کور / تازه خبرونه / د بلخ والي پخپله خوښه ولسوالان بدلوي

د بلخ والي پخپله خوښه ولسوالان بدلوي

 


 


د يوې معتبري سرچينې د خبر له مخي د بلخ والي مخكې له دې چې له كابله د ده د وړانديز چې د دغه ولايت د چمتال ولسوال ګل ااحمد پيمان پر ځاى دې حاجي عبدالقيوم مقرر شي، پخپله خوښه تېره ورځ حاجي قيوم د دغې ولسوالۍ د ولسوال په توګه سيمې ته په رسمي توګه معرفي كړى دى.


د بلخ والي ته يوه نژدې کس د نوم پټ ساتلو په شرط لراوبر ته وويل چي حاجي قيوم د کاري وړتيا پر  اساس نه بلکي د والي سره د شخصي شناخت پر اساس پر دې چوکۍ ټاکل سوی دی . نوموړي سرچېنه وايي چي ګل احمد پيمان ځکه د والي په غوښتنه له دندي ګوښه کړای شو چي د والي ټولي شخصي غوښتني يې نه منلې . 


د کارپوهانو له نظره سيمه ايز چارواکي د ټولټاکنو  رانژدې کېدل د خپلو دا ډول غوښتنو لپاره مناسب مهال ګڼي ، کنه نو په دغسي سيمو کي به په راتلونکو ټولټاکنو کي د ولسمشر کرزي انتخاباتي کمپاين د نورو کانديدانو په ګټه ترسره سي .