په دریو جلاو پیښو کی شپږ کسه وژل شوی.
جاويد احمد تنوير
په دریو جلاو پیښو کی شپږ کسه وژل شوی. د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالی د العماره په کلی کی د چهارشنبه په ورځ د پولیسو د ګذمی په یوه عراده موټر د سرک دغاړی چاودنه وشوه، چی د چاودنی له امله دوه پولیس سرتیری وژل شوی او دوه نور زخمیان شوی دی په کندهار کی امنیتی چارواکو او د کورنیو چارو د وزارت د خبری اعلامیه په قول په چاودنه کی دوه ښځی چی په لاره روانی وی هم ټپیانی شوی دی. د یو بل خبر په اساس د هلمند لایت په مربوطاتو کی په دوو چاودنو کی د یوه پولیس په ګډون څلور ماین خښ اونکی نن سحر وختی وژل شوی . په هلمند ولایت کی امنیتی مسوولینو د دی خبر د تایید بر څیره وویل :په د نهرسراج ولسوالی کی په چاودنه کی یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی. او د نادعلی ولسوالی په خشحال سیمه کی دری ماین خښونکی طالبان په خپل ماین وژل شوی دی . د کندهار ولایت امنیتی مسوولینو دوه شکمن کسان یی د ستاره اڅکزی د وژنی په تور نیولی دی او د شکمنو دواړو نیول شویو کسانو څخه تحقیقات پیل کړی دی .