کور / سياسي / طالبانو بیا هم دخپل زوړ مشاور ومنله

طالبانو بیا هم دخپل زوړ مشاور ومنله

له هغې ورځې راپدیخوا چې بارک اوباما دامریکې جمهور ریس شوې په افغانانو کې داسې هیلې راوټوکیدلې چې نوموړې به په افغانستان کې د شخړې دراکمیدو په موخه د پخواني جمهور ريس بوش پرخلاف پالیسي عملي کوي چې دا خبره يي بیا وروسته له طالبانو او نورو مخالفینو سره دخبرو کولو او سولې په ملاتړ کولو کې راجوتې شوې. له څه مودې راهیسې داسې راپورونه اوریدل کیدل چې ګویا له طالبانو سره دسعودي عربستان په منځګړیتوب دسولې خبرې روانې دي او ښايي يوې پایلې ته سره ورسیږي. دبوش ظالمانه سیاستونو ته په کتو سره خلکو فکر کاوه چې زه بس طالبانو ته خو اوس دا موقع برابره شوه چې دیو سیاسي ډلې په حیث دې ورسره مذاکرات وشي او دولت ته ددوې دراګډولو لپاره هڅې شوی نو طالبان خو هم دافغانستان وګړي دي او یوې سولې ته به غاړه کیږدي.

دځينو سرچینو په حواله وروسته له هغه چې امریکې او افغان حکومت طالبانو او نورو مخالفینو سره دخبرو تیارې وښود او يو څه خبرې پيل شوې نودواړو خواوو خپل شرطونه پيل کړل چې دامریکې شرطونه داوو:

دیوې ټاکلې مودې لپاره دامریکايي پوځونو پاتې کیدل په افغانستان کې ترڅو دالقاعده له خطره ډاډمن شي ( که څه هم بیا به له تقسیم اوقات سره سم ووځي)، دطالبانو لخوا دالقاعدې سره داړیکو پريښودل اوپه داسې يو نظام کې راګډیدل چې نور ګوندونه او تکنوکرات شخصیتونه هم پکې ګډون ولري، دبشري حقونو احترام له جګړې لاس اخستل او داسې نور. داټول شرطونه داسې وو چې طالبانو ته يي په افغانستان کې دروانې غمیزې دختم لپاره په عزتمند ډول له جګړې څخه دراستنیدو بلنه ورکوله چې دافغانستان دثبات او بنسټونو دځواکمنتا په لور یو ګام ګڼل کیده. او له بلې خوا په افغانستان کې دموجوده مفسد نظام او دشمال ټلوالی دغاصب حالت څخه دافغانانو دخلاصون لپاره هم دهیلو پیلامه وه.

وروسته له هغې چې طالبانو داشرطونه ترلاسه کړل نو ځینو مشرانو يي بیا دسولې دخبرو تايید هم وکړ او داولس هیلې دسولې او آرامې لپاره نورې هم ډيرې شوې چې ځينو رسنیو دملا محمد عمر له خولې دخبرو تایید هم خپور کړ. موږ فکر کاوه چې نور نو دافغان ولس بې ځایه مرګ ژوبله او غمیزه ښايي پای ته په رسیدو وي او الله به مو له دې فاسد نظام څخه هم خلاص کړي او طالبان او نور ټول مخالفین به په ابرومندانه ډول دخپل هیواد په سمسورتیا کې ونډه واخلي.

خو موږ په دې نه پوهیدو چې دطالبانو مشرانو خپله پریکړه له خپل پخواني او ستر مشاور آی اس آی سره مشورې ته معطله کړې چې وروسته ورته آی اس آی وویل چې پام کوئ سوله ونه کړئ هسې هم امریکا له افغانستانه وتونکې ده که نن وي او که لس کاله وروسته او ستاسو نو بل څه کاردی « وايي سپاهې کاردې څه دی؟»، کله چې امریکا ووځي نو ستاسو مخې ته بل څوک دټینګې نشته يوه دشمال ټلواله ده بیا به يي په پنجیشر او بدخشان کې راایسار کړئ (سترګې دی سردي پرې ورځه). داسې انګیرل کیده چې طالبان به دیو افغاني بهیر په حیث دافغانستان لوړو ګټو ته په کتو نور ددې اولس رنځونه او دردونه راکم کړي او په افغانستان کې به جګړې ته پای ورکړي چې پایلې يي يواځې ایران، پاکستان او دافغانستان نورو دښمنانو ته په ګټه او دافغان اولس په تاوان دي. داسې انګیرل کیده چې طالبان به پاکستاني آی اس آی ته ووايي چې موږ يي په سوله ګټو نو جګړې ته څه اړتیا ده او بله دا چې موږ کله په يواځې ځان حکومت کولی شو موږ خو ټول يواځې دمدرسو فارغین یو موږ نورو افغانانو ته هم اړتیا لرو چې يو قوي افغانستان ورسره یوځای جوړ کړو.

خو تیره شپه مې له اریانا تلویزیون څخه دیوخبر په ترڅ کې واوریدل چې طالبانو خپله هماغه پخوانۍ خبره چې آی اس آی په غوږ کې ورته ایښې ده تکرار کړه چې ترڅو چې بهرنیان له افغانستان ونه وځي موږ خبرې نه کوو.

زما په نظر که طالبان دسولې له پروسې سره مخالفت کوي نو دطالبانو دا دريځ یو کاملاً «افغاني ضد» دریځ دی چې په هیواد کې دورانۍ، تباهۍ، ځورونې، تخریب او وژنو بهیر ته دوام ورکوي. له دې به یواځې دا معلومیږي چې دوې يواځې هغه څه کوي چې ددوې په ګټه دي او دآی اس آی له ستراتیژیو سره سمون خوري که افغانان بمباریږي، ښځې او ماشومان شهیدانیږي او ځوانان مو بهرنیو هیوادونو ته دکار لپاره په تلو کې په کانتینرونو کې له منځه ځي په دوې يي څه دوی ته خو له آی اس آی څخه ښې پریمانه وسلې او پيسې راروانې دي او کورونه يي په پاکستان کې خوندي دي او لامریکې ترماتې وروسته ورته تش میدان پروت دی او بس حکومت به کوي که هغه هرډول حکومت وي حتی که له ټولې نړۍ ګوښه شوی حکومت هم وي.

ایا یو څوک دا انځورولی شي چې که بهرنیان په یوځل له هیواده ووځي نو څه به راشي؟ د۱۹۹۲ کال خپل منځي جګړې او ترهغو هم خطرناکې، دمړیو نڅا، دبې ګناه خلکو توکمیزه وژنه، دکابل او لویو ښارونو چور چپاول، په ښځو ماشومان او نور جنسي تیري او حتی تردی هم بدتر حالتونه د تصور وړ دي ځکه هماغه کسان چې داډول جنایتونه يي کړي دي تراوسه لاهم ژوندي اودداسې یوې موقع په انتظار ناست دي.

په افغانستان کې دجګړې ددوام په نتیجه کې چې هرڅومره تباهي منځته راځي په دې کې له خارجیانو سره دطالبانو مسولیت مساوي دی ځکه دوی دجګړې په دوام کې دافغانستان دمسلې هواری لټوی حال دا چې په نړۍ کې هیڅ مسله په جګړه نه ده حل شوې.

زه په افغانستان کې ټولو جګړه کوونکیو خواو څخه غواړم چې دخپلو اضافه طلبیو څخه تیر شي دولس دآرامۍ او سوکالۍ لپاره دخپلو شخصي هیلو او دبادارانو له فشار څخه تیر شي او دملت لپاره یوه ستره قرباني ورکړي او افغانستان نور دشمال ټلوالی په شان جنایتکارانو او دکرزي په شان بزدلانو څخه خلاص کړي او یو رښتنيني حاکمیت ته زمینه برابره کړي.