کور / تازه خبرونه / چين: د ننگرهار طالبان پياوړي شوي

چين: د ننگرهار طالبان پياوړي شوي

د چين “ويژن وارد” ورځپاڼې نن خبر خپور کړ، چې د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو په ليکو کې د تېرو کلونو په پرتله چټکوالى راغلى او د ختيځ طالبان اوس پياوړي شوي دي. ورځپاڼه ليکي، چې د افغانستان د ختيځو څلورو ولايتونو طالبي چارې د سيمې له وتلي منځلاري طالب مشر مولوي انوارالحق مجاهد سره په لاس کې دي، چې اوس يې په ليکو کې پياوړتيا ځاى نېولى او د خيتځ افغانستان څلور واړه ولايتونه به په راروانه مياشت کې پر خپلو عملياتو تر کنترول لاندې راولي.
د ورځپاڼې د خبر له مخې ويل کېږي، چې د انوارالحق مجاهد پر مشرۍ د نوموړي تر مشرۍ لاندې په زرگونه طالبان په دې ورورستيو کې د پاکستان له قبايلي سيمو څخه  ختيځو سيمو ته د کوچېدو په حال کې دي او نېږدې په سلگونه تنه نور ځايي اوسېدونکي طالبان يې د راغونډېدو هڅې کوي، چې ښايي د غوايي تر پينځلسمې وروسته په ختيځ کې خپل فعاليت په چټکه توگه پيل کړي.
ورځپاڼه د مولوي انوارالحق مجاهد په اړه ليکي، چې نوموړى د مولوي خالص زوى او په سيمه کې تر هر قومندان پياوړى دى. انوارالحق مجاهد د طالبانو په ليکه کې تر نورو پوه او د سيمه ييز ملاتړ څښتن دى.
ورځپاڼه طالب قومندان انوارالحق مجاهد د عربي هېوادونو پياوړى اړيکوال گڼي او ليکي، چې انوارالحق مجاهد ټولې مالي مرستې له عربي دولتونو څخه ترلاسه کوي. د ورځپاڼې په قول: که عربي هېوادونه د افغانستان د مسلې د حل لپاره راوړاندې کړاى شي، نو لومړى ايډيال به يې انوارالحق مجاهد او بيا سراج الدين حقاني دى.
ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي، چې د انوارالحق پر مشرۍ جنگياليو يې په تېرو اوو کلونو کې امريکايي ځواکونو ته نېږدې دري پنځوس ټانگونه، څلور چورلکې او درې سوه يو اتيا پوځيان له منځه وړي.
د انوارالحق مجاهد پر سر امريکايي ځواکونو يو ميليون امريکايي ډالر جايزه ايښې ده.