کور / سياسي / دامریکا متحده ایالاتو نوی دولت هم دوه مخی سیاست چلوي

دامریکا متحده ایالاتو نوی دولت هم دوه مخی سیاست چلوي

داسې فکرکیدې چی دامریکا متحده ایالات به دتیرواووکالوله تجربونه ځه زده کړې وې اودافغانستان په هکله به دیوه سالم سیاست لاره خپله کړې . ولی وروروداسې څرګندیږی چې دامریکا متحده ایالاتونوې دولت هم هغه دبش اوخلیل زاد سیاست چلوې دیوې خوا اعلان کوې چي موږ دافغانستان په کاندیدانوکې دیوه ملاتړنه کوو اوشفاف انتخابات غواړو،دبلې خوا ځینی کاندیدان سفارت ته غواړې اوهغوتشویقوې چي پلانکې ته تیرسې .اویا خپل رسمي مامورین رالیږې اودلته ېې دکاندیدې دپاره تشویقوي . دکرزﺉ په لومړﺉځل  ټولټاکنوکې هم خلیل زاد سفارت خلګ غوښتل اوپه ډاګه به وخلګوته ویل چې دامریکا کاندید کرزﺉ دي  دبلی خوایوه ډله کاندیدان چي امریکاته ډیرنږدي دي په خوله ناری وهې چې زموږسره دامریکا دمتحده ایالاتوملاتړراسره دي موږته ډاډراکول سویدې . دغه ډول دوه مخه سیاست ځوستونځي راولاړې کړې دې ،

اول : داکومه دیموکراسې چی امریکا یی په زورلکه دروسانوکمونیزم دخلګوپه ستوني کې  ورتخته کوي نوره هم بدنامه کیږی اودخلګودکرکي سبب ګرزې خلګ به په ظاهره څه عکس العمل دویرې نه سي ښولاې ولې دخلګوپرروحیاتوډیرمنفي اثرښندې ټول افغانان خصوصا عام ولس لکه ځنګه چي په دې اووکالو په افتصادې لیحاظ کرز ﺉ وځاپې ودامریکا دادوه مخه پالیسي یی په روحي لیحاظ ځپې ،

دوهم : – دملت زړه دانتخاباتونه توروې دااوس هم ټول خلګ حتي په هرمجلس کې هره دیره اوحجره کې داخبره کیږي چي انتخابات هسې یوه ډرامه ده امریکا هرځوک چي زړه ېې غواړې هغه ځوک راولې اوورورودملت اراده اودملت خوښه ترپوښتنې لاندې کوې .

دریم : دامریکا متحده ایالات څنګه په موجوده شرایطوکې دشفافوانتخاباتوطمه کوي دځینوکاندیدانوسره دډالروکاروانونه ورسره دې ولې دځینوسره دوطن پالنې اوزړه سوې ډک زړونه ورسره دکرزې سره دولت ، بانکونه ، والیان ، ستره محکمه ، ولسوالان ، استخبارات ، قوماندان ، معارف ، ملی اردو، ملي پولیس، تلویزونه ، رادیوګانې  ټول دده په خدمت کی دي سنجرصاحب هره شپه په میدیا کې دده دپاره کمپاین کوې اودتیرودرغلیونه ېې هم نړیواله ټولنه خبره ده اوهم افغانان دااوس اوس دکرزې ځینی لوړربته چارواکې  حتي نظامې خلګ خصوصا هغوي چی دقاچاقوپه کاروبارکې اخته دي ددی ویرې چی که کرزې لیرې پردوې به هم دولتې دنده اوهم دقاچا قولاره بنده سې دهغه دپاره کمپاین کوې دولتی ملیمستونه ېې په اخبتارکي دې خلګ راغواړې کمپاین په مختلفولارومخته بیا ېې . خوځیني زړه سوانده اومهربانه کاندیدان چي یوه ملې احساس راولاړکړیدې دي په یوه ولایت کي دجلسي دجوړید قدرت نه لرې تاسي وګورې هغوي چي پیسې لرې په هرهفته کي یوه مصاحبه اوجلسه کوې . ډیرمجلل دفترونه لرې په طیاروکي خلګ غواړې راغواړې .

ځلورم : په دي کاندیدانوکي ډیرهغه کسان کاندید دي چي دبن دکنفرانس اودکرزې دادارې لوړپوړې چارواکې دي  اوډیرمصروفونه هم ډوی کوې اودوې پخپله یوپربل دخیانت اواختلاس شاهدي ورکوې اوترډیره حده داشاهیدې حقیقت هم لرې دبن دکنفرانس غړې اویا دکرزې ددلت نه راوتلې وزیران اولوړپوړې چارواکي به په سل کې دوه هم نه وې چي هغوې دې کافې سرمایه نه وې جمع کړې اویا ځوک په هغوکې دری تنه غریبان راوښې.

پنځم : پرملت لاتراوسه برچه اوتوپک حاکم دي یوه جابرقوماندان پخپل سمت کې امرکوي چي دې خواته به ترځوچي موږخپل کاندید نه وې مالوم کړې دبل کاندید کمپاین نه پریږدې دښځوطبقه خونه دکوره وتلاې سې  اونه هم دکوم کاندید سره لیدلاې سې اونه هم دچا دپاره کمپاین کولاې سي نه دنارینوو دفتروته تللې سې اونه هم تراوسه ښځي چا دیوه کاندیدپه جلسه کي لیدلې دي که ېې لیدلې هم وې ډیرلږخصوصا په اطرافوکي اوکلوکې دکوم کاندید غونډې ته ښځې ورتلاې سي .

پنځم : دامریکایانوپیژندنه دافغانستان په باره کې یا ډیره کمه ده اویا قصداٌ داکارونه کوې چي ملت ګیچ اوسرګردانه کړې اودوې خپل ګوډاګې ته لاره هواره کړې .

زه په کابل کې دامریکا دمتحده ایالاتو دسفارت نه ځوپوښتنې لرم ؟
الف : تاسې په کوم تلویزون کې دکومې ښځې بیان اونظردټول ټاکنوپه هکله  کتلې دې اوکه موکتلې دی دنروپه پرتله ځوفیصده دﺉ ؟،

ب  :  په شمال کي نراوښځې کارتونه لرې ولې تاسې هلمند ، اروزګان ، کندهار، غزنې ، پکتیکا . خوست ، کنړ بادغیس اوفراه کې پوښتنه وکړې چي څوفیصده ښخي کارتونه لرې؟ هغوی چی لرې دااجازه شرایط اویا خپل خاوندان ( میړونه ، پلار، یا ورورورکوې ؟ اویا هغه به په اوسنیوشرایطوکي څنګه جرات وکړې چې خپل کارت استعمال کړې دااوس یوکاندید غواړﺉ دټولټاکنودکمیسون دغوښتني اولایحی په حساب یوه اندازه دکارتوفوتوګاپی ه دیوه ناارامه ولایت نه مرکزته راوړې پرلاره ویریږې که ېې طالیبان ونیسي دهغه سرنويشت به ځه وي سرنویشت اونه سې کولاې چي راانتقال ېې کړې ولې ځینې بیا هلکپترهم ورپسې لیږلاې سې . یوازې دهلمند په ګرمسیرکې په لس ګونونه کارتونه چي دخلګوسره طالیبانونیولې دې پیرته په هغوي خوړلې دﺉ په داسې شرایطوکې څنګه دعادلانه انتخاباتوطمه کیداې سې ؟

ج : دکرزي ترجوزاورسته دکرزي په قدرت  پاته کیدوپه صورت کې به  امریکایان ددي څنګه تضمین کولاې سې چی کرزې اودده مامورین به پیسې اودولتې چوکې به خپله ګټه ونه کاروې ؟

د  : ولې اکثریت کاندیدان دولس مشرکرزی لوړپوړې چارواکې دي اودوې هم قوې اوهم دامریکا دملاتړدعوه لرې امریکایان نه پوهیږې چي دادومره زیاتي پیسي چی دوې مصرفوې له کومه سوې اویا دوې پخواهم په کابل ، واشنګتن ، دوبې ، لندن ، اوشیرپورکې بنګلې درلودې؟ څوکسان ددوي تاسي پیژنې چي هغوې تجارت کاوه داپیسی چی دوي چا ورکړید ې ؟

و:-ایا تاسي په تیروانتخاباتوکې ددرغلیو اوټګیوهیځ مالومات نه لرې اوس به څنګه شفاف اوعادلانه انتخابات ترسره سي  اوکه غیرشفاف وې ځوک به ېې مخه ونسي په داسې حال کې چی دانتخاباتوکمیسون کرزې ټاکلې اوبیرته هرلحظه بدلولې رابدلولې سې ؟

شپږم : دافغانستان دسترې محکمې هغه فیصله چې دکرزې وخت ېې وراوږدکړې اودامریکا متحده ایالاتوپرته له دې چې دافغانستان دخلګونظراومشکلات په نظرکې ونیسې اویا په راتلونکي انتخاباتوکي دلاس وهنې خبره په نظرونیسې ډیرپه عاجله ېې  هغه تاید کړې چې داپخپله دشفافوانتخاباتوپه ضدیوه دسیسه نده ؟

 که چیرې په دي ټولټاکنوکي بیا لکه تیره پلا درغلې وسي دابه مخالفین کمزورې کړی اوکه به ېې غښتلې کړې ؟

امریکایان پرته له دې چی دافغانستان دمشکلاتودحل دپاره دخلګوسره مسلسل تماس وساتې بیا ټوله تکیه لکه روسان دافغانستان پراستخباراتې کړیوده چی داپخپله یوه اشتباه ده دبیا رغونې په هکله بارک اوباما وعده کړیده خودعملې کیدولاره نه ده ورته سنجولې داټول هغه ځه دې چی ولس ېې په شک کی اچولې دی اوولس ددې ویري چی که کرزې بیا په قدرت کي پاته سي دافغانستان بحران به دومره ژورسي چی بیابه ېې نه امریکایان اونه نړیوال چاره وکولاي دورستنیودروکالووښودله چې داوسنې دولت هرشبیه پاته کیده  یوه نړې ستونځي رازیږوې که چیرې امریکایان غواړې ددی مشکلاتودحل لاره پیداکړې دملت سره سته خوهغه په دوه مخه سیاست نه حل کیږې .

تبصره نسته

  1. حاجي صاحب د امريکا په سياست اوس پوه شوې؟