کندهار: ګڼ شمېر امریکایي سر تیري ….
جاويد احمد تنوير
ګڼ شمیر امریکایی سر تیری به د افغانستان په سهیل لویدیځه حوزه کی ځا په ځای شی او د ملکی تلفاتو د مخينوی او افغانی کلتور ته د درناوی په موخه نویو سر تیرو ته روزنه ورکړل شوی ده.
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی د پوځی عملیاتو په لړ کی د ملکی مرګ ژوبلی د رامنځته کیدو په دلیل همیشه د افغانستان دولت او د خلکو د غوثی او د نارضایتی باعث شوی .
ویل کیږی چی د بین المللی ځواکونو ډیرښت به په افغانستان کی ممکن د ملکی تلفاتو د زیاتوالی باعث شی .
خو په جنوب غربی ولایاتو کی د آیساف ځواکونو لوی قومندان جنرال دی کرایف د ملکی تلفاتو د مخنوی په اړه د خپلو کړنو پّه اړه وایی:
مونږ یو شمیر پوځی منصب داران د امریکا متحده ایالاتو ته لیږلی دی تر څو هغو امریکایی سرتیرو ته چی په نژدی راتلونکی وخت کی به د افغانستان په سهیل کی ځای په ځای شی ، د پوځی عملیاتو او د افغانانو د دود او کلتور په اړه به ورته روزنه ورکول کیږی .
د افغانستان په جنوب کی د آیساف ځواکونو قومندان د خپلو خبرو په ادامه وایی:
کله چی تازه دمه ځواکونه سهیلی ولایاتو ته راشی زه به په خپله د هغوی ټولو قمندانانو ته د عملیاتو په لړ کی د احتیاط لارښونه کوم ترڅو د ملکی تلفاتو څخه مخنوی وشی.
جنرال دی کرایف د لروبر د خبریال د پښتنی په جواب کی وویل:
که مونږ پوه شو چی وسله والو مخالفینو د ملکی خلکو څخه د انسانی سپر په توګه استفاده کړی ده نو په هغه صورت کی به زمونږ ځواکونه خپل بریدونه ځای په ځای و دروی تر څو دملکی تلفاتو څخه مخنوی شوی وی .
د آیساف ځواکونو قومندان په جنوب کی وایی:
د دولت مخالفین همیشه د ملکی تلفاتو باعث کږی په روستیو څلور هفتو کی په کندهار ،هلمند اورزګان ولایاتو کی لسګونه ملکی وګړی په انتحاری او دسرک د غاړی په چاودنو کی وژل شوی دی نه د بین المللی ځواکونو په عملیاتو کی .
دری زره هوایی ځواکونه د سلو هلیکوپترو سره، اته زره ځمکنی اوڅلور زره امریکایی ځواکونه د افغان پولیسو او ملی اردو د روزلو په مقصد د افغانستان په جنوب غربی لایتونو کی به ځای په ځای شی او نوموړی ځواکونو به د پوځی عملیاتو ترڅنګ د ملکی خدمتونو په برابراولو کی هم مهم رول ولری.