دا د عدل کوم انداز دى ؟؟؟؟؟؟
40
هغه وخت د غنمو کحطي وه ، ډېرو خلکو درې وخته ډوډۍ دوه او يا يوه وخت ته راټيټه کړې وه .
که څه هم له هغه مهاله دادى يوه نيمه لسيزه تېره شوې خو د محمداجان ماما خبره مې اوس هم په غوږو کې انګازې کوي .
محمداجان د کلي سپين ږيري بزګر و ، له همدې کبله ټولو ورته ماما وايه .
د محمداجان دوه غبرګوني لمسيان وو .
د لغمان اوړى ډېر تود وي ، کليوال ډېرى د بيکارۍ په وخت کې ونو لاندې راټول وي .
ځينې وخت ، مشران همدې ونو لاندې کوچنيان يو بل ته په غېږه بيايي .
د محمداجان يو شپږ کلن لمسى د يوه بادار زوى ته په غېږ لاړ او چپه يې کړ ، خو بادار ونه منله او بيا يې ورته مقابلې ته وړاندې کړ ، خو درې ځله يې سر په سر څملاوه .
محمداجان کله خپل خيرن لمسي او کله د هغه حريف ته کتلې ، غېږ کې ټينګ کړ ، په سر يې لاس ورتېر کړ او بيايې په مايوسۍ وويل : (( ارمان چې تا خو په ماړه نس ډوډۍ خوړلى !. ))
هرځلې چې زموږ د ورزش اتلان سيالۍ ګټي ، ماته هماغه د محمداجان ماما خبره را يادېږي .
زموږ د کرکټ اتلانو د انګلستان په جرسي ټاپو کې چې شاخوا نهه مياشتې وړاندې کومې سيالۍ وکړې ، نو د کوربه هېواد په ګډون يې ډېرې عصري ډلې ماتې کړې .
خو هغه مهال نورو ډلو بهترينه غذا خوړله ، خو زموږ اتلانو له چپس سره وچه ډوډۍ تېروله .
دادى زموږ د کرکټ اتلانو تېره شپه سکاتلند ډلې ته ماته ورکړه او که د خداى خوښه وي نو د ٢٠١١ کال نړيوالو سياليو ته به لاره ومومي خو تراوسه يې لا فقر نه دى ورک شوى .
که زموږ اتلان يادو شويو سياليو ته لاره هم ونه مومي ، نو دومره ميدانونه يې په لږو امکاناتو او وږو نسونو ګټلې چې د هر يوه په ياد بايد په ژوندوني يادګاري څلي جوړ شي .
عجيبه خو داده چې زموږ په نظام کې هغه څوک چې دکړنو له امله يې هېواد په نړيواله کچه په ادارې فساد ، قاچاق او … ککړ شوى ، څو قيمتي موټرې په اختيار کې لري ، شېرپور کې کورونه لري ، صافى لاڼد مارک او کابل سرينا هوټلونه يې په خدمت کې دي ، خو هغه څوک چې دغه وطن ته وياړ ګټي ډېرى تراوسه خپل کورونه نه لري ، د کډوالو په څېر ژوند تېروي او له چپسو سره ډوډۍ خوري .
شاعر رښتيايي وايي :
دا د عدل کوم انداز دى لږ مې پوه کړه چې دې زلفې چاته ټال او چاته دام شي
محمد نعمان دوست ، کابل
د وري ٢٧مه