وردګ: د امنيتي كمپنۍ درې وسله وال اودري عام وګړي وژل شوي
دوردګو ولايت اړوند دنرخ ولسوالۍ دسره پله په سيمه کې ديوماين په واسطه پنځو تنوته مرګ ژوبله وواښته .
دوردګو ولايت ولايتي وياند خبري رسنيوته ويلي چې دغه پېښه تيره ورځ دسره پله په سيمه کې چې دنرخ ولسوالۍ مربوط اودکابل کندهار دلويې لارې ته نيږدې پرته ده رامنځ ته شوې .
وياند وايې چې په چاودنه کې دري تنه کليوال وژل شوي اودوه تنه نور ټپيان شوي د ي.
دولايت دوياند دماين پړه پرمخالفو وسله والو اچوي او وايې چې دغه ماين دمخالفينولخوا دبهرنيو ځواکونودکتارونو لپاره ځاي پرځاي شوي وو چې پرعامو وګړو وچاوديد,خو طالب و ياند تردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ديوبل خبر له مخې ولايتي وياند ددغه ولايت دسيداباد ولسوالۍ دلوړې په سيمه کې دسکورت په نوم ديوې اميتي کمپنۍ چې امريکايي ځواکونوداکمالاتي موادو امنيت ساتنه کوي دطالبانو په يوه بريد کې درې تنه وژل شوي.