ملي جبهې ډاکټر عبدالله خپل کانديد وټاکه
د پخوانيو مجاهدينو، كمونستانو او لوېديځ پلوه تكنوكراتانو څخه جوړي جبهې تر ډېر انتظار وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاكټر عبدالله راتلونكو انتخاباتو د كانديد په توګه وړاندي كړ.
د دې جبهې وياند سيد فاضل سنچاركي د ډاكټر عبدالله كانديدي تائېد كړې او وايي د ولسمشر كرزي لومړى مرستيال احمدضياء مسعود چي د ډاكټر عبدالله په مقابل كي ولاړ وو، د هغه په ملاتړ له خپلي كانديدۍ تېر سوى دئ.
له بلي خوا د ملي جبهي مهيم غړي فهيم د ملي جبهې لخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډاکټر عبدالله د ټاکل کېدو سره مخالفت ښوولی او ويلي يې دي چي د ډاکټر عبدالله کانديدل د ملي جبهي په خوښه نه بلکي د يو څو کسانو په خوښه ترسره سوي دي او دی يې په کلکه غندنه کوي .
تر دې وړاندي هم داسي ګنګوسې وې چي د ملي جبهې لخوا د هغوی د کانديد ټاکلو په کار کي ځنډ ښايي دملي جبهې په منځ کي اختلافونه وي ، دا لومړی ځل دی چي دا ډول مخالفت په رسمي ډول هم څرګند سو .
پر ملي جبهې تور دی چي ډيرئ هغه کسان پکي راټول سوي دي چي لاسونه يې د ولس په وينو سره دي او د روسيې او ايران په غير مستقيم ملاتړ رامنځته سوې ده .