کور / طنز / خر تر خره باید پاته نشي! (طنز)

خر تر خره باید پاته نشي! (طنز)


الله داد ته يې هر ه ورځ پلار او دوستانو په تانه ویل:
 تربوران دی تر لندنه ورسیدل، خر چې له خره پاته شي غوږ ونه یې د پرې کیدو دي، ته د هغو څه پاته يې ته هم یو سر او دوه غوږونه لری هغوی هم
الله داد دخپلو غوږونو د ساتلو لپاره اړ شو چې د سفر موچڼې په پښو او ملا په کمر بند وتړې او نر غوندې ایران ته واوړې ، په شپو شپو يې هلته په غرو اورغو کې ؛ دکلیو په کوږو – وږو لارو؛ په لوږه او تنده له یو ه کلی بل ته مزلونه کول، کله په خټو کې لوېدلی، کله سر د دیواله موښتی ، کله تر ستونې په لوښو کې بند شوی، کله په مردارو اوبوکې لمبیدلی ، کله په ځنګلونو کې ورک شوی، او کله …
ایله ځان يې ترترکيې ورسوی هلته پولیسو ونیوی او په وهلو وهلو یې تر یونانه ورسوه
هلته بیا پولیسو ونیوی د وهلو وروسته يې هغه ته پناهندګی ورکړه خو هغه نه غوښتل د خپل تربرانو پاته او غوږونه يې پرې شي، باید هرو مرو تر لندنه ورسیږي
 هلته يي څو ورځې ډیر سخت تور کارونه وکړل او چې څه پیسې يې ټولي کړې د فرانسې پورې د ریل ټېکېټ يې واخيست او فرانسې ته وتښتید هلته د پولیسو پسې ډیر وګرځید اوځان يې هغو ته تسلیم کړ هغو پناهندګي ورکړه
خو هغه ورته وویل : نو داځای، لندن ګوډ
نو هغو دی په یو موټر کې واچوی او په یو ه سپره ځنګله کې يې خوشی کړ او ورته ویل يې : دا سړک سیده لندن ته ځي لارۍ او ریلونه پر ځي په هغو ځان لکه زنځه وموښلوه لندن ته رسیږي
دی هم هلته په ځنګله کې د یوې ونې لاندې کرار کیناست
چې هوا تیاره شوه د هر ې خوا ځوانان لکه ماما غواګې راووتل او په په لاریو او ریلونو به لکه بیزوګانې وموښتل
الله داد د یو ریل لاند ې یو چوړاغ پیداکړی او هلته پټ شو او په لاسونه يې یو د اوسپنی میل ټینګ ونیوی
 په لاره زورور سیلۍ چلیدی دیوه یو ه دغورځیدو ډب ډب یې اوریده
 الله داد نه چغه کولی شول، نه يې ورسره مرسته اونه دعا
 د الله داد ژبه په تالو کې موښته وه او لاسونه يي په میل پوری ولدنګ شوی وه
چې ریل دلندن خاوری ته راننوت یو چغه يې د خولې ووته او ډب ولوید پولیسو په یوه تذکره کې دوتر ته بوت
هغه چې دی درو میاشتو دسفر ستونزو ستړې ستومانه کړی وو نه پوهیده وژاړې که وخاندې ځکه هغه یوازینی اتل وو چې د هغو ټولو لوبغاړو څخه ژوندی تر لندنه رارسیدلی وو
 یو پولیس دا هغه د پناهندګي فورمه ډکول نو له هغه څخه یې وپوښتل ستا نوم؟
هغه ځواب ورکړ : خاوری الله داد
– د مور نوم ؟
د هغه چې شونډان له یخه ریږدیدی ، تک سور شو
 ناستو خلکو ته يې وکتل چې په زړه سوی ورته ګوری د هغه بدن خولې خولې شو او هغه پولیس يې یو سوک په خوله کې ووهه او دسفر سپڼسی يې په نرۍ ځای وشلیده
د زنګ ږغولو سره د واره درې سوه موټره پولیس راغله هغه يې ښه پر مځکه وموښي بیا يي لاسونو او پښې ور وتړلې او په الوتکی کې يې بیرته سیده افغانستان ته واستوی په الوتکه کې يې په سوچ کې وو چې رښتیا د مور نوم يې څه شی دی
چې سترګې يي رپولی بیا په افغانستان کې ژیړې سترګې ناست وو شکر يي وکړ چې بیرته يي په پښو نه دی را لیږلی
کلی ته ولاړ پلار ته يي ویل:
بیغمه اوسه تربوران تر لندنه نه دی رسیدلی زه لا ورسیدم د هغو غوږونه د پرې کولو دی.