د پښتنو شعور
کال باندې دېرش کاله کیږي چې خپل لمڅي ته مو اور اچولی دی او دادی میاشت باندې اووه کاله کیږي چې خپلې غوښې خورو. سره ددې چې نژدې ټوله دنیا په زړه کې راته دکم عقلو ، بې کفایته ، مفسدو ، خونخوارو، وحشیانو او بې غیرتوپه سترګه ګوري ، مګر مونږ ته ځانونه هوښیار، کارپوهان، دینداره، مینه ناک، سیال ا و شملور ښکاري. پخوا به چې دافغان یا پښتانه نوم یادیده نو ورسره به هرچا ته په ذهن کې د غیرتي، مرکچي او شوکت لرونکي قوم او ملت انځورورګرځید، مګر نن دافغان او پښتانه وطن باید بل څوک وساتي، سوله او مرکې یې باید نور ور وکړي او دجهالت او تورو تیارو له امله خو یی آن دتروریستانو نوم ګټلئ دئ .
پخوا به پښتونولي دویاړ وړ وه مګر نن خلک له پښتونولۍ نفرت لري. پخوا به ویل کیدل ( دپښتو قانون له شرعې سره سم دی + چې په شرعه برابر نه وي پښتون ندی) مګر نن زمونږ یو شمیر پښتانه له مسلمانۍ نه سر ټکوي او یو شمیر پښتانه مسلمانان مو له پښتونولۍ نه تښتي. پخوا پښتنو نه یوازې خپل وطن درلود ، ورسره ورسره یې نورو ته هم په خپله غیږه کې پناه او سرپناه ورکوله ، مګر نن پښتون نه خپل وطن لري او نه په نورو وطنو نو کې پناه ځای . داسې ډیر تفاوتونه راغلي دي چې په پایله کې نن پښتون ولس دخوارۍ او ذلت ژوند تیروي. نو څه کول په کاردي چې په رښتیا سره نړیوالو او سیالانو ته ثابته کړو چې مونږ دپخوانیو په څیر د جنګ، سولې او پرمختګ باتوران یو؟
خپل قوي او کمزوري ټکي پیدا کول
دکمزورو ټکیوله منځه وړل
قوي ټکي:
قومي جوړښت او دقومي مشرانو موجودیت ) که څه هم یوڅه زیانمن شویدی(
په ژبه او لوظ باندې دریدل ) که څه هم استثنا موجوده ده(
دجرګو او مرکو عنعنه
اسلامي ارزښتونو ته درناوي ) که څه هم ځینې ورته دمولۍ ارزښت هم نه ورکوي(
کمزوري ټکي:
بې اتفاقي (یوبل ته غوږ نه وروړل)
دمسایلو سره عاطفي او احساساتي برخورد
خودکش بیګانه پرور خصلت
په ملی او قومي ګټو باندې شخصي اوفامیلي ګټو ته ترجیح ورکول
هدف
هدف دادئ چي دا روانه غمیزه ( چي بدبختانه ځینو ته اختردئ) په څه ډول پای ته ورسوو؟
په ډیر ه خواشینۍ سره باید ووایم چې پښتانه ددې پرځای چې دغمیزې دپای ته رسولو په اړه فکر اوکار وکړي پدې باندې اخته دي چې دې غمیزې ته څه ډول مشروعیت ورکړي. زما په آند انتخابات یا دشر او فساد پدې اوسنۍ اداره کې د پښتنو ونډه زیاتول ، یا دملکی تلفاتو مخنیوي یا …. داټول دغمیزې پروسې دي. اصلآ که هرڅوک ضمیر او وجدان لري ( نور نو زه هم نشم ویلاي چې څوک پښتون یا مسلمان وي، ځکه چې ماته هم دادوه کلمې اوس بې مانا شویدي) نو باید دغمیزې پدې پروسو کې نه یوازې داچې ونډه وانخلي بلکه ورسره په لوړ همت مخالفت وکړي او ټول انسانیت ته دا ووایي چې لومړي مونږ ددې غمیزې پای ته رسول غواړو. غمیزه خو په انتخاباتو پای ته نه رسیږي ، غمیزه خو په وزارتو نو کې دڅو نورو دپیسو او قدرت د زامنو پښتنو په ګمارلو سره پای ته نه رسیږي ، غمیزه هلته پاي ته رسیږي چې مونږ له هرڅه وړاندې په سوله ایمان راوړو.
سوله زمونږ لپاره اسلام هم ده، دیموکراسي هم ده، پرمختګ هم دي ، دحقوقو اعاده هم ده، اوله مفسدینو او خاینانو څخه د خلاصون لاره هم. او که سوله نه وي نو یو شمیر مفسدین به مو ددولت له چوکاټه وهي ، یو شمیر به مو ددولت ضد له چوکاټه وهي او یو شمیر نړیوالې مافیایی کړۍ به مو چې څنګه یې خوښه وي هغسې وهي ( تیر اوه کاله هغه متل ذهن ته راولي چې وايي ؛ موږکه خاورې کنه، خاورې دې په کونه). نو ځکه هم سوله مونږ ته ترټولو لوړ ارزښت دي ، ددې په وړاندې باید هیڅ ډول قانون، هیڅ ډول ارزښت ، هیڅ ډول ګټه ، هیڅ ډول تاوان ، هیڅ ډول سلیقه ، هیڅ ډول کاغذي لاسته راوړنې او هیڅ ډول ايتلافونه خنډ نشي. زه له ټول ولس په تیره له لیکوالو او هغو کسانو څخه چې ځانونو په مسایلو پوه بولي اوله هغو څخه چې په مسولیتونو کې شریک دي ، غوښتنه کوم چې داغږ راپورته کړي او ټولو ته ووایی چې مونږ جعلي او کاغذي پروسې نه غواړو، مونږ سوله غواړو او ترهرڅه وړاندې تضمین شوې سوله غواړو.
دسولې لپاره قدرمن ډاکټر فاروق اعظم دا ډیره موده کیږي کارکوي ترڅو یو فورمول رامنځ ته کړي ، پدې وروستیو کې نوموړي یو فورمول رامنځ ته کړیدي چې زما په آند ډیر واقعبینانه دی او افغاني رنګ لري. اوس زمونږ لومړي مسولیت دا دی چې دا فورمول ولولو، تحلیل او تجزیه یې کړو، کمزوري ټکي یې پیدا کړو او بالاخره دا فورمول نهایی کړو. دویم مسولیت مو داد ي چې دهمدې فورمول دعملی کولو غوښتنه وکړو او ورته کاروکړو. زه یقین لرم چې خداي پاک دنیکو کارانو اجر نه ضایع کوي او دا کاربه حتما نتیجه ورکوي. په درنښت.