د کابل د نن ورځي ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اپریل 16th, 2009


 د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱۶ نیټه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ شوې نوي تړون ته په اشارې لیکلي دي چې اسلام اباد طالبانو ته تسلیم شو.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو ته په اشارې د امریکا د لوې درستیز په حواله لیکلي دي هر حومره چې په دغه هیواد کې د بهرنیو سرتیرو شمیر زیاتیږي تاوتریخوالې هم زیاتیږي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د فعالیت او ددوې د قانونمند کولو په اړتیا هم تبصره کړې ده. 

د هیواد دولتي ورځپاڼې په کابل ښار کې د تیرې ورځې د مظاهرو چې د شیعه ګانو د نوي قانون په خلاف د یو شمیر ښځو لخوا شوې وې یو تفصیلي رپورټ او انځور هم خپور کړې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ترورزم به خلاف په روانې مبارزې پخپله تبصره کې دا پوښتنه کړې چې د ترورستانو په خلاف د مبارزې د بریالیتوب راز په څه کې نغښتې دې.
خو ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د افغان ځواکونو په روزلو او سمبالولو ټینګار کړې دې. 

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د روسیې د استخباراتو د ادارې د یو چارواکي په حواله لیکلي دي چې القاعده اوس هم په افغانستان کې خپل ځواکونه بیاوړې کوي.
ورځپاڼې د پکتیا خوست او پکتیکا ولایت د قومي مشرانو دا خبردارې هم راغستې که چیرې بهرني ځواکونه د عامه افغانانو وژنه بنده نکړي نو د دوې پر ضد به خطرناکه پریکړه وکړي.
ورځپاڼې په کابل ښار کې د تیرې ورځې مظاهرې ته په اشارې لیکلي دي چې د حالاتو په کړکیچن کولو او د افغانستان د قوانینو په غلط تعبیر کې بهرنې لاس موجود دې او ولس باید دداسې دسیسو ښکار نشي. 

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ زیاته برخه تر ډیره په کابل ښار کې د تیرې ورځې مظاهرې ته ځانګړې کړې او پدې ترڅ کې د شیعه ګانو د شخصیه احوال قانون او ځیږیدلې ستونزې څیړلي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په شوي تړون تبصره کړې او لیکلي دي چې د پاکستان حکومت د د سپګې د له منځه وړلو پر ځاې ټول پوستین ته اور ورته کوي.
د ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزې ته ځانګړې شوې او د هغې د هواري په لارو چارو غور شوې دې. 

د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزې تبصره کړې او لیکلي دي چې د فساد د له منځه وړلو غوره لار په افغان دولتي ادارو کې پانګه ونه ده.
دې ورخپاڼې هم په کابل کې د تیرې ورځې د مظاهرو په اړه په یو رپورټ کې لیکلي دي چې په سلګونو ښځې پرون د شیعه ګانو د شخصیه احوال د قانون په خلاف او ملاتړ کې واټونو ته راوتلې وې. 

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د افغان ځواکونو په روزلو او سمبالولو تبصره کړې او لیکلي دي چې ملي اردو باید د اوسنیو ګواښونو ځواب وویلې شي.
خو اصلاح بیا هم د بې کارۍ په ستونزې تبصره کړې او هغه يې د ټولنې د ناخوالو اساسي علت بللې دې. 

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د شیعه ګانو د شخصیه احوال د قانون په خلاف په کابل کې شوې مظاهرې ته په اشارې د مظاهره کوونکو په حواله لیکلي دي چې دوې د طالبانو قانون نه غواړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د تیرې ورځې په مظاهره کې د تاوتریخوالي په مسلې تبصره کړې او ددوې لخوا په یو ښوونځي حملې ته په اشارې لیکلي دي چې دا پخپله یو طالباني عمل دې.
دې ورځپاڼې هم د امریکا د لوې درستیز په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالې مخ په زیاتیدو دې. 

 

Copyright Larawbar 2007-2024