کور / راپور / په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوولسمه غونډه وكړه

په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوولسمه غونډه وكړه


 


د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د وري په ۲۷ مه، مېرمن كولتوري ټولنيز بهيراوولسمه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر د مومند بابا ادبي بهير خونه كې وكړه.

غونډه د ملالۍ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو د زرغونې توخي په كوربتوب پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې زهرا كاكړ تر سره كولې.

د تېرې غونډې راپور د د جميلې د نه راتګ له امله ونه لوستل شو.

ازاده مشاعره  د طيبې مقدس د باران تر سرليك لاندې  په نثري ټوټه پيل وشوه

ورپسې ملالۍ څو ښكلې لنډۍ، قمر نوري او زهرا كاكړ شعرونه ولوستل.

د غونډې كوربه زرغونې توخي په ننۍ غونډه كې د ځينو غړو نه ګډون ته انديښنه وښوده. نوموړې له ټولو ملګرو څخه د بهير د لا ښوالي غوښتنه وكړه.

همداز د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس ګډونوال په پرله پسې توګه د غونډې ګډون ته وهڅول او زياته يې كړه چې دوى كولى شي په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د پښتو ښځينه ادب لمن پراخه كړي.

 د راتلونكې غونډې لپاره د طيبې مقدس نثر كره كتنې ته وټاكل شو

.