پارلمان له طالبانو سره د سولي تړون تصويب كړ

34 | اپریل 14th, 2009



د ولسمشر آصف زرداري له خوا د پاكستان پارلمان ته لېږل سوى، پرون ناوخته تصويب سو. 
دا تړون وروسته له هغه د ماتېدو د خطر سره مخ سو، چي تېره اونۍ د سوات د طالبانو مشر مولانا صوفي محمد پر حكومت د نيوكو په ترڅ كي وويل چي ولسمشر آصف زرداري تړون نه لاسليكوي، او كه په سيمه كي د طالبانو او حكومت جنګ شروع سي مسئوليت به يې د حكومت پر غاړه وي.
مولانا صوفي محمد ګواښ وكړ چي تر هغو ولسمشر تړون لاسليك نه كړي، په سوات كي به د ده دفتر چي د سولي په خاطر پرانيستل سوى وو، تړلى وي.
د مولانا تر ګواښ وروسته د نيشنل عوامي ګوند د پاكستان پر حكومت فشار واچاوه، چي په سوات كي د سولي د ټينګېدو په خاطر تړون ومني.
د سوات له طالبانو سره د سولي تړون داسي سوى چي طالبان به وسلې پر مځكه ايږدي او حكومت به په سيمه كي د شرعي نظام او محكمو د جوړېدو اجازه وركوي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024