کور / تازه خبرونه / هلمند:د افغان کرکټ لوبډلي د برياليتوبونو په وياړ غونډه وسوه

هلمند:د افغان کرکټ لوبډلي د برياليتوبونو په وياړ غونډه وسوه

 


تيره ورځ  د ثور  ٢مه د هلمند مرکز لښکرګاه په زړه کي د غازي محمد ايوب خان په لوبغالي کي  د افغان کرکټ لوبډلي  د وروستيو برياليتوبونو په ياړ يوه غونډه جوړه سوې  وه په دې غونډه کي د هلمند ولايت  مرستيال  عبدالستار ميرزکوال  او يو شمير نورو دولتي چارواکو هم  ګډون درلود .


د سټيج  په مخ کي د هلمند ولايت  ګڼي  لوبډلي په خپلو ځانګړيو لباسونو کي  په منظم ډول  د غونډي تر پايه  ولاړي وې



د هلمند لايت مرسيتال ښاغلي   ميرزکوال وويل  چي دا يو ستر برى  دى چي افغان کرکټ لوبډله و توانيده چي په ډيره لږه موده کي يې دومره لويه لار ووهله


هغه د هلمند پر لوبډلو ږغ وکړ چي خپل سپورټ ته ادا مه ورکړئ  دده په وينا چي دوى يې تر څنګ ولاړ دي  ښاغلي ميرزکوال زياته کړه چي دوى  دوې مهمي مسلې په مخ کي لري  چي يوه د ثور ٨مه او بل د ټولټاکنو  مسله ده نومړي په دې برخه کي د ځوانانو او د هلمند د اوسيدونکو څخه د مرستي غوښتنه وکړه .



د ملي اردو د دريمي ليوا قومندان جنرال محي الدين غوري   د افغان کرکټ  ملي لوډلي تر ستايلو وروسته وويل چي  زموږ د نجات لاره يوازي قلم دى  تاسو بايد زده کړه و کړى . هغه وويل کله چي يو ماشوم په دې سختو شرايطو کي  زده کړه کوي  هغه اتل دى نه ملي اردو ملي اردو د هغوى خدمت ګار دي .


هغه وويل چي دوى په ملي اردو کي د کرکټ ، فټبال ، باسکټبال او داسي نورولوبو  لوبډلي لري که تاسو و غواړى  موږ به ستاسو ځوانانو سره سيالۍ تر سره کړو او تاسو ته به دا زمينه برابره کړو چي  د نورو ولايتونو سره لوبي تر سره کړى .


د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس  هم  د افغان کرکټ ملي لوبډلي د حوصلې او هوډ ستاينه وکړه او هغوى يې د هيواد اتلان و بلل  .


 



 


د غونډي د پاى په شېبو کي د تکواندو  او کراټې لوبډلو تر منځ نمايشي لوبي تر سره سوې چي په درنو چکچکو بدرکه سوې  . د غونډي وروستۍ برخه د اتڼونو وه افغان کرکت لوبډله  نړيوال جام ته د غوراوي  په  موخه جنوبي افريقا ته تللي وه چي  نړيوال جام ته يې لاره و نه موندله خو  ٥ مقام يې خپل دا غونډه په داسي حال کي جوړيږي چي  په هلمند کي  د لس کرکټ لوبډلو څخه يوې  هغه هم په دې مراسيمو کي  احتجاجاً ګډون نه وو کړى . دوى ادعا لرله چي د لوبو لپاره لوبغالى نلري   او په دې لوبغالي کي چي دوى ته کومه کوچنۍ کوټه ورکړل سوې وه نن  په خپل سر ماته سوې او د دوى  ټول  سامانونه پر ميدان غورځول سوي وو چي  زياتره يې ورک سوې دي