړه کوز کلي ته لاړم  لا جومات ته نه وم رسيدلی چې لوی  ملا صاحب د څو تنو سپين ږيرو سره له جومات نه راووت دوی د مازديګر لمونځ ادا کړی ؤ لوی ملا صاحب پر ما وار مخکې کړ او ويويل چې څنګه خبره ده ، جنازه مو وکړه ؟
ځواب مې ورکړ چې نه …
هغو وويل ولې؟
زما زړه درزيده او ستړی هم وم په بنده بنده ساه مې ورته وويل چې ملک صاحب وويل چې لږ ژر راشه ، هغه په نيمه پوه شو چې ستونزه څه ده او په بيړه را روان شوکله چې کلې ته ورسيدو ملک صيب د نورو سپين ږيرو سره له جومات نه را وتلي وو او خلکو زمونږ انتظار کاوه کله چې لوی ملا صيب له ملک صيب نه پوښتنه وکړه چې څه چل دی ؟ نو ملک صيب ورته وويل چې د خدای روی ته وګورئ داسې مه کوئ ! لږ وشرميدو چې نور مو هم شرموئ !
لوی ملا صيب ورته وويل چې په خبره خو  مې پوه کړه  چل څه دی؟
ملک صيب ورته وويل ملا صاحبان جنازه نه کوي .
لوی ملا صاحب ځواب ورکړ دا هر څه د ناپوهې نه کيږي تياری ونيسئ جنازه  له خيره کوو چا ورته وويل چې لاخويې غسل هم نه دی ورکړی لمړی به غسل ورکړو بيا کفن او بيا دفن ، لوی ملا صاحب  په لوړ اواز وويل شهيدانو ته غسل او کفن نه ورکول کيږي په دې خبره د خلکو په منځ کې يو لوی ګونګوسې پيل شوخو د شهيد  شهيد کليمه له ورايه تر غوږو کيده لوی ملا صاحب لمړی ولاړه د توريالي مخ چې په يوه څادر پټ ؤ لوڅ کړ، ورته وي کتل له سترګو يې اوښکې راغلې او بيرته يې مخ ورپټ کړ خلکو ته يې مخ کړ او په ژړغوني اواز يې وويل چې نيت وکړئ کله چی د جنازې لمونځ ادا شو او ځوانانو د توريالي جنازه اوچته کړه زمونږ د کور لويديځ ته د غونډۍ پر سرهلته چې د توريالي دوی پلرنۍ هديره وه هلته انتقال شوه کړه  ډيرخلک راغلي وو ، زه چې لږ په لوړه ولاړ وم خلکو ته مې پام شو  د ښوونځي استاذان ، زده کوونکي د کوز کلي خلک او ځينې هغه ملايان چې د توريالي جنازه يې ناروا ګڼله او د لوی ملا صاحب شاګردان وو چې د لوی ملا صاحب  له ويرې نه راغلي وو ، زما په سترګو کې اوښکې نه دريدې يوناڅاپه د شور او فرياد آواز شو لارې ته مې وکتل د توريالي مور لکه ليونۍ ببر سر ، زوړ پړونی په سررا منډې وهي څو کسه يې مخې ته ورغلل او ورته يې وويل چې ترورې  له زغم نه کار واخله هغې په چيغو چيغو ويل ای مسلمانانو ! زما په نازولي زوی باندې خاورې مه اړوئ ما خو پر هغه ګرد هم نه پريښوده زما پر زوی باندې خاورې مه اچوئ د خلکو په دې کش او ګير کې زه هم ورغلم ورته مې وويل مورجانې ! داخو د حق لاره ده مګر هغې زما خبره چيرته اوريده په دې وخت کې لوی ملا صاحب غږ وکړ پريږدئ چې د خپل زوی وروستی ديدن وکړي ، مونږ چې د توريالي مور له اوږو نيولې وه د قبر خوا ته بوتله ، توريالي چې په قبر کښې يې ايښی ؤ موريې د  قبرد سر خواته کښيناسته دومره چيغې يې وکړې چې ستونی يې بيخي کښيناسته او ويل يې زويه زه دې چاته پريښودم ، پلار دې په ځوانۍ کې د غم په ټغر کښينولم د هغه غمونه لږ وه چې ته لا نور هم راکوئ ، تورياليه زويه له مانه مه ځه په دې وخت کې د توريالي ترور هم راورسيده هغې هم ډير وژړل او خپل فريادونه يې دخوريي په غم کې له خور سره شريک کړل  مور يې ويل تورياليه زويه ! د ترور خاطر خو دې وکړه هغه تروردې راغلې  چې له خپلو زامنو نه به يې  پټې  تاته هګۍ ايشولې او ويل به يې چې توريالی مې د کونډې خور نازولی زوی دی ، زما په دې نړۍ کې څوک دی چې ته هم رانه لاړې د خلکو په منځ کې داسې خلک نه تر سترګو کيده چې سترګې به يې له اوښکو ډکې نه وې هان د ډيرو خلکو سلګۍ په زغرده اوريدل کيدې لوی ملا صاحب وويل چې خورې نور نو بس دی د ماښام لمونځ قضا کيږي او تياره هم راروانه ده مونږ خپل کارته پريږده او ځه خو د توريالي د مور چيغې او سورې لا نورې هم ډيرې شوې او وي ويل چې زما په دې نړی کې څوک نشته ما هم ورسره خښه کړئ ما هم ورسره …….څو ځله يې داخبره وکړه ما د تويالي مور وڅنډله او ورته ومې ويل چې مورې ګوره د توريالي ټول ټولګي وال راغلي دوی ستا زامن نه دي ؟
زه ستا زوی نه يم ؟
تا به ماته ويل چې ته د توريالي په شان زما زوی يې نن چې توريالی ولاړ نوتا زه  هير کړم ؟
د توريالي مورزما سر ځانته رانږدی کړ او راته يې وويل د زوی غم ډير سخت دی له خپلې خور سره له هغه ځايه راپاڅيده  لږ څه وړاندې د يو شهيد جنډې ته کښيناستله خلکو پر توريالي خاورې را واړولې  له مدفن نه وروسته لوی ملا صاحب را اوچت شو او ويې ويل چې وخت کم دی يو څو لنډې خبرې کوم :
په اسلامي شرعيت کې راغلي دي چې که چيرې يوځوان هلک له يوې ځوانې انجلۍ سره چې واده يې نه وې کړای زنا وکړي او درې شاهدان او يا ددوی اعتراف موجود وي نو بايد سل سل دورې ووهل شي نو زه پوښتنه کوم چې توريالی په کومه ګناه پر کومې شاهدئ او يا د کومې محکمې پر حکم وژل شوی دی؟
ايا په اسلام کې د هرې سهوې سزا مرګ دی ؟
د خدای روی ته وګورئ اسلام او پښتو مه بدناموئ او زه د قبر پر سر راغلو کسانو په واسطه د توريالي قاتلانو ته وايم چې ستاسو ځای هم همدلته دی او د خدای په حضور کې به ددې قتل ځواب وايئ . او پاتې دې نوي ، ای ملايانو! تاسو چې د توريالي جنازه نه کوله له تاسو نه به هم سخته پوښتنه کيږي خپل دې کم علم ته مه غره کيږئ په ياد ولرئ چې عالم ته د يو بې علمه سړی په نسبت ډيره سزا ورکول کيږي او په پای کې يې دعا وکړه ټول خلک د کورو خوا ته روان شول خو د توريالي مور چې  خپلې لمن کې يې کاڼي را ټول کړي ؤ د زوی پر قبر يې سمول ما هم لږ ورسره لاس وکړ او بيا مې د توريالي مورته وويل چې زمونږ کور ته راشي خو هغې راته وويل چې خور مې شته زه خپل کور ته ځم زه هم تر کوره ورسره ولاړم او خپلې مور پسې مې احوال وليږه چې د توريالي دوی کور ته لاړه شي کله چې د توريالي له کوره راستون شوم د سپوږمۍ په رڼا کې مې وليدل چې يو څو تنو د بريښنا جنازه د ټولو ارمانونو سره د هديرې پر لور روانه کړې وه او په توره شپه يې بې له جنازې ، کفن او نوروتدابيرو تورو خاوروته سپارله .
د شپې په کور کښې هيڅ خوب نه راته هره شيبه مې توريالی تر سترګو کيده او هره شيبه د توريالي غمونه ددې پر ځای چې کم شي زياتيدل د کلي په هر ګوټ کې به چې کيناستې د توريالي او بريښنا قصه به شروع وه . د توريالي له مرګ نه يوه اونۍ تيره شوې وه د کلي پر لار روان وم چې يوې کوچنۍ انجلۍ له لاسه ونيولم شاته مې وکتل د توريالي د ترورلور وه  او په اشاره کې يې راته وويل چې راټيټ شه په غوږ کې خبره درته کوم ورته کښيناستم چې څه وايې  هغې  راته وويل د توريالي مور دې غواړي يو ځل خو ورشه .
له لارې راوګرځيدم او سم دم د توريالي دوی کورته لاړم د توريالي مورچې وليدم نو رامنډه يې کړه او پر تندې يې ښکل کړم ما ورته وويل چې مورې څنګه يې هغه په ژړا شوه او له لاسه يې ونيولم برې کوټې ته ېې وخيژولم يوه پياله شيدې يې راته راوړې او په ژړه غوني اوازيې راته وويل زويه وڅښه ! د توريالي د اوزې  شيدې دي او بيا يې وژړل ماته هم ژړا راغله ډير مو وژړل شيدې مې وڅښکلې لږه شيبه وروسته مې ورته وويل چې کوم څيز ته که اړتيا لري ماته يې ووايه  زه نو ځم  هغې راته وويل چې هر څه شته خو توريالی نشته لږ صبر وکړه . د توريالي مور اخوا  کوټې ته ولاړه او پنډ کتابونه یی چې په يو دسمال کې غوټه شوي ؤ راوړل  او راته يې وويل چې دا واخله پر چا مې نه دې لوریږی دا د توريالي د لاس نښه ده ، تا سره دې وې د توريالي روح به ارامه شي  او دا دسمال وګوره دا د توريالي په نوو جامو کې وه هغه به دا جامې نه اغوستې او ويل به يې چې د ښې او بدې له پاره پکاريږي ماچې دسمال وکوت ډير ښايسته وه د توريالي مور وويل چې دا دې بريښنا د لاس خامک دی ځکه چې  داسې نازک خامک د کلي نورې نجونې نشي کولای زما زړه دی چې له دې دسمال نه ورته جنډه جوړه کړم ستا څنګه خوښه ده ؟
ورته مې وويل چې بيخې سمه ده د کتابونه پنډ مې راواخيست او کور ته راغلم د توريالي غمونه کم ؤ چې دا يې لا پکښې نور شول د کتابونو پنډ مې له خپلو کتابونو سره په تاخچه کې کيښود يو ځای هم خوند نه راکاؤ پاس  د توريالي قبر ته ولاړم هلته لا يوه شيبه نه وم ناست چې ډاکټر راغی ماته يې وويل  څه کوې؟
يوازې د ورور دعا ته راځې د وريندارې درباندې حق نشته بيا يې غيږ راکړه او له لاسه يې ونيولم چې راځه د بريښنا روضې ته ځو .
دغونډۍ هغه بل اړخ ته ولاړو د بريښنا قبر د غونډې په يوه څنډه کې نيم ښکاريده  د کلي نجونې زمونږ خواته را روانې وې مونږ له لارې نه يوه خوا ته شو هغوی چې تيرې شوې مونږ د بريښنا قبر ته لاړو پر قبر باندې دومره جنډې ولاړې وې چې شمار يې نه ؤ. ما ډاکټر ته وويل چې دا څه حال دی هغه راته وويل چې دلته د  کلي ښځې او نجوڼې دسمالونه او جنډې راوړي .
ما چې د بريښنا قبر ته وکتل ډير په سليقې سره ښايسته شوی ؤ .
ډاکټر ته مې وويل چې د توريالي په قبر باندې خو يوه جنډه هم نشته هغه مسکی شو او وي ويل چې ليونيه خلک ناوې سنګاروي هلک نه ! مونږ هلته دعا وکړه او د توريالي قبر ته راروان شوو کله چې د توريالي قبرته راورسيدو نو د هغه په قبر باندې هم يوه سپينه جنډه ولاړه وه . ماته د توريالي دمور خبرې را په ياد شوې ” دا د بريښنا د لاس خامک دی ځکه چې داسې نازک خامک په کلي کې نورې نجونې نشي کولای زما زړه دی چې له دې دسمال نه ورته جنډه جوړه کړم ستا څنگه خوښه ده “
دا هماغه دسمال ؤکله چې زه او ډاکټر د بريښنا قبر ته ولاړود توريالي مور راغلی وه او جنډه يې لګولی وه . ډاکټر ته مې په ټوکه کښې  وويل چې خلک خو ناوې سينګاروي هلک نه نو دا د توريالي په قبر جنډه څه کوي هغه بيا موسکی شو او ويې ويل چې يوه پګړې خو يې حق دی مونږ دواړه د قبر خواته ولاړو  پر قبر مو دعا وکړه ، ډاکټر راته وويل ، راځه دلته کښينه تا ته يوه خبره کوم مونږ په يوه ډبره کښيناستو ډاکټر راته وويل زه سبا ښار ته ځم د تل له پاره ! ورته مې وويل ولې ؟
هغه راته وويل له ورور سره بد شوم د هغه کړه وړه مې نه دې خوښ همغلته به پوهنتون هم وايم او يوه هټې به جوړه کړم خپله ګوزاره به چلوم يوه ټولګې واله مې ده ، له هغې سره مې هم لفظ کړی واده ورسره کوم له کلي مې زړه تور دی که ورور مې خبر شي زما د واده په لار کې هم خنډ جوړوي نه غواړم د توريالي په شان ناکامه شم په ژړا شو او راته يې وويل چې له توريالي سره ما وعده کړې وه چې زه به تاسې سره يو ځای کوم مګر هغوی مې جدا کړل يو ځای مې نه کړل د توريالي او بريښنا دمرګ مقصر زه يم …..
 ما وروته وويل چې نه ډاکټر صيب ستا نيت پاک ؤ دا به د خدای خوښه وه ډاکټر له خپله ځايه راپاڅيده او وېې ويل زه له کلي نه يوازې تا په خپل واده کې خبروم چاته مه وايه او ته به هرو مرو راځې نور ځه چې ناوخته شوه زه سهار ځم کيدای شي سره ونه ګورو د خدای په امان مونږ سره غيږه ورکړه دی د کلي خواته روان شو او زه کور ته راغلم په خپله کوټه کې ناست وم مور مې راغله او راته يې وويل دومره تشويش مه کوه زويه توريالی دې خدای وبخښې راځه ډوډۍ تياره ده ورته مې وويل مورجانې ډوډۍ مې زړه ته نه کيږي تاسو يې وخورۍ مور مې دروازه بنده کړه او لاړه زه په کړکۍ کښې کښيناستم د بريښنا کړکۍ ته مې کتل سل فکرونه مې په زړه کښې وو ډير کښيناستم کله چې په خپل ځای کښې ويده کيدم د توريالي کتابونه رايادشول طاقچې ته ولاړم ټول کتابونه مې راواخيستل يو يو مي کاته او خاطرې راياديدې د کتابونو په مينځ کښې يوه هم د توريالي د خاطراتو کتابچه وه هغه پکښې ډير څه ليکلي ؤ خو په وروستئ پاڼه کښې يې داسې لیکلی وه.
ګرانه دوسته !
نن ستا په انتظار انتظار شپه نوره په خلاصيدو ده خو ستا کوم درک معلوم نشو ته پوهيږې چې ما ستا لپاره څومره مهمه خبره چې کله هم تا لمانه ونه پوښتله ساتلې وه .خو تا ونه غوښتل چې زما د زړه په راز خبر شي تا د اول نمره کيدو وعده کړې وه او پرې خپه شوی وی دا دی ما خپله اول نمره ګي تاته پريښوده ځکه چی زه ستا نه ډير لري روان يم هلته به زه خپل ژوند له خپل ارمانه سره شروع کړم خو په زړه مې دا يو ارمان  پاتی شو چې ستا سره می خدای په اماني ونه کړه. د همدې له پاره دلته يوه خاطره ليکم چې د سبا له پاره راته ثبوت پاتی شي او رښتيا خپله ګرانه مور اول پر خدای او بيا يې پر تا سپارم د هغې خيال به ساتې چې درنه خپه نشي پر ټولګيوالو زما سلامونه کوه اوس وخت کم دی نورڅه درته ليکلی نشم زما د زړه خبرې ټولې په کتابچه کې ليکل شوي دي زه اوس ورځم چې ډاکټر او بريښنا به زما په انتظار وي زه به ډاکټر ته ووايم چې د  کتابچې پته درکړي بيا ته زما مور ته ووايه چې دا زما کتابچه ده له هغې نه يې واخله تاته به ټول څه  معلوم شي پرما ناوخته ده او زه ډيره بيړه لرم .
ته اول نمره او زه ناکام توريالی ټيک ده لوی الله دې مل شه بای بای
د خاطرې په لوستلو سره نور مې هم ځان ملامته وګاڼه او توريالی دومره هم پاتی نه شو چې د خپلې کتابچې په باره کې يې ډاکټر ته ويلی وای ټوله شپه مې تيره کړه لږ به چې ويده شوم نو بيا به مې توريالی په خوب کې ليدو د خدای مهربانی وه چې سهر شو .
د خپلې پارچې د اخيستلو له پاره ښوونځي ته لاړم ټول هلکان راټول شوي وو او د توريالي قيصې يې کولې لږه مې لاره چپه کړه پاس خپل ټولګي ته لاړم ټولګي ته په ننوتو سره مې  د توريالي په چوکۍ  سترګې ولګيدې زړه مې ذرې ذرې شو دا مې په ژوند کې لمړی غم وه چې و مې ليده ، لږ په فکر کښې کښيناستم او شور زما فکر مات کړ دروازې ته مې وکتل  ټول ټولګي وال راغلل او زما پر شا او خوا راټول شول له مانه يې پوښتنې کولې او ما ورته د توريالی وروستئ  خاطره ولوسته او ورته مې وويل چې له مانه ډيرې پوښتنې مه کوئ زه په خپله هم نه يم خبر ، خو هغوی تاکيد کولو چې ستا خو تر ټولو ښه ملګری ؤ تا ته څنګه نه ده معلومه ډير يې تنګ کړم په دې وخت کښې يو نا څاپه د منګل استاذ اوازمې تر غوږو شو چې  ويې ويل پر خپلو خپلو ځايونو کې کښينئ . استاذ منګل ټولګي ته راننوتی ؤ او مونږ هيڅ خبر هم نه وو .
استاذ منګل بې له کومې مقدمې نه يوه پاڼه را واخيسته او شروع يې وکړه اول يې زما نوم واخيسته او ويې ويل چې اول نمره شوی يې او بيا يې د ټولو نومونه واخيستل او نتيجه يې واوروله په پای کې يې وويل يوازې يو تن ناکام دی او هغه توريالی دی هغه په تاريخ کې ناکام دی
په سترګوکی يې اوښکې راغلي او له ټولګی نه اووت.