براهمدغ بګټي: د آزادۍ په لار كي د هرچا مرسته منم
د بلوچستان د بېلتون پال غورځنګ مشر براهمدغ بګټي د پاكستان له آج ټلوېزون سره په مركه كي وويل چي دى د خپلي سيمي بشپړه خپلواكي غواړي.
براهمدغ بګټي وايي دى د خپل ايالت بشپړه خپلواكي غواړي او په كه په دې لاره كي هر هيواد كه افغانستان، هند او يا امريكا له ده سره مرسته وكړي دى به يې په ورين تندي هركلى وكړي.
پاكستاني مقامات پر براهمدغ بګټي تور لګوي چي له هند څخه د پيسو او وسلو مرسته ترلاسه كوي او افغانستان پناه وركړې ده، خو نوموړي د حكومت ادعاوي رد كړې او وايي دى اوس هم د بلوچستان په غرونو كي د پاكستاني پوځيانو سره د بلوڅ ملتپالو مبارزينو مشري كوي.
له ښاغلي بګټي څخه پوښتنه وسوه، چي آيا دى رښتيا له هند څخه مرستي ترلاسه كوي؟ ده يې په جواب كي وويل كه د هند مرسته ورسره سوې واى، نو دى به دونه نه واى كمزورى.
نوموړي د دې پوښتني په جواب كي چي آيا د بلوڅانو له خوا د پنجابيانو وژل ښه كار دئ؟ وويل: ((ډېر ښه كار دئ، ځكه چي هغوى بلوڅان وژني او بلوڅان مجبور دي، چي د خپل ځان د دفاع په خاطر د دوى په مقابل كي ودرېږي)).
براهمدغ بګټي د نواب اكبرخان بګټي لمسى او ځاى ناستى دئ چي نيكه يې د پروېز مشرف د حكومت په مقابل كي د بلوچستان غرونو ته پورته سو او هلته يې د خپل ايالت د خپلواكۍ دپاره مبارزه كوله.
د هغه نيكه نواب اكبرخان بګټي د پروېز مشر د پوځي حكومت پر مهال په ۲۰۰۶ كال د اكتوبر په مياشت كي د پاكستاني پوځ د الوتكو په بمباريو كي ووژل سو.