نیمروز : دوو ځانمرګي بريدونو ځاني او مالي زيان واړاوه
جاويد احمد تنوير
نیمروز :په دوو ځانمرګو بریدونو کی دری تنه وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوی .
په نیمروز ولایت کی دولتی چارواکو وویل دوو ځامرګو برید کونکو د مهاجرینو د وزیر کریم براهویی کور ته څیرمه د جمعه دالمانځه څخه روسته د ځانونو څخه ټری چاودیدونکی مواد والوزول خو د کډوالو وزیر د دواړو بریدونو څخه خوندی پاتی شوی دی.
ډاکتر غلام دستګیر آزاد دنیمروز ولایت والی وویل :لومړی برید کونکی چی د پولیسو په یونیفرم کی او مسلح وه ځان یی د براهوی کورته رساوه چی د پولیسو له خوا و ویشتل شو ،او روسته یی په ټپی حالت کی ځان والوزاوه په اول برید کی ملکی مرګ ژوبله رامنځ ته نشوه ،دویم برید کونکی چی چادری یی په سر کړی وه د عمومی سرک غاړی ته ځان والوزوه چی په پایله کی دری ملکی وګړی وژل شوی او شپاړس نور ټپیان شوی دی .
د نیمروز د والی په وینا د کډوالو وزیر نیمروز ولایت ته په یوه رسمی سفر د مهاجرینو دامورو د تنظیم او د لشکری کانال د پرانستنی په منظور نوموړی ولایت ته راغلی دی.
د ځان مرګو د بریدونو مسوولیت تر دامهاله کومی ډلی په غاړی ندی اخیستی.