امريکې په افغانستان کي د تشدد د زياتېدو وړاندوينه وکړه
52
امریکا:سږ کال به افغانستان کې د تشدد په پېښو کې نورهم زیاتوالی راشي
د امریکايي پوځ یو مشر مایک مولن ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ د سرتیرو د شمېر د زیاتوالي له امله به په دغه هیواد کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راشي ـ یو امریکایي ټي وي چېنل سره د خبرو په مهال نوموړي زیاته کړه چې امریکا به ډېر ژر اولس زره سرتیري او څلور زره د روزني کارکونکي افغانستان ته ولیږي ،نوموړی وايي چي دا کار به ډېرې ښې پایلې ولري