د توره بوړه محاذ بهرني او کورنيو سرتېرو ته د زيان اړولو ادعاکوي
د توره بوړه جهادي محاذ وياندقاري سجاد لراوبر ته وويل چي جنګياليو يې نن غرمه دولس نيمي بجي دننګرهارولايت دګوشتي ولسوالۍ دسربندمکتب دچهل ګزي دپوستې سره نژدي دداخلي عسکرويو رينجر موټر چي په سيمه کي دتيريدوپه حال کي وو دريموټ کنټرول ماين په توسط الوزولئ دی ، د قاري سجاد په وينا موټر د سپرليو سره په مکمل ډول له منځه تللی دی .
قاري سجاد لراوبر ته دا هم وويل چي وسله والو کسانو يې تېره شپه يوولس بجي دننګرهارولايت دچپرهار ولسوالۍ په ودانۍ او ورسره نژدي په امريکايي مرکز د هاوان بريد کړی ، نوموړی وايي چي د بريد له هدف څخه د اور لوخړي پورته سوي خو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نلري .
افغان دولت او بهرنيو قواوو تر اوسه د پورته يادوسوو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي .