کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانان باید خپل راتلونکی مشر وپیژني

افغانان باید خپل راتلونکی مشر وپیژني

په داسې حال کې چې کابل د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره د سیاسي غورځو پرځو پرمرکز بدل شوی دی خو د هیواد ډیری نورې برخې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې، زور زیاتي ، تیریو او تاوتریخوالي شاهدې دي.
دغه تاوتریخوالی ګړۍ په ګړۍ دا اندیښنې زیاتوي چې ایاټول ټاکنې به په خوندي ډول تر سره شي کنه؟ .
دافغانستان د بېثباته حالت په اړه بحثونه په نړیوالو رسنیو کې هم په تودیدو دي. که څه هم دا نوې خبره نه ده خو د ټول ټاکنو په درشل کې دهیواد کړکیچنو حالاتو د رسنیو پام ځانته ډیر کړی دی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه خپله یوه وروستۍ مقاله له همدې ځایه پېلوي او وايي چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې یوه نقشه ده چې د هیواد نیمايي برخه له خطره ډکه سیمه ښيي.
مقاله کاږي چې په دې نقشه کې د افغانستان د ۳۶۴ ولسوالیو له منځه لس ولسوالۍ په تور رنګ نښه شوي دي. د تور رنګ مانا داده چې دغه ولسوالۍ د طالبانو د مخامخ ولکې لاندې دي او د نقشې له مخې ۱۵۶ نورې ولسوالۍ بیا خورا له خطره ډکې ښودل شوي دي.
دا لویه ننګونه وار له مخه د ټول ټاکنو په وړاندې پرته ده ،خو په تېرو څو ورځو کې د ملکي خلکو د وژنې له کبله د هیواد امنیتي حالت لا پسې تر پوښتنې لاندې راغی. د خوست په ولایت کې پرته له محاکمې او پرته له کومو عیني شواهدو دافغان پوځ د یو فعال افسر ډګرمن اول خان د کورنۍ د پنځه تنو بېګنا غړو وژل تاوتریخوالی له منځه نه وړي بلکې په دې حساسو شرایطو کې ددولتي درغلیو او فساد له کبله خوابدي افغانان هڅوي چې په هیواد کې پر نړیوالو او کورنیو هڅو بې باوره شي.داپریل د میاشتې پر ۱۳ نیټه دکونړ له ولایت څخه ورته راپورونه خپاره شول چې دسولې زیری نه ورکو ي او د ټول ټاکنو لپاره ننګونې لا پسې ډیروي.
دکونړ په ولایت کې نړیوالو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د شپږ تنو ملکي خلکو وژنه په هیواد کې پراخه ملکي غوسه راپاروي او ددولت مخالفو ډلو ته دا پلمه په لاس ورکوي چې خپلې هڅې پیاوړې کړي .مالومه ده چې دا عملیات د نړیوالو ځواکونو له خوا شوي دي خوافغانان حق لري چې هغه څو مسول وبولي چې د افغانستان ولسمشر بلل کیږي.
ځکه عادي افغانان له بهرنیانو سره کومه راکړه ورکړه نلري .عادي افغانان هغه څوک پیژني چې پر رایو یې د واکمنۍ له خوږو خوند اخلي .
دا خو پکار ده چې د ملکي خلکو د وژنې لړۍ ودرول شي او هغه پلمې له منځه یوړل شي چې په هیواد کې د پراخ بغاوت لامل ګرځیدلي دي .
نړیوال سرتیري پوځي دنده لري او هغوی ته دحکومت له منځه ناسم راپورونه ورکول کیږي. دادحکومت دنده ده چې خپل ولس له مرګ ژوبلې څخه وژغوري .قانون ته باید قانون وايي او جرم باید جرم وګڼل شي. په ټولنه کې چې د لویو څوکیو خاوندانو او پوځي کسانو دعادي افغانانو پر وژنه او ځورونه لاس پورې کړی ،تر اوسه د یوې محاکمې له غبرګون سره نه دي مخامخ شوي بلکې دغه مجرمین دقانوني چارو د اداروپه سر کې ځای لري.
دغه واکمن په سړي وژنه ،دشتمنیو په لوټولو،اود تاوتریخوالي په پارولو کې پر لاس لرلو تورن دي خوله عادي ولس څخه تمه لري چې دا هر څه وزغمي او چوپتیا خپله کړي؟ په افغانستان کې جرایم د هغو خلکو له خوا شوي دي چې واک یې په لاس کې وواودا بیا په ټولنه کې د ګډوډۍ د پارولو لامل ګرځیدلي دي.
داځل شرایط ډیر توپیر لري .خلکو د تیرو ټول ټاکنو پایله ولیده چې هیواد یې د یو بې پلانه حکومت په لاس کې کیوت ، له وینې تویدنې ، تاوتریخوالي، درغلیو او بد چلند پرته یې افغانانو ته بل څه ورنکړل.
د حامد کرزي د حکومت لویه لاسته راوړنه د کندهار او کابل سړک وو چې د حکومت د بد چلند له کبله خلک مجبوره شول چې طالبانو ته لار ورکړي.طالبانو په اسانۍ وکولی شول چې ددې سړک ولکه ترلاسه کړي ځکه چې په سیمه کې یې ولسي خواخوږي پیدا کړه.
اوس څوک له ویرې په دې سړک سفر نشي کولی ، د بمونو او راکټونو لامله د لسګونو میلیونه ډالرو په بیه جوړ شوي سړک کنډوکپرڅيره هر چا ته څرګنده ده.
که څوک په ښارونو کې د رنګینو ودانیو بیلګه وړاندې کوي ، دابه ښايي رښتیا وي خو دغه ودانۍ هم مالومې دي چې چا څه ډول جوړې کړي دي. خو ډیری افغانان چې بیوزلي او غریب خلک دي لا هم په هغو کنډوالو کې ژوند کوي چې د طالبانو په وخت کې یې هم درلود.په میلیارډونو ډالره نړیوالې مرستې مالومې نشوې چې رښتیا هم دې هیواد ته راغلې کنه؟خلک د بشري حقونو او ډیموکراسۍ تر چتر لاندې دومره وځورول شول چې د طالبانو پر سخت دریځه قوانینویې شکر باسلو ته اړ کړل. لامل یې دا وو چې حامد کرزي دا پلان نه درلود چې وړتیا لرونکي خلک د جنګي جنایتکارانو او د نشي توکو د قاچاق کونکو پر ځای وګماري . دافغانستان پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په ۲۰۰۸ کال کې له خپلې استعفا وروسته د لویدیځ رسنیو ته ویلي وو چې له ۲۰ ډیر جنایتکاران یې په نښه کړي وو چې عدالت ته یې وسپاري خوولسمشر حامدکرزي یې مخه ونیوله.
قانون خپله د ولسمشر له خوا مات شو.داکبر بای او دوستم مساله به دټولو په زړه وي. داکبر بای په څیر قومي مشر د جنرال دوستم له کوره په رڼا ورځ ګوډو مات د پولیسو له خوا راوویستل شو هیڅکله دا دیو جنایت په توګه ونښودل شول بلکې دوستم نورې لاپې هم ووهلې او قانون ته یې ګواښونه وکړل.
په داسې حال کې چې جنرال دوستم پخپله د اکبر بای پر کور برید کړی وو او بیا یې هغه له ځانه سره یرغمل کړی وو.
قانون باید هر وخت قانون وي. نړۍ راغله له طالبانو وروسته یې یوې بې قانونه ټولنې ته اساسي قانون جوړ کړ.د څه لپاره؟ ددې لپاره چې د هیواد په کچه د لویو جنایتونو مخه ونیول شي.
خو ښاغلي کرزي ته د قانون په پرتله اشخاص ډیر مهم او د ارزښت وړ وو.
په دې وروستیو کې مې له کاناډايي څیړونکي اریک مارګولېز سره د رښتیااو ناپېیلتوب په اړه بحث راغی .
هغه وویل ،د لیکوال په توګه جورج ارویل ویلي دي دظلم په پېر کې د رښتیاوو بیانول جرم ګرځي.دا راته مالومه ده چې ددغو رښتیاوو بیانول د زورواکو په وړاندې جرم ګڼل کیږي .خو په هغه ټولنه کې چې قانون په رسمي ډول تر پښو لاندې شي باید مخه یې ونیول شي.اوس بیا په هیواد کې نا ارامي مخ په ډیریدو ده اوافغانستان دتاوتریخوالي په اور کې سوزیږي .خو له بلې خوا افغانان مجبوره دي چې د تاوتریخوالي له منځه وړلو اودسولې د راګرځولو لپاره په پوره سوچ سره په ټول ټاکنو کې خپله رایه ورکړي.دټول ټاکنو د کمپاین پر وخت به بې شمېره کاندیدان خلکو ته سرې او شنې ور وښيي خوافغانان باید د هر چا ډول ته ګډ نشي او خپل راتلونکی مشر وپیژني. هغه څوک بیا واکته پرېنږدي چې افغانان یې په لوی لاس بلې جګړې ته ټېل وهل او په هیواد کې یې د توکمیزې وژنې ( جینوسایډ) مشري وکړه.
لکه ډاکټر اشرف غني احمدزی چې وايي په هیواد کې د روانې نا ارامۍ لوی لامل بې پلانه حکومتي چارې او پراخه اداري درغلي ده .حامد کرزي عدالت او قانون له پامه غورځولی دی.
پای