کور / اسلامي / دمهدی اخیرزمان راتګ ۴

دمهدی اخیرزمان راتګ ۴



په مسلمانانو کې د امام مهدی (ع) د ظهور په هکله دوه ډوله ګروهه (عقیده)  شته چې په هغو کې يوه ګروهه د اکثرو سني مسلمانو او بله  يې  د شیعه مسلمانو ده.
دواړه سني او  شیعه مذهبونه  یوه  ګروهه  لري، چې  مهدی (ع) غنم رنګه، لیندۍ غوندې کږې او اوږدې  وروځي ، توري  غټي جذابي سترګي، پلني اوږې، سپين او سره لیری غاښونه ، اوږده او ښکلې پزه، پراخ او روښانه تندی . اوږدې ګوتې او لاسونه ، لږ غوښین مخ  ، لکه بې خوبه چې وي لږ ژیړ بخونه څیره  ، تور خال  پر راسته باړخو ، پیچلي او ټینګ پټهی (عضلات)، پر اوږو پراته وېښتان ،متناسب او ښکلی قد لري

الف ـ  دسني مسلمانانو ګروهه
ټول اهل سنت د مهدی(ع) په قیام باور لري او دا باور واجب ګڼي. دسني علماو به ګروهه امام مهدی (ع) لا نه دی  زیږیدلی هغه به  له قيامته مخکې  ظهور وکړی  او پر ټوله نړۍ به  په عدل او انصاف سره حکومت وکړي او د هغه  به وروسته قيامت راشي
اهل سنت عقیده لري چې  مهدی (ع)  د پیغامبر (ص) له نسله  او دهغه له کورنۍ  څخه دی،عیسی(ع)  له راکوزیدو وروسته  د هغه په امانت  لمونځ کوي،  هغه به   د پیغامبر (ص)هم نومی وي  ، د هغه اخلاقي ښيګڼې به لکه د پیغامبر  (ص) غوندې وي، د هغه په وخت کې عدالت پراخیږي ،کامل امنیت ، خیر ،برکت او پریماني  زیاتیږی   او زمان لنډ یږی ،دهغه وروسته دولس ځایناستی  راځي چي شپږ به  يې د حسن(رض) له ځوځاتو او پینځه به  یې د حسین(رض)  د ځوځاتو څخه  او یو تن  بل وي.
داچې مهدی (ع) د حسن(رض) زوی دی یا حسین (رض) څه  توپیر شته شاید د دواړو څخه وي پلار يې حسني او مور يې حسیني وي
 د سني مسلمانانو په ګروهه مهدی (ع) اوه ، اته یا نهه  کاله حکومت کوي .
د مهدی (ع) په سر به یوه  ملایکه نارې وهي چې دا سړی مهدی (ع) دی د هغه پيروي وکړئ!
«ابونصيم» له«ثوبان( رض)»  څخه  نقل کوي چې رسول الله ( صلي الله عليه واله وسلم ) ویلي دي : « اذا رايتم رايات سود قد اقبلت من خراسان ، فأتو ها و لو حبوا علي الثلج فان فيها خليفه الله المهدي»


 هر کله چې مو تور ي جنډې لرونکي ولیدل چې له خراسانه راځي دهغو سره مل شئ ان که مو  زنګونونه په واوره  کې  وي، ځکه په هغوی کې د خدای خلیفه مهدی شته.
حمزه بابا هم په خپل کلام کښې د مهدی اخیرزمان راتلو ته نغوته کړی او داسې وایي:
 بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
راشه راشه راشه اوس څرګند په کليت کښې شه
ای د رسالت روحــه قــــالب د امامـــت کښې شه
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
اوس بغېر لــه تا نه چرته خوند د پېمانې نشته
اوس هغه رونق د دې دنيــــا د مېخانــــې نشته
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
ستا چې د راتګ وې هغه ټولې شوې وعدې پوره
تۀ راښکاره نۀ شوې کــــه شوې واړه نښــــانې پوره
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
شمع ستا د مخ چې په محفل کښې د دنيا نشته
واړه پتنګــــــان په انتظـــــــار ســـــوزی رڼا نشته
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
راغلۀ ستړی زړونـــــه په ککو يې قــــرار ونيــوۀ
ستا د ديدن شوق د ګريوان ځينې ځمبار ونيوۀ
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
ګرد چې د سپوږمۍ په مخ د ستورو پوګنېدل وينم
ستـــــا د مخ په نمر پســـــې د واړو پسخېـــــدل وينم
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
مسک شه د حمزه د زړۀ په ګل کښې د چتيا په رنګ
يا خــــــو په لېمـــــۀ د بــــې نــــوا کښې د خندا په رنګ
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
همدا رنګ حمزه بابا (رح) په يو بل ځای کې وایي:
راځی راځی پرتو دې د رحمــــــن راځــــی
راغلی خو لا پوهې ته څــــه ګــــــران راځی
حمزه د محبت بــــــه معـــرفت شــــی هــــله
جامه کښې د مهدی چې هغه ځوان راځی
د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) په خپل يو کلام کې داسې وایي:
مهــــــدی لـــــــه غـــــــــاره ووزه
 کېږده پښه پــــــه پلنــــګــــونه
نـــــۀ ديـــــــن شته نۀ آئين شته


شرم لاړ پـــــه فــــــرسنګـــــــونه
مختــــــورن ظالمــــان ډېر دی
چې اخلــــــــی قلنــــګــــــونـــه
د عــــــدل تــــــوره واخــــلــــــه
ملک اسلام کړه په جنګونه
بېـــــــداره اوســـــــه زرکـــــې
شهند ګرځــــی په څنګـــــونه
خوشحــــــاله فکـــــر وکـــــــړه
چې پريوزی خــــرسنګــــــونه
 دشاعر فرید الدین عطار نیشاپوری یو شعر د مهدی په هکله داسې دی:
صد هزاران اولیا روی زمین
از خدا خواهند مهدی را یقین
یـا الهی مهدیم از غـیب آر
تا جهان  از عدل گردد آشـکار