کور / طنز / په جنګ کې حلوا ویشل کیږې!!!

په جنګ کې حلوا ویشل کیږې!!!

طنز

 ولس اوس په  دې نظر شوی، چې ریاستی نظام تر پاچاهي  چې لکه ونه نیغ پر خپل ځای ولاړ نظام  دی ښه دی  دډیرو خلکو خولۍ په   غوړو کي کیږي  په  هر څلو رو- پینځو کلو کې  ماسکونه بدلیږی، نوی درواغ   اختراع کیږي ، ډیر ي ټوکې دساتیري لپاره ویل کیږی، چې روغتیا ته ډیر  ګټور دي
سیاسي دلالانو ته  دنده پیدا کیږی  هغوی هغه کسان چې  دخپلو   میرمنو سره مانېجن شي  پاروي  چې میرمنو ته ځان وښيي او دا د کاندیدیدو د خوردې غړوپ پر سر پورته کړې یا هغه چې عصری شوی او چغال ته په باج ورکولو ویاړي  هڅوي، چې  د خان په سترګګ د   لمرسترګه شی یا دار تښتیدونکی هڅوي د  چغال مرګي  په نامه د اوښانو نڅاه وکړي
 یا  هم ګوندیان په ګوند اوګوند بازي هغه بګیلان ګوندیان چې خپل دقیانوس دور یي هیر شوی دی په هڅولو سره  د  هغو په  مغزو کې ریاستي خیالونه  ور پیچکاري کوي
او ولس ته  د هغه په غوراوی سره  د مدینې فاضلې وعدې ورکوي د هغو  په ستاینې کې په تیاره کې غشې ولې
خو د پردې تر شا  بازاري   دلالان  په هغو   چنې وهي او هغه چېد پردیو په شکنه يي غوږونه نه سوځې او دبل اټن ته ښه  ناڅي   له ټاکنې مخکې  غوره کوي او تر هغه چې  دنورو عقل سر ته  راځی پر هغو هوا  غوټه کوي  او په  هاونګ کې اوبه  په کوټي  اوبیا يې له قفسه خوشي کوي.
 اوله  ټاکلي رییس څخه شخصی خر جوړوي او د هغه په هره چپه پښه ایښولو تش بکسونو ډکیږي او فیها خالدون
خو په  پاچاهې  کې چې د ژوند  تر پایه  ده  یوازې دپاچا خولۍ غوړیږي
 پخوا به  پاچاهانو د نورو ملکونو په ولجو  خوله خوږوله
 اوس جمهور رییسان د خپلو هیوادو د خزانو په ولجو خپل او دلالانو خولې خوږوي
پاچاهانو به پر ګاونډیانو یرغلونه  کول او دهغو شته به يي ولجه کول  اوخپل خزانه به يې په ډکه کوله  اوس بیا باتدبیره رییس جمهوران د   ضعیفوهیوادو مشرانو ته دیموکراسۍ لومې ایږدي   دهغو څخه ببو جوړوي  دهغوی له منځه وړلو په بهانه  خپل سپاهیان  اود هغه ملک ولسی خلک    قربانوي
اوپه اروا خوښي یې حلوا وېشي چې دډیرو خولې خوږوي .