ادارې وړتېا


  دا موضوع هغه مساېل څېړې چې د ادارې کارمندانو په کړو وړو پوړې تړلې دې او پر هغو موضوعګانو باندې رټا اچوې چې د ادارې کارمندانو په کارې وړتېا پورې اړه لرې .هرېو کارمند د خپل کار په ساحه کې په  درو حالاتوکې قرار لری:


لمړی حالت : .خپل کارونه په نورماله توګه پر مخ بېاېې .
دوهم حالت: خپل کارونه دنورمال حالت څخه په ټېټه کچه  پر مخ بېاېی .
درېم حالت : خپل کارونه د نورمال حالت څخه په لوړه کچه پر مه بېاېی
.


 د ادارې کارونو د ودې او پر مختګ په خاطر د هر کارکوونکي د پاره په کار داده چې په خپلو ورځنيو کارونو کې وړتېا وښيي . دا کار هغه وخت صورت موندلای سې چې ادارې کارمند په خپله اداره کې و هر شي ته په  معمولې ېا نور مال نظر ونه ګورې او تل داسې کوښښ او هاند وکړي چې پخپله ورسپارل سوې وظېفه کې نوښت راولې ېعنې  دا اصل په نظر کې ونېسې چې .( هېڅ شې معمولې مه ګڼه )


   د هر کارمند برېالېتوب د هغه د کار په ساحه کې  د هغه په کړه وړه ( روش ) پورې اړه لرې ، هغه په دې مانا چې ېو کارکوونکی دکار په ساحه د څه ډول کړو وړو څخه کار اخلې .برېالی کارمند هغه څوک دی چې د خپل کار په ساحه کې د( طوفاني مغز) څخه کار واخلي . طوفاني مغز څه ته واېې ؟


په نړۍ کې هېڅ ېو کار ېا شی نشته چې په هغه کې دې قوې او کمزورې اړخونه نه وې او ېاداچې هغه دې ښه فرصتونه او د خطر عوامل ونه لرې.په بل عبارت هېڅ شې کامل او بې علته  نه پېداکېږې  داچې د علت اندازه څومره وې د هغه په کېفېت پورې اړه لرې . دهرکار په وړاندې تګ اوېا ورسته والې کې ډول  ډول عوامل اثر لرې چې هغو ټوله  په دې لاندې څلورو ګروپونه کې  خلاصه کوو .




  1. قوت        (Strength)


  2. کمزورې   (Weakness)


  3. فرصت    (Opportunity)


  4. خطر       (Threat)

کله چې د خپلې ادارې وړتېا په هکله فکر کوو ، نو د ځان سره تر هر څه د مخه دخپلو کړو وړو په هکله دا خبره وڅېړواو د ځان څخه په ډېر دقت و پوښتو چې په خپل کار کې د څومره قوت  خاوند ېم؟ د کار په کومو ساحوکې کمزورې ېم ؟ دکار د وړاندې تګ لپاره څومره فرصتونه لرم؟ او بالاخره د کا ر په ساحه کې د کومو خطراتو سره مخامخ ېم ؟